په نني مصروف او بوخت دورکې د دفترونو زیاتره کارکونکي اړ دي، چې پرله پسې د کمپیوټر تر شاه کیني او خپل کارونه خلاص کړي.
خو په ګڼ شمیر څیړونو کې ثابته شوې، چې د څو ساعتونو پرله پسې ناسته د سګریت څکلو څخه هم مضره او خطرناکه ده.
د سګریتو په اړه مو اوریدلي، چې د سرطان د وژونکي ناروغۍ لامل کیږي؛ خو د څیړونکو یوه نوې ډله وايي، چې په پرله پسې ډول ناسته هم د زړه او سرطان ناروغۍ پیدا کوي.
په څیړنه کې د پرله پسې ناستې موده نه ده راغلې، خو ډاکتران سپارښتنه کوې، چې هر ساعت یا څه د پاسه یو ساعت وروسته باید ناست کس د څو دقیقو لپاره ودریږي او یا هم قدم ووهي.
ډاکتران وايي، که یو څوک د ورځې د ۸ – ۱۰ ساعتو پورې په ناسته خپل کارونه کوي، د زړه، سرطان، مغزو، او هډوکو په ناروغۍ اخته کیږي.
ځینې خلک له دفتري کاره وروسته تمرین ته ځي؛ خو ډاکتران وايي، چې د ورځې ۸ ساعته ناسته بیرته په یو ساعت سخت تمرین (سپورت) سره هم نه جبرانیږي.
دوی وايي، دومداره ناسته خیټه غټوي او هډوکي کمزورې کوي.
له دې ځایه ددې لیکنې شریکول مه هیروئ:
له فیسبوک تبصرې
تبصرې
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 219 تاريخ : پنجشنبه 16 فروردين 1397 ساعت: 14:31