له دې خبر یاست چې محمد نبي په «IPL» لوبو کې لمړی مقام لري !؟

ساخت وبلاگ

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ سیالۍ، چې په «IPL» نامه سره مشهوره دي، تر دې مهاله یې ۱۰ پړاونه ترسره شوي دي او د یولسم پړاو لوبې یې هم پیل شوې دي.

 په دغه لیګ سیالیو کې یو شمیر لوبغاړي، چې په عمومي ډول سره مخکښ دي یا په دغه سیالیو کې یو شمیر ریکارډونه لري، پکې یو هم افغان لوبغاړی دی.

د دغه ریکارډونو ثبت د پیل نه تر دې مهاله پورې حساب شوی دی، چې پکې یا خو کوم لوبغاړي ډیرې منډې جوړې کړې دي، یا یې سلیزې، پنځوسیزې، شپږیزې، څلوریزې او یا نور داسې کوم څه کړي وي، چې لمړي مقام کې ځای لري.

په دغه سیالیو کې افغان لوبغاړي محمد نبي عیس خیل په تیر لسم پړاو کې د راشد خان سره یو ځای د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه، خو یوازې په ۳ لوبو کې ولوبید.

خو په همدغه سترو تجارتي سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل لمړی مقام ګټلی دی، چې په ۳ لوبو کې یې دوه لوبغاړي سوځولي دي او په دغه سیالیو کې تر ټولو کمې منډې ورکړې دي، چې د همدې له کبله په لمړي مقام کې خای لري.

محمد نبي عیسی خیل په خپلو ۱۱ اورنو ترسره کولو سره ۵۸ منډې ورکړې دي، چې به هر اور کې ۵،۲۷ منډې حساب شوې دي او په لمړي مقام کې ځای لري، خو ورپسې اسټرالوي مایکل کلارک په دویم مقام کې ځای لري.

 د یادونې وړ ده، چې محمد نبي عیسی خیل د دویم ځل لپاره هم په دغه لیګ سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د ځان سره د لوبیدو په موخه غوره کړی دی، خو ښايي په لمړنیو سیالیو کې را څرګند نشي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 335 تاريخ : چهارشنبه 22 فروردين 1397 ساعت: 17:19