د ويښتو پالنې په اړه څلور مهمې پوښتنې او ځوابونه یې

ساخت وبلاگ

موږ د ويښتو لپاره شامپوګانې کاروو، بیا بیا یې وینځو، بېلابېل ويښته نرموونکي کاروو او همدارنګه د ويښتانو د غوړولو لپاره له بېلابیلو تیلو نه استفاده کوو.

خو د هر چاد سر ويښته او کوپړۍ عموما درې بڼې لري. وچ ( خشک)، غوړ او نورمال. همدې ته په کتنې د هر چا د ويښتو لپاره ځانګړې شامپوګانې، او د وینځلو او غوړولو لپاره بیلابیل وختونه پکار دي.

که غواړئ ښه ویښته ولرئ، نو لږ تر لږه باید د خپلو ويښتو په اړه د لاندې څلورو پوښتنو په ځواب پوه شئ.

کومه شامپو وکاروم؟

هغه تجارتي شامپوګانې چې په بازار کې موندل کیږي ټولې د ويښتو د پاکولو لپاره تقریبا یو ډول اساس لري. خو تاسو په کې داسې شامپو انتخاب کړئ چې ستاسو د ويښتو د بڼې سره برابره وي.

لکه مخکې مو چې وویل د سر ويښته او کوپړۍ عموما درې بڼې لري. وچ ( خشک)، غوړ او نورمال.

که چیرې تاسو لومړۍ په دې پوه شئ چې ويښته مو له دې درې بڼو کومه بڼه لري نو د شامپو اخیستلو پر مهال ښه انتخاب کولی شئ. ځکه ځینې شامپوګانې د وچو ويښتو، ځینې د غوړو ويښتو او ځینې هم د نورمالو ويښتو لپاره وي.

بازار کې یې پر پلورل کیدونکو شامپوګانو نورې ځانګړنې هم لیکلي وي، خو ستاسو لپاره د ويښتو او سر د کوپړۍ له دې درې ځانګړنو د یو انتخاب ډیر مهم دی.

څومره وخت وروسته ويښته ووینځم؟

په شامپو د سر وینځل هم ستاسو د ويښتو په بڼې پورې ډیر تړلي دي.

که کوپړۍ مو وچه او خشکه وي، نو د اونۍ یو یا دوه ځلې په شامپو د ويښتو وینځل کفایت کوي.

که ويښته او کوپړۍ مو غوړه وي، بیا نو هره ورځ یا هم یوه ورځ بعد پر شامپو د ويښتو وینځل ښه پایله لري. ځکه غوړ ويښته ګردونه، دوړې او په چاپیریال کې الوتونکي ککړتیاوي جذبوي او زر زر وینځل یې مهم دي.

که نورمال ويښته لرئ ، په اونۍ کې یې دوه ځلې په شامپو سره وینځل پکار دي او ښه پایله ورکوي.

ایا هر وخت کنډیشنر یا د ويښتو نرموونکی وکاروم؟

د ويښتو نرموونکی یا کنډیشنر له ويښتو چاپیره تور پوخ چې له مړو حجرو جوړ شوی نرموي. له دې سره ويښته لا نور پستیږي او د ښه تنظیم وړ ګرځي . همدارنګه یې د ماتیدو او رژیدو خطر کمیږي.

جلدي متخصصان سپارښتنه کوي چې د همدې ښیګڼې لپاره د ويښتو د نرموونکي کارولو په ځانګړې توګه که وچ ويښتان ولرئ ښه دي.

خو یاد لرئ چې د ويښتو نرمونکی یا کنډیشنر یوازې پر ويښتو ووهئ او هڅه مه کوئ چې د ويښتو بیخ او کوپړۍ ته ورسیږي.

ایا ويښته هره ورځ غوړ کړم؟

افغانان د ويښتو له غوړولو سره مینه لري. په طبیعي تیلو د ويښتو غوړول د کنډیشنر یا د ويښتو د نرمونکي په توګه عمل کوي. چې ورسره ويښته لا ښه ږمنځیږي، ښه تنظیمیږي او د ماتیدو او رژیدو شمیر یې کمیږي.

په تودو طبیعي تیلو تر وینځلو یو یا دوه ساعته مخکې د ويښتو او کوپړۍ مساج یا مږل ډیره ښه ګټه لري.

جلدي متخصصان وايي، دا ډیره ښه نه ده چې ويښته د شپې له خوا همداسې غوړ پرېښودل شي او یا د ورځې له غوړو ويښتو سره څوک وګرځي، ځکه که ويښته د ډیر وخت لپاره غوړ وي، په اسانۍ په چاپیریال کې شته ککړتیا راکاږي او په اوږدمهالې توګه د چاپیریال ککړتیا چې د ذهرجنو ګازونو شتون هم په کې دی، د ويښتو د توییدو او خرابیدو سبب کیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 227 تاريخ : پنجشنبه 16 فروردين 1397 ساعت: 14:31