خندا، له دوو دقیقو ډیرې سترګې جنګول، د لاسونو حرکات او عطر ددوو کسانو ترمنځ مینې ته لار هواروي

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمدحامد اکبري

په يوه کلمه يا يوه جمله کې د مينې بشپړ تصوير وړاندې کول ناشونې ده، تر اوسه پورې هېچا د مينې لپاره روښانه تعريف نه دی وړاندې کړی؛ ارواپوهان له اوږدې مودې راهيسې د مينې او مئينتوب په اړه څېړنې کوي، خو د مينې مانا ته په رسېدو کې پاتې راغلي، هغوی له کلونو کلونو پلټنو وروسته لاهم يو له بل سره يوه خوله نه دي او په دې نه پوهيږي چې مينه يعنې څه؟

ريښتيا هم مينه يوه ګونګه کلمه ده؛ خو که ووايو مينه سکون دی، مينه آرامي ده، مينه ښکلا ده او مينه د ژوند هيله ده له بلې خوا مينه درد هم دی، مينه د زړه د رنځ وسيله هم ده، مينه د اروايي کړاوونو مور هم ده، مينه د خپلو هيلو وژل هم دي، خو که اوس هم پوښتنه وشي مينه څه شی ده؟ نو په پوره باور سره ويلی شم چې د مينې په اړه پورتنۍ جملې ناسمې دي ځکه چې مينه تعريف نه لري، مينه د زړونو تر منځ غزېدلی تار دی، يوازې د دوه مئينانو زړونه په دې پوهيږي چې مينه څه ده؟ ښايي د دوه مئينانو لپاره مينه د زړونو درزا وي او ښايي مينه هغه نرۍ څړيکه وي چې د خپل مئين څخه د بېلتون پر مهال د زړه په دښته کې تيريږي، مينه ښايي هغه اوښکه وي چې يوه مور يې له کلونو وروسته د خپل مسافر زوی په ليدلو تويوي.

هوکې مينه يو بې پايه سمندر دی، داسې سمندر چې پيل او پای نه لري؛ که د مينې په اړه ګڼ کتابونه ولولو، څېړنو ته سر ورښکاره کړو، له مئينانو وپوښتو نو لنډيز به يې يوازې دا يوه جمله وي چې مينه مينې ته وايي او بس.

خو اوس پوښتنه دا ده چې خلک ولې او څرنګه مئينيږي؟ په دې اړه ارواپوهانو ځينې څېړنې کړې، هغه لاملونه چې د مئينتوب سبب کيږي په لاندې برخه کې په لنډ ډول بيان شوي.

خندا:
هغه څېړنه چې په ۲۰۱۱ زېږديز کال کې پر ۱۰۰۰ کسانو تر سره شوې، دا ښيي هغه ښځې چې خاندي تل زړه راښکونکې معلوميږي، مګر سړي بيا داسې نه وي. په دې څېړنه کې دې کسانو ته د مخالف جنس انځورونه وړاندې شول او له هغوی وغوښتل شول تر په انځورونو کې تر ټولو زړه راښکونکې څېرې بېلې کړي.

د دې څېړنې پايلو وښوده، هغه ښځې چې له خوښۍ ډکه څېره يې درلوده، د زړه راښکونکو په ډله کې وې او هغوی چې په څېره کې يې د خندا پر ځای غرور نغښتی و تر ټولو لږې رايې يې ګټلې وې، له بل لوري ښځو هغه سړي خوښ کړي وو چې په انځورونو کې مغرور ښکارېدل او نه به يې خندل.

له پخوانۍ مينې سره ورته والی:
زياتره نارينه هڅه کوي داسې نجونو ته ورنږدې شي چې د دوی له پخوانۍ ملګرې سره ورته والی ولري، که څه هم دا موضوع د سړيو لپاره پرځای ده مګر په نجونو کې يې بيا داسې احتمال لږ دی.

د لاسونو حرکات:
که غواړی چې د يو چا زړه تر لاسه کړی، د خبرو کولو پر مهال د لاسونو له حرکاتو ډېر کار واخلئ، هغه څېړنه چې په ۲۰۱۶ زېږديز کال تر سره شوه، له دوه ډلو نارينه او ښځينه وغوښتل شول چې له خپل مخالف جنس سره خبرې وکړي، د دې څېړنې پايلې وښوده هغوی چې د خبرو پر مهال يې خپلو لاسونو ته ډېر ټکان ورکاوه تر نورو ډېر د مخالف جنس د پاملرنې وړ وګرځېدل په داسې حال کې چې مقابل کس غوښتل يو ځل بيا له هغه سره وګوري.

ظاهري او باطني ورته والی:
دا چې ويل کيږي تفاوت زړه راښکون رامنځته کوي ناسمه خبره ده، هغه څه چې خلک يو بل ته راکاږي د دوی ترمنځ ورته والی دی او نه هم تفاوت. د بېلګې په ډول هغه کسان چې يو بل ته ورته شخصيتونه لري له همدې کبله ده چې د ژوند تګلاره او موخې يې هم يو شان وي؛ نو د دوی تر منځ د مئينتوب احتمال زيات دی په حقيقت کې همدا ورته والی د دې سبب کيږي چې دوه کسان يو بل په ښه ډول درک کړي.

له دوه دقيقو څخه د ډېرې مودې لپاره سترګې جنګول:
څېړونکو له يو شمېر ښځو او سړيو وغوښتل چې له دوه د قيقو څخه د زياتې مودې لپاره د يو بل سترګو ته وګوري، په پای کې له هغوی وغوښتل شول چې خپل احساسات بيان کړي، هغوی هم په ځواب کې وويل چې د مينې او ملګرتيا احساس يې کړی او دې څېړنې وښوده چې د اوږدې مودې لپاره د سترګو اړيکې کولی شي د زړونو په منځ کې د مينې ډېوې بلې کړي حتی که مقابل کس مو د لومړي ځل لپاره هم ليدلی وي.

عطر:
عطر کولی شي په مئينېدو کې ډېر رول ولري، د بېلګې په ډول په کليفورنيا کې يوې څېړنې وښوده، د زياتو مېرمنو لپاره هغه سړي د زړه راښکون سبب ګرځي چې د خپلو جامو له پاسه يې زړه راښکونکي عطر لګولي وي؛دچې يوه زياته اندازه تستسترون لري او دا د ښځو د ځينو نورو هورمونونو سره همغږي کيږي چې په پای کې د مينې د احساس د لېږد سبب کيږي.

کورنی ورته والی:
ښايي جالبه وي که ووايو مور او پلار ستاسې په مئينتوب کې مهم رول لري، څېړونکي وايي هغه سړي چې د زېږون پر مهال يې له دېرشو کلونو ټيټې ميندې درلودې ځوانو نجونو ته ډېر تمايل ښيي او برعکس. دا موضوع د نجونو لپاره هم همداسې ده، هغه ښځې چې د زېږون پر مهال يې پلرونه د ډېر عمر وو نو د ډېر عمر سړي خوښوي او هغوی چې د زېږون پر مهال يې پلرونه د لږ عمر وو نه د لږ عمر سړي يې خوښيږي.

ظاهري زړه راښکون:
هغه څېړنه چې په ۱۹۹۶ زېږديز کال کې ترسره شوه څېړونکو په لومړيو کې د خلکو د زړه راښکون کچه په نښه کړه، له هغې وروسته يې هغوی د خپل مخالف جنس ليدنې ته واستول، پايلو وښوده هغوی چې ډېر زړه راښکونکي او ښکلي دي په خپل انتخاب (ټاکنه) کې هم سخت ګيره وي حتی که مقابل لوری د هغوی برابر هم وي. معمولي خلک له بيا له ځان سره د برابرو کسانو سره نږدې والی مومي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 178 تاريخ : چهارشنبه 22 فروردين 1397 ساعت: 17:19