سلګونو کسانو د اولمپيک ملي کمېټې په اړه د ولسمشر پرېکړې پرضد اعتراض وکړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٥): سلګونو کسانو د اولمپيک کمېټې د رييس په توګه د اغبر رد کولو په تړاو د ولسمشر وروستي حکم په غبرګون کې، نن کابل کې لاريون وکړ او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې دا ورزشي بنسټ سياسي نه کړي.

اعتراض کوونکي چې زيات شمېر يې د بېلابېلو برخو ورزشکاران وو، نن سهار يې د اولمپيک ملي کمېټې له مخې حرکت وکړ او د ولسمشرۍ  ماڼۍ ته څېرمه يې لاريون وکړ، شعارونه يې ورکول چې دې بنسټ ستونزو ته دې لاسرسى وشي.

د لاريون کوونکو په ډله کې چې ظاهر اغبر هم شتون درلود، ويې ويل چې جمهور رييس  د اولمپيک نړيوالې کمېټې اسيايي شورا د پرېکړې خلاف چې نوموړى يې د افغانستان د اولمپيک ملي کمېټې د مشر په توګه ټاکلى دى، دې رياست لپاره يې له فهيم هاشمي څخه ملاتړ کړى دى.

نوموړي وويل چې د اولمپيک کمېټې اسيايي شورا ګواښ کړى دى، که افغان حکومت د اولمپيک ملي کمېټې چارو کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړي، د افغانستان غړيتوب به وځنډوي.

اغبر ګواښ وکړ، که ولسمشر پر حکم له سره غور و نه کړي او همداراز د اولمپيک له ملي کمېټې څخه غيرمسلکي کسان لرې نه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

د بوکس فدراسيون غړي شعيب احمدي چې دې لاريون کې يې ګډون کړى و، پژواک ته وويل چې د اغبر ملاتړ کوي او له حکومت څخه غواړي، چې د اولمپيک اسيايي کمېټې له پرېکړې دې سرغړونه نه کوي.

نوموړي زياته  کړه، که ورزشي چارو کې د حکومت لاسوهنه دوام وکړي، پراخ لاريونونه به وکړي.

د دې لاريون په ترڅ کې د پوليسو شپاړسمې حوزې له يو مسوول سره د اغبر لفظي شخړه د دې لامل شوه چې امنيتي ځواکونه هوايي ډزې وکړي.

جمهوري رياست دوه اونۍ وړاندې د حقيقت موندونکي پلاوي د راپور له مخې، چې د اولمپيک ملي کمېټه کې د را ولاړې شوې ستونزې په تړاو ټاکل شوى و، حکم صادر کړ چې له مخې يې بايد دې کمېټه کې ځيني اصلاحات رامنځ ته شي او فهيم هاشمې تر دوو نورو کلونو پورې څو چې د دې بنسټ رياست لپاره ټاکنې تر سره کېږي، د رييس په توګه پاتې شي.

ولسمشر اشرف غني د خپل حکم په بله برخه کې څارنوالۍ ته لارښوونه کړې ده چې د اولمپيک ملي کمېټې او بدني روزنې رياست کې د سرغړونو او فساد په اړه جدي کار وکړي او خپل راپور دې تر درېيو مياشتو ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستوي.

خو په يوه بله پېښه کې، د افغانستان د تکواندوکارانو ټولنې يو شمېر غړو په يوې خبري غونډه کې د محمدظاهر اغبر پر ضد خبرې وکړې او هغه يې تورن کړ، چې هغه ته نږدې کسان نړيوالو سياليو ته لېږي.

د افغانستان د تکواندو لوبې يو مډال راوړونکي احمد رومان عباسي چې دې ناسته کې يې شتون درلود، ادعا يې وکړه، کوم کسان چې له هغه څخه ټيټو درجو کې وو، نړيوالو سياليو ته استول شوي دي.

نوموړي وويل چې نړيوالو سياليو ته  د ورزشکارانو د غوراوي څرنګوالى بايد د کورنيو سياليو له لاري په رڼه توګه ترسره شي؛ له دې پرته به خپل اعتراض ته دوام ورکړي.

تر اوسه جمهوري رياست د وروستي لاريون په اړه غبرګون نه دى ښودلى؛ خو د بدني روزنې مشر محمد همايون خيري وويل چې د ولسمشر د حکم ملاتړ کوي او په ورته وخت کې اولمپيک کمېټه د شته ستونزې د هواري غوښتنه کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 185 تاريخ : دوشنبه 9 فروردين 1395 ساعت: 23:44