پاکستان ۹ کاله وروسته په خپل کور کې یوې نړیوالې لوبډلې( ویست انډیز ) ته ماتې ورکړه

ساخت وبلاگ

د پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ ملې لوبډلو تر منځ د کرکټ لومړۍ شل اوریزه سیالۍ پاکستان وګټله.

ټاکل شوي د دواړو لوبډلو تر منځ دوه نورې شل اوریزه سیالۍ هم تر سره شي.

د دغه سیالۍ ټاس ویسټ انډیز ګټلی و، خو توپ وهنه لومړی پاکستانۍ لوبډلې وکړه او ویې کولی شو چې په شل اورونو کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته لوړ هدف وټاکي.

پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره وکولی شو چې ۲۰۳ منډې هدف د ویسټ انډیز خلاف وټاکي.

فخر زمان ۳۹، حسن طلعت۴۱، سرفرازاحمد ۳۸ او شعیب ملک ۳۷ منډې د پاکستان په ګټه جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لخوا یوازې پال ښه توپ اچونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو ۲۶ منډې ورکړې.

په دغه سیالۍ کې له پال پرته نورو ټولو لوبغاړو نژدې په لس ایکانومۍ سره توپ اچونه کړې.

ویسټ انډیزۍ لوبډلې نه یوازې توپ اچونه ښه ونه کړه بلکې توپ وهنه یې هم بې خونده وه او هیڅ یوه لوبغاړي یې تر ۲۰ منډې هم پوره نه کړې.

د ویسټ انډیز لخوا یوازې مارلون سمیولز و چې ۱۸ منډې یې وکړي.

د دغه لوبډلې څلور توپ وهونکې په صفر بیرته پاویلن ته ستانه شوه.

ویسټ انډیز لوبډلې په ۱۴م اور کې یوازې ۶۰ منډې وکړې او ټوله لوبډله یې وسوځېده.

پاکستان لخوا، محمد عامر،محمد نواز او شعیب ملک د مقابلې لوبډلې دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول، شاداب خان، حسین طلعت او حسن علی هم یو ـ یو لوبغاړی بیرته د لوبغاړو د ناستې ځای ته ولیږل.

غوره لوبغاړي جایزه حسین طلعت واخسته چې ۴۱ منډو سره یې یو ویسټ انډیزی لوبغاړی هم سوځولی وه.

په دغه سیالۍ د دواړو هیوادونو له لوري ۴ لوبغاړو لومړی ځل ۲۰ اوریزه نړیوال کرکټ وکړ.

دا د ویسټ انډیز او پاکستان تر منځ د درې شل اوریزه سیالیو لومړۍ لوبه وه چې پاکستان وتوانیده وروسته له ۹ کلو په خپل کور کې یو نړیوالې لوبډلې ته ماتې ورکړي.

پاکستان لوبډله داسي مهال کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته داسي سخته ماتې ورکوي چې د ویسټ انډیز لوبډلي د هغوي د شل اوریزو لوبو ځانګړي ماهر لوبغاړو پاکستان ته له تګه انکار کړی.

ګریس ګیل،پولارډ،جسن هولډر،کارلوس بریت وایټ او نورو هغه لوبغاړي چې د ویسټ انډیز لپاره یې مهم لوبې ګټلې، د امنیتي دلایلو له کبله یې پاکستان ته له تګ ډه ډه وکړه او هغه هېواد یې لا تر اوسه د کرکټ لپاره نا امن وباله.

د رپوټونو له مخې؛ سره له دې چې پاکستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز هر لوبغاړی ۲۵۰۰۰ ډالره ورکولو پرېکړه کړې خو بیا هم ډیری لوبغاړو دغه هېواد ته تګ د خپل ځان لپاره له خطره ډګ بللی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 263 تاريخ : دوشنبه 13 فروردين 1397 ساعت: 12:32