شفیق الله شفق د هندي لوبغاړي ۳۳ کلن نړیوال ریکارډ مات کړ 

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریدګر توپ وهونکي شفیق الله شفق د احمدشاه ابدالي په نامه د کرکټ ۴ ورځینیو فرسټ کلاس سیالیو کې غبرګه سلیزه جوړه کړه.

د ملي لوبډلې دا لوبغاړی، چې د افغانستان د کورني کرکټ دویم پړاو فرسټ کلاس سیالیو کې د کابل ګرین لوبډلې د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه لري؛ د بوسټ زون د لوبډلې خلاف په سیالۍ کې یې په ۸۹ بالونو ۲۰۰ منډې جوړې کړې.

 د نوموړي د غبرګې سلیزې په جوړولو کې ۲۲ شپږیزې او ۱۱ څلوریزې شاملې وې.

شفیق الله شفق وتوانید چې په ۱۰۳ دقیقو کې غبرګه سلیزه جوړه کړي، چې په دې سره یې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي او اوسني وخت کې د کرکټ خوږ ژبي مبصر راوي شاستري ریکارډ هم مات کړ.

 رواي شاستري د هندوستان د فرسټ کلاس سیالیو کې ۳۳ کاله وړاندې په ۱۱۳ دقیقو کې غبرګه سلیزه جوړه کړې وه.

 په دې کارنامې سره افغان لوبغاړی شفیق الله شفق اوس د نړیوال کرکټ فرسټ کلاس سیالیو په تاریخ کې لمړی لوبغاړی وشمیرل شو، چې په کم وخت ۱۰۳ دقیقو کې یې د غبرګې چټکې سلیزې ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

 د یادونې وړ ده چې تیر کال هم د افغانستان د کورني کرکټ په همدې فرسټ کلاس سیالیو کې بل افغان لوبغاړي بهیر محبوب د اسټرالوي ډان بریډمین د فرسټ کلاس سیاليو ۹۸ اوریج درلودلو ریکارډ مات کړ او د کرکټ په تاریخ کې یې د لمړي ځل لپاره د ۱۲۱ منډو اوسط یا اوریج درلودلو ریکارډ په خپل نوم کړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 247 تاريخ : جمعه 24 فروردين 1397 ساعت: 3:04