نوې څيړنه: هغه کتابونه چې رنګین وي، لوستونکي له غم او خفګان څخه ژغوري

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی

د نیوزیلانډ هېواد څيړونکو په یوه نوې څيړنه کې موندلې، رنګین کتابونه لوستل مو د زړه غم او خفګان له منځه وړي.

دغه څيړنه چې د نیوزیلانډ د اتاګو پوهنتون څيړونکو له لورې ترسره شوې پکې شا اوخوا ۱۱۵ تنه هغه میرمنې ترڅیړنې لاندې نیول شوي وې، چې عمرونه یې د ۱۸- کلونو څخه تر ۳۵ کلونو پورې ول.

دوی یادې میرمنې د دوو ډلو په شکل د یوه څه مودې لپاره د رسامۍ او عقلي بوختیاوو په برخه کې د ارزونې لاندې ونیولې او د څیړنې په پایله کې د دواړو ډلو نفسي حالت تر کتنې وروسته څرګنده شوه چې هغه میرمنې د رسامۍ او نورو رنګینو کتابونو په لوستلو اخته وې، ددوهمې ډلې په نسبت یې ډیر د خوشالۍ احساس کاوه.

یادو څيړونکو د خپلو څیړنو په پایلو کې دا جوته کړه، چې کوم کتابونه رنګين چاپ وي له نفسي او رواني پلوه ښه تاثير لري او د رنګين کتاب لوستونکي ته به هغومره د غم او خفګان احساس نه کيږي، لکه د ساده کتاب لوستونکي ته چې کیږي.

دوی خلکو ته د توصیې په شکل وویل، هغه خلک چې د غم او خفګان ناروغۍ سره مخ دي، کولای شي د رسامۍ له لارې خپل علاج وکړي او خپل ځان له غم او خفګان څخه وژغوري.

باید وویل شي چي، د رنګینو کتابونو سربیره هر قسم مطالعه د انسان په ژوند کې د یوې ډېرې قیمتي خزانې حیثیت لري او که چیري موږ او تاسو مطالعه او پوهه ولرو، نو هیڅوک او هیڅ شی به زموږ او ستاسو د بریالیتوب په وړاندي خنډ نه شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 189 تاريخ : يکشنبه 26 فروردين 1397 ساعت: 18:48