افغان لوبغاړي په( اۍ پي ایل) کې لوبیدو لپاره هندوستان ته رسیدلي دي

ساخت وبلاگ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۴ لوبغاړي د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره تجارتي «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه هندوستان ته رسیدلي دي.

په دغه لیګ سیالیو کې د لوبډلو د رسمي پاڼو څخه خبر ورکړل شوی دی، چې د نورو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ د اۍ پي ایل ۲۰ اوریزه سیالیو یولسم پړاو کې د ګډون په موخه د افغانستان څخه اَلراونډر محمد نبي عیسی خیل، په ګوګلي ماسټر مشهور راشد خان، ځوان مجیب ځدران او چینا مین ظاهر خان د خپلو لوبډلو سره یو ځای شوي دي.

د «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې په نړیواله کچه هم مشهورې دي؛ د یولسم پړاو پیلیدو ته یې د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي.

محمد نبي عیسی خیل او راشد خان به د دویم ځل لپاره د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې سره ولوبیږي، خو مجیب ځدران به د کینګز ایلون پنجاب او ظاهر خان به د راجستان رایلز لوبډلې سره د لمړي ځل لوبیدو ته انتطار وي.

د هندوستان د پریمیېر لیګ یا «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو یولسم پړاو د روانې اپریل میاشتې په ۷ مه نېټه د راتلونکې شنبې په ورځ پیل کیږي، چې په لمړۍ لوبه کې به د تیر کال اتله ممبيي انډینز لوبډله د چینايي سوپر کینګز لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

په دغه لیګ سیالیو کې ښايي د افغان لوبغاړو څخه لمړی مجیب ځدران را ښکاره شي، چې د لیګ سیالیو په دویمه ورځ پنجاب لوبډله د ډهلي ډریډ ویلز سره په سیالۍ کې مخ کیږي، خو په دریمه ورځ به سنرایز حیدر اباد لوبډله د راجستان رایلز سره مخامخ شي، چې په دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړي شتون لري.

د یادونې وړ ده، چې د هندي سینما په ډګر کې مشهوره اداکارې پریټي زینټا، چې په دغه تجارتي سیالیو کې د پنجاب لوبډلې مالکه هم ده؛ د نیلامۍ پر مهال یې لمړی په راشد خان باندې تر ۹ کروړه هندي کالدارو پانګونه وکړه، خو سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ترې بیرته خپل کړ.

پریټي زینټا د راشد خان وروسته بل افغان لوبغاړی مجیب ځدران په ۴ کروړه هندي کالدراو سره خپل کړ، چې ورته زیات شمیر د کرکټ مینه وال هم حیران شول، خو نوموړې وویل، چې دوي د مجیب ځدران څخه پوره خبر دي.

مجیب ځدران په تیر ۲۰۱۷ م کال کې د افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلې سره مل و، چې د اسیا جام سیالیو د ګټلو وروسته یې د خپل بالینګ جادو په په نړیوال جام کې هم ښکاره کړ او په وروستیو کې یې د ملي لوبډلې سره خپل نوی پیل په حیرانونکې توګه سره وکړ، نو ځکه خو یې په دغه لیګ سیالیو کې ډیر خریداران خپل کړل.

رایلز چیلینجرز بنګلور، ممبي اِنډینز، چینایي سوپر کینګز، کینګز ایلون پنجاب، سنرایزرز حیدر اباد، راجستان رایلز، کلکته نایټ رایډرز او ډهلي ډرایډ ویلز د یولسم پړاو سیالیو ګډونوالې لوبډلې دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 357 تاريخ : پنجشنبه 16 فروردين 1397 ساعت: 14:31