د ژاولو ژولو ګټې او زیانونه؛ چیرته جوړیږي او کوم هیواد یې ډیر مصرفوي؟

ساخت وبلاگ

راټولونکی: حشمت الله رحمتي

ژاولې ژول ډیرې ګټې لري، خو ولې هغه کسان چې په ګټو یې هم ښه پوهیږي بیا یې هم نه استعمالوي؟
لنډ ځواب یې دادی چې د ژاولو ژول په اتفاقي توګه د روغتیايي متخصصینو لخوا ښه عمل په ګوته شوی، خو د کیفیت په رابطه یې کوم اعتبار شتون نلري، دلیل یې دا دی چې اوس په نړۍ کې د تر ټولو زیات مصرفي اجناسو په لست کې ژاولې هم یو ځانګړی ځای لري، او د هر شي تقاضا چې لوړه شي، نو عرضه یې هم زیاتیږي چې بلاخیره قیمت یې لوړیږي او ډیره ګته هم کوي، نو ځکه یې شرکتونه هم ورځ په ورځ مخ په ډیریدو دي.

د نړۍ په مخ ترکیه یو د هغو هیوادونو څخه دی چې د ژاولې تولیدولو لومړی درجه هیواد ګڼل کیږي، یعنې په ترکیه کې د ژاولې جوړولو ۶۰ شرکتونه شتون لري. د ترکیې وروسته امریکا متحد ایالت د ژاولې تولیدولو دوهمه درجه هیواد ګڼل کیږي. دغه شرکتونه د نړۍ پرمخ په ۵۶۰ میلونو کسانو باندې ژاولې پلوري، چې تر ټولو زیات مصرفي هیواد د ځمکې پرمخ ایران دی.

اوس راځئ چې د ژاولو جوړولو په خامو مواد ځان پوه کړو، یعنې دا چې ژاولې د څه شي څخه جوړیږي؟
د ژاولو د جوړولو تر ټولو اهمه سرچینه طبیعي کنډونه، جامد پارامین او یا هم د شاتو موم دي چې د ژولو پر وخت ژر نه حلیږي.

دویمه سرچینه یې شات او رکستروز دي، چې ژاولو ته ځانګړی خوږوالی او حجم ورکوي. دوه سلنه ګلیسیرین، لسیتین، اوبلن سوریتول او د مالیتول شیره د ژاولو د نرموالي لامل ګرځي. لس سلنه یې طبیعي عسارې دي چې ژاولې لمدوي او تازه ساتي، څلور سلنه طعم ورکونکي نعناع، دارچین، کاالیپوس، شیرین بیان او داسې نورې میوې دي. پنځه سلنه يې هغه مواد چې د غاښونو د سپینوالي او د خولې د خوشبوۍ لامل ګرځي شامل دي.


اوس راشئ چې د یو څو ځانګړو ژاولو په انواعو لنډ بحث وکړو:
۱- نیکوتین لرونکي ژاولې
سګرټ داسې یو ناوړه عمل دی چې د ډیرو خلکو بدې راځي او د سرطان په شمول د یو لړ نورو ناروغیو لامل هم ګرځي، نیکوتین لرونکې ژاولې په خپل ترکیب کې نیکوتین لري او د هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي سګرټ څکول پریږدي.

۲- بې قنده ژاولې
دغه دول ژاولې چې د ګلوګوز پرځای پکې د مصنوعي او بې ضرره قندونو څخه استفاده شوې او د ډوډۍ نه وروسته يې خلک ددې لپاره استعمالوي چې د غاښونو د پاکوالي لامل ګرځي.

۳- مخدره توکي لرونکي ژاولې
دغه ډول ژاولې په خپل ترکیب کې مخدره توکی لري چې په استعمال سره یې د خولې، ژبې او اوریو د سرطان لامل ګرځي.

د ژاولو ژول کومې پایلې تر شاه لري؟
لومړی خو دا چې د ورځې په جریان کې د ژاولې ژول مو اشتها لمنځه وړي او د هغو کسانو سره مرسته کوي چې غواړي غذايي رژیم یې تړلی وي. د خولې بد بوي لمنځه وړي. د غاښونو او وریو د پاکوالي لامل ګرځي، خو پام مو وي چې هیڅکله د مسواک، غاښونو د بورس او کریمو ځای نشي نیولی.

د ډوډۍ نه وروسته د لسو دقیقو لپاره د ژاولو ژول په معده کې د پرتو موادو د هضم لامل ګرځي.

د پورته ګټو ترڅنګ ژاولې ژول یو شمیر زیانونه هم لري چې په لاندې ډول یې خلاصه کوو:
د ژاولې ژولو پر مهال مو خوله وازه او بنده کیږي، چې پدې سره معدې ته هوا داخلیږي او د معدې د پړسوب لامل ګرځي.

د ډیر وخت لپاره د ژاولو ژول د غاښونو او خولې د درد لامل ګرځي.

یو څه چې باید په جدې توګه د ژاولې ژولو په بحث کې په ذهن کې وساتل شي، هغه دا دی چې هغه کسان چې د زړه ناروغي لري باید ژاولې ونه ژوي، ځکه چې د ژاولو ژول د ویني فشار د لوړیدو لامل هم ګرځي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 293 تاريخ : دوشنبه 13 فروردين 1397 ساعت: 12:32