څیړنه: ډیر غوړ لرونکي خواړه مو وزن زیاتوي او دماغ مو له منځه وړي

ساخت وبلاگ

ژباړه : محمد صادق کریمزی

د امریکا د جورجیا پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څيړنه کې موندلي، چې ډير غوړ لرونکي خواړه مو وزن زیاتوي او دماغ مو په بشپړه توګه له منځه وړلې شي.

د دوی په باور ډیر غوړ لرونکي خواړه د عصب په نوم شبکه چې د دماغو له حجرو سره مستقیمه اړیکه لري چې په نتیجه کې د انسان زده کړیز مهارت کمزوری کوي.

یادو څیړونکو خپلې څیړنې په دوه ډلو موږکانو د شاوخوا درې میاشتو په موده کې ترسره کړي چې یوې ډلې موږکانو ته یې لس سلنه غوړ لرونکي خواړه او بلې ډلې موږکانو ته ۶۰ سلنه غوړ لرونکي خواړه ورکول.

د څیړنو پایلو کې څرګنده شوه هغه ډله موږکان چې ډیر غوړ لرونکي خواړه یې خوړلي ول، د هغو په نسبت چې کم اندازه غوړ لرونکي خواړه یې خوړلي وو نو نه یوازې وزن یې زیات شوی و بلکې ددماغو عصبي شبکې یې هم دپخوا په پرتله کمزورې شوې وې.

څیړنه کاږي، په بدن کې ډېر غوړ د داسې مزمن التهاب لامل ګرځي، د جسم پر مصونیت ناوړه اغېزه کولای شي.

له دې وړاندې په یوه بله څيړنه کې ویل شوي هغه کسان چې د لوړ غوړ لرونکو خوړو څخه استفاده کوي، د ناروغۍ کچه یې ۳۸٪ سلنه لوړیږي او همدغه راز په دې خلکو کې د زړه په رنځ اخته کسانو د پراختیا خطر ۲۳٪ سلنه زیاتوي.

له دې سره هم مهاله د روغتیا نړیواله اداره وایي، که د نړۍ په ماشومانو کې د چاغښت ستونزه همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۲۲ مېلادي کال پورې به په نړۍ کې د کم وزنو ماشومانو پر ځای د چاغو ماشومانو شمېر زیات شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : جمعه 24 فروردين 1397 ساعت: 3:04