د نړيوال جام ګټونکي لوبډلمشران چې په خپله وړتیا او ځیرکتیا بریالي شوي

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت
که څه هم دا حقيقت دی چې نړيوال جامونه د لوبډلي په واسطه ګټل کېږي، خو يو لوبډلمشر د لوبي په ګټلو کې مهم رول لري.

که چېرې يوه لوبډله ټول نړيوال جام په خپل نوم کوي، نو دلته يوازینی کس لوبډلمشر دی چې څنګه وکولای شي لوبه په خپل واک کي واخلي او د مخته تګ لپاره زمينه برابره کړي.

ځيني داسي حالتونه د لوبې په وخت کي راځي چې يوه لوبډله ترپوره فشار لاندې وي، خو يو لوبډلمشر د توپ اچوونکو او توپ وهونکو په انتخاب سره کولای شي چې لوبه په بل اړخ واړوي او دده لوړ مرال همېش د لوبغاړو په ښې لوبي کولو دلالت کوي.

د لوبغالي د کنټرول سره سره لوبډلمشرانو په خپل غوره توپ وهنې او توپ اچونې سره خپل لوبډله تربريا پوري رسولې ده.
نړيوال جامونه يوازې ۵ لوبډلو ګټلي دي.

راشئ خبر شو چې څنګه لوبډلمشران توانېدلي، ترڅو د خپلي ښې لوبې او پريکړي په اغېز لوبډله دنړيوال جام بريا ته ورسوي:

۱ـ کلايب لوييډ (۱۹۷۵&۱۹۷۹)

کلايب لوييډ دوه ځلې پرلپسې ويسټ انډېزۍ لوبډله په خپلې غورې لوبډلمشرۍ سره دنړيوال جام تربريا ورسول.
که څه هم ده يوه غوره لوبډله درلودل اړتيا يې نه وه چې ځان ترفشار لاندي راولي او کولای يې شول هره لوبډله ډېر ژر له منځه يوسې، خو دده مشرتوب او غوره لوبه ډېرځلې ددې لامل وو چې ويسټ انډيز به بريا ته رسيږي.
په ۱۹۷۵ز کال نړيوال جام پايلوبه کې ويسټ انډيز د اسټراليا په وړاندې په ۵۰ منډو کې ۳ لوبغاړي (ډينيس ليلي،جيف تامسن، او ګيري ګيلمور) له لاسه ورکړي وه.
خو لوييډ وکولای شول په ۵۸ توپونو ۱۰۲ منډې ترسره کړي او په ۶۰ اوورونو کې خپله لوبډله د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۱ منډو ته ورسوي.
لوييډ وکولای شول چې په خپلي غوره لوبډلمشرۍ سره د اسټراليا توپوهنه کنټرول کړي.
اسټراليا په ۱۲ اوورونو کي د ۱ ویکټي په زيان يوازې ۳۸ منډي کړي وې، چي په پايله کې ويسټ انډيز په ۱۷ منډو د اسټراليا څخه لوبه وګټل،او نړيوال جام يې پورته کړ.
په ۱۹۷۹ز کال نړيوال جام کي کي ويسټ انډيز تر نيمه پايلوبي پوري هيڅ لوبه نه وه بايللې.
په نيمه پايلوبه کي ويسټ انډيز اوپاکستان سره مخ شول او پاکستانۍ لوبډلي غوښتل ترڅو د ويسټ انډيز د ۲۹۴ منډو هدف ته ځان ورسوي.
مجيدخان او زهيرعباس غوره ملګرتيا پيل کړې وه، هر توپ اچوونکی يې جلا جلا ټکول او لوييډ يې په ويره کي اچولی وو، چې وروسته د اوبوڅيښلو دمه شول.
لوييډ دا مهمه وګڼله چې توپ اچوونکي بايد د عباس د توپ اچوونې په وړاندي خپله تګلاره بدله کړي، ځکه د عباس قوي نقطه آپ سټمپ وو او توپ اچوونکي هم ورته په همدې نقطه کې توپ اچوونه کوله، خو د لوبډلمشر په مشوره توپ اچوونکي توپ د لېګ سټمپ په لورې واچوو اوعباس يې په ۹۳ منډو وسوځوو.
پاکستانۍ لوبډله په ۲۵۰ منډو کې ټوله وسوځېدل په داسې حال کې چې په ۱۷۶ منډو کې يې يوازې يوه ویکټه له لاسه ورکړې وه.
ويسټ انډيز ددويم ځل لپاره نړيوال جام پايلوبي ته ستون شو، هلته د کوربه لوبډلي انګلستان سره مخ شول، خو د لوييډ غوري لوبډلمشرۍ وکولای شول چې انګلستان ته په خپل کور کې مات کړي او جام د دويم ځل لپاره ويسټ انډيز ته يوسي.

۲ـ کپيل ديو ( ۱۹۸۳)

هندوستان وکولای شول چې د ۱۹۸۳ز کال نړیوال جام په خپل نوم کړي او ويسټ انډېزۍ لوبډله د دريم پرلپسې نړيوال جام وړلو څخه راوګرځوي.
د زيمبابوې په وړاندې هندۍ لوبډلې په ۱۷ منډو کې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي ول، خو لوبډلمشر کپيل ديو وو چې په ۱۳۸ توپونو يې ۱۷۵ منډې ترسره کړې او لوبه يې د زيمبابوې څخه په ډېري اسانۍ سره وګټل.
په پايلوبه کي هندوستان نړۍ حيرانه کړه، د نړۍ ترټولو دډيرو مينوالو لرونکې لوبډله ويسټ انډيز يې په ۱۳۸ منډو کې راوګرځول او دې ته يې پرې نه ښودل چې د دوی ۱۸۳ منډو هدف ته ځان ورسوي.
کله چې ويو ريچارډ غوښتل ويسټ انډېزۍ لوبډله په چټکۍ سره د ۱۸۳ منډو هدف ته ورسوي، د کپيل ديو له لوري په نه اټکلېدونکي ډول کېچ کړل شو.
ډېری کسان پدې باور دي چي دنړيوال جام همدا غوره کېچ ددې لامل شو چې ويسټ انډيز بايد دا ځل دنړيوال جام د ګټلو څخه لاس پرمینځي، هندوستان د کپيل ديو په غوره لوبډلمشرۍ سره وکولای شول د ۱۹۸۳ز کال نړيوال جام وګټی.

۳ـ الان بارډر (۱۹۸۷)

په ۱۹۸۰ز کلونو کي وروسته ترهغې چې د اسټراليا ډېر تجربه لرونکي او پياوړي لوبغاړي تقاعد شول ياده لوبډله کمزورې مالومېده، خو الان بارډر د خپلي ځوانې لوبډلې سره هیڅکله خپل مرال له لاسه ورنه کړ.
کوربه لوبډلو هند او پاکستان ډېر زيات تشويق کوونکي او ملاتړي درلودل، خو بارډر او لوبډلي يې په پوره زيار او هڅو سره وکولای شول چې نړيوال جام وګټي.
د ټورنمينټ په پيل کي اسټراليا هند ته په يوه منډه ماتې ورکړه، چې تر نورو ۴ لوبو ګټلو وروسته د نيمه پايلوبي لپاره په لاهور کې د پاکستان سره مخ شول، اسټراليا دغه لوبه په ۱۸ منډو وګټله او د پايلوبې لپاره د کلکتې د ايډين ګارډينز لوبغالي ته يې د انګلستان د ماتولو په موخه حرکت وکړ.
که څه هم بارډر په پايلوبه کې ډېري منډي ونه کړلې، خو دلته مهمه دا وه چې څنګه يو لوبډلمشر بايد وتوانېږي چي له خپل فکرڅخه کار واخلي او لوبه خپل لورې ته واړوي.
داسي مالومېدل چي انګليستان کولای شول د اسټراليا ۲۵۴ منډو هدف ته په اسانۍ سره ځان ورسوي، خو بارډر پخپله د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
میک ګاټينګ، ډېره ښه توپ وهنه وکړه، خو بارډر وسوځاوه، همدا ویکټ ددې لامل شوه چي انګلستان په پايلوبه کې اسټراليا ته په ۷ منډو لوبه بايلول.
بارډر د خپلې ځوانې لوبډلې سره يو ځای د ۱۹۸۷ز کال نړيوال جام لوړ کړ.

۴ـ عمران خان ( ۱۹۹۲)

پاکستان په حیرانونکي ډول وکولای شول چې د عمران خان د غوري لوبې په خاطر نړيوال جام وګټي.
پاکستان خپلې هيلې له لاسه ورکړې وې، په ۹۳ منډو کې يې خپل ډېر تکړه لوبغاړي له لاسه ورکړي وی، خو دلته يو څوک وو چي لاهم يو اندازه باور پرې کېدی او د مينوالو هيله له ده څخه وه.
عمران خان د توپ اچوونې ترڅنګ توپوهنه هم کوله، د نيوزلينډ په وړاندې يې په ۳۷ توپونو ۶۰ منډې ترسره کړلې او لوبډله يې په نيمه پايلوبه کې بريا ته ورسوله.
لوبډلمشر عمران خان په پايلوبه کې ۷۲ منډې ترسره کړې، چې دده په غوره توپوهنې سره د لوبډلي منډې ۲۴۹ ته ورسېدې او پاکستان ته يې د ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام راوړ.

۵ـ ارجونا راناټونګا (۱۹۹۶)

په ۱۹۹۶ز کال نړيوال جام کي سريلانکا دنورو وختونو څخه متفاوته وه.
غوره توپوهنه، غوره توپ اچوونه، ښه ډګرساتنه او د ارجونا راناټونګا په غوره لوبډلمشرۍ کې د ښو پلانونو او تګلارو پايله دا وه چې پياوړو او نه ماتېدونکو لوبډلو ته ماتې ورکړل.
په نيمه پايلوبه کي د سريلانکا دواړه اوپنران په لومړي اوور کي وسوځېدل خو بيا هم د نورو لوبغاړو په ښه ځلېدلو سره يې هندوستان ته ماتې ورکړه.
تر پايلوبې مخکي لوبډلمشر ارجونا اسټرالياوی توپ اچوونکی شېن ورن ښه مطالعه کړ.
اسټراليا ۲۴۱ منډي وکړې، خو راناټونګا د خپلو لوبغاړو سره ښه پيل وکړ، سپنران يې ټارګيټ وګرځول او د اراويندا په سليزې سره يې ياد هدف ته ځان ورساوه.
شېن ورن په ۱۰ اوورونو ۵۸ منډې ورکړې، ارجونا په خپله وروستۍ منډې سره سريلانکا ته نړيوال جام يووړ.

۶ـ سټيو واح ( ۱۹۹۹)

په ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام کي د اسټراليا کرکټ لوبډلې د نوي لوبډلمشر سټيو واح ترمشرۍ لاندې ښه پيل ونه کړ.
اسټراليا خپلي دوې ګروپي لوبې پاکستان او نيوزلينډ ته وبايللې، خو سوپر سيکس ته يې لار وموندله.
وروسته تر هغې چې زيمبابوې او هندوستان ته يې ماتې ورکړه، داسې معلومېدل چې نور نو اسټراليا د ټورنمينټ څخه وځي، ځکه په ۴۸ منډو کې يې د سويلي افريقا په وړاندي ۳ لوبغاړي سوځېدلي ول اوهدف هم ۲۷۲ وو.
خو لوبډلمشر لوبډله بيرته راوګرځوله په ۱۱۰ توپونو يې ۱۲۰ منډې ترسره کړلې او سويلي افريقا ته يې په نيمه پايلوبه کې ماتې ورکړه.
په پايلوبه کې اسټراليا په ډېرې اسانۍ سره په ۸ ویکيټو پاکستان ته ماتې ورکړه او د ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام يې په خپل نوم کړ.

۷ـ ريکي پونټينګ ( ۲۰۰۳& ۲۰۰۷)

د کلايب لوييډ په څېر ريکي پونټينګ يوازنی لوبډلمشر دی چې خپله لوبډله يې دوه ځلې د نړيوال جام ګټونکې کړېده.
د پونټينګ په لوبډلمشرۍ کې د ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام يوه لوبه هم اسټراليا ونه بايلله.
په هماغه ټورنمينټ کې پونټينګ ۴۱۵ منډي ترسره کړلې چې دريم ترټولو ډېري منډي کوونکی وو.
د هندوستان په وړاندې يې په پايلوبه کې په ۱۲۱ توپونو ۱۴۰ منډې ترسره کړلې او خپله لوبډله يې په ۵۰ اوورونو کي ۳۵۹ منډو ته ورسوله، انډيا هماغه لوبه په ۱۲۵ منډو بايلول او نړيوال جام اسټراليا وګاټ.
پونټينګ وکولای شول چې په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کي هم خپله لوبډله سرته بوځي پداسې حال کې چې هرچا دا فکر کاوه چې ويسټ انډيز به دغه جام وګټي.
اسټراليا خپلې ټولې ۱۱ لوبې وګټلې او په ۱۲ لوبه يې څلورم نړيوال جام هم په خپل نوم کړ او د نړۍ تر ټولو بريالۍ لوبډله په نړيوال جام کي اعلان شول.
پوينټينګ په دې نړيوال جام کېي د يوې سليزې او څلور نيمه سليزو په مټ د ۵۳۹ منډو په ترسره کولو دريم ډېري منډي کوونکی لوبغاړی شو.

۸ـ مهيندرا سینګ ډهوني( ۲۰۱۱)

په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې هندوستان، سريلانکا او بنګلدېش د نړيوال جام کوربه توب کاوه.
هندوستان ته دا ترټولو ښه چانس وو چې ددويم ځل لپاره يې نړيوال جام ګټلی وای،ځکه ويشتن ځايونه يې د خپل هيواد ول ياهم اسيا وه، خو مهندراسينګ ډهوني ددغه خوب د رښتيا کولو لپاه پوره هڅي کولې، پداسې حال کې چې ډهوني په ۲۰۰۷ز کال کې هم په خپلې لوبډلمشرۍ کې شل اووريز نړيوال جام ګټلی وو.
وروسته ترهغې چي هندوستان دپايلوبي په پيل کې درې ویکټې له لاسه ورکړې ډهوني دا پرېکړه وکړل چې خپله لوبغالي ته راکښته شي او د يو لوبډلمشر په حيث خپل مسؤ‎ليت ادا کړي، پدې وخت کې هندوستان ۱۶۰ منډو ته اړتيا درلوده ترڅو لوبه وګټي.
ډهوني پر سريلانکايي توپوهونکو بې رحمانه توپوهنه پيل کړه اوپه ۷۹ توپونو يې ۹۱ منډي ترسره کړلې، د ګاتم ګمبير د ۹۷ منډو په مرسته ډهوني په شپږيزې سره په ۴۹ اوور کې نړيوال جام په خپل نوم کړ.

۹ـ مايکل کلارک (۲۰۱۵)

د ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام په اسټراليا او نيوزلينډ کې ترسره کېده چې د نورو لوبډلو ترڅنګ افغان کرکټ ملي لوبډله هم په لومړي ځل پکښې ولوبېدل، ښې لوبې يې ترسره کړې په پايله کې يې سکاټلنډ ته هم پکښې ماتې ورکړه.
په هرصورت، مايکل کلارک وکولای شول چې د پنځم ځل لپاره هم نړيوال جام د اسټراليا په نوم کړي.
که څه هم لوبډلمشر پخپله په دې ټورنمينټ کې ډېرې منډې ترسره نکړې خو په خپله غوره مديريت سره يې وکولای شول چې يوازې يوه لوبه د نيوزلينډ په وړاندې وبايلي، په داسې حال کې چې د همدې لوبي غچ يې هم بيرته په پايلوبه کې واخيست.
اسټراليا په کوارټر پاينل کې پاکستان ته او په نيمه پايلوبه کې يې هندوستان ته ماتې ورکړه، او د نيوزلينډ سره پايلوبې ته ووتل.
په پايلوبه کې اسټرالیا وکولای شول تر څو په ۱۸۳ منډو کې د نيوزلينډ ټوله لوبډله راټوله کړي، دې هدف ته د رسېدو لپاره لوبډلمشر د خپلې وروستۍ لوبې په حيث ۷۴ منډې ترسره کړلې،په يوښه حالت کي يې نړيوال کرکټ ته الوداع وويل،خو دپنځم ځل لپاره يې نړيوال جام د اسټراليا په نوم کړ او په جګ سر له لوبغالي ووت.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 300 تاريخ : جمعه 24 فروردين 1397 ساعت: 3:04