د کندوز په خان اباد کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي

ساخت وبلاگ

کندوز (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال د دولت ١٢ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز ولايت مقام له خوا د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځانګړو او کومانډو ځواکونو له پرون راهيسې د دغه ولايت د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عملیات پيل کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملیاتو پر مهال د یادې ولسوالۍ هودخېل، وجوی کنه عليا او زردکمر سیمې په بشپړه توګه د مخالفینو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د ولايت مقام وايي چې تر دې دمه په دې عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوي او ټپي قوماندانان اکرم الله، قدرت الله، رفيع الله او حضور نور چې پر قاري جواد مشهور دى، نومېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملياتو کې ګډو افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی .

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 221 تاريخ : پنجشنبه 16 فروردين 1397 ساعت: 14:31