د ښه ژوند لپاره څو عجیبې الهام بښونکې جملې

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

هېڅوک په دې نپوهېږي چې څومره وخت به دې نړۍ کې ژوند کوو. هغه څه چې يواځې د ژوند څخه وروسته له تاسو پاتې کېږي؛ ستاسو اعمال، خاطرې او احساسات دي چې نورو ته مو په ميراث پريښي دي.

***
ارایش او ظاهري بڼه هېڅکله بد شخصيت نشي پټولی.

***

هېڅکله دا درې توکي له چا څخه مه قربانوئ:
کورنۍ مو
احساسات مو
عزت مو

***

داسې څه شته چې په پيسو يې هم نشو اخېستلی، لکه: ادب، اخلاق او مينه…

***

ځيني وختونه هغه څه چې تاسو يې غوښتونکي ياست، تاسو ته ځکه نه درکول کېږي چې پلان دی تاسو ته د هغه په پرتله لا ښه څه درکړل شي.

***

مهمه نه ده چې نور خلک ستاسو په اړه څه فکر کوي، بلکې دا مهمه ده چې تاسو خپله د خپل ځان په اړه څه فکر کوئ.

***

نن به تشويش نه کوم، د ستونزو سره به مقابله کوم او هيله لرم چې هرڅه به سم شي.

***

مثب ليدلوری د مقناطيس په څېر دی. که مثبت پاتې شئ، مثبتې پېښې او مثبت کسان به خپله ستاسو خواته راشي.

***

د هرې موسکا نه وروسته د الله تعالی څخه مننه وکړئ.

***

هغه څه چې تاسو يې نشئ بدلولی، تشويش ورته مه کوئ.

***

پلار او مور مو تاسو په ماشومتوب او ځوانۍ کې يواځې پريښي نه ياست، نو تاسو هم هڅه وکړئ چې هغو په زړښت کې يوازې پرېنږدئ.

***

دا زما د ژوند کړنلاره ده:
ما سره ښه چلند وکړه، ترڅو له تا سره لاښه برخورد ولرم.

***

د دې پرځای چې يو څوک مو په شک او ګومان کې واچوي، دا غوره ده چې يوازې واوسئ.

***

د دې لپاره چې خپل اعتماد له لاسه ورکړئ، يوازې يو عادي دروغ بسنه کوي، ترټولو غوره کار چې تاسو يې بايد وکړئ، هغه دا دی چې تل رښتيني واوسئ او رښتيا ووايئ.

***

يوازيتوب تريخ او ستونزمن دی، خو هغه څوک چې تاسو ته احترام نه لري او ستاسو په ارزښت نه پوهېږي؛ پرېښودل يې ستاسو په ګټه دي.

***

٪۹۰ هغه څه چې تاسو يې په اړه تشويش کوئ، نه راپېښېږي.

***

هغه کسانو سره مو اړيکې پياوړې کړئ، چې په رښتيني ډول درسره مينه لري، تاسو ته انګېزه درکوي، هڅوي مو او ستاسو د خوښۍ لامل ګرځي.

***

که چا درسره ښه وکړل، نو ته ورسره لاښه وکړه او دا د غښتلو کسانو يوه ځانګړنه ده.

***

هغه کسان چې ترټولو غوره لارښوونې کوي، معمولا هغه کسان دي، چې په ژوند کې يې ډېرې ستونزې ګاللې دي.

***

که ومو ليدل چې يو څوک په مادي يا معنوي اړخ کې د پرمختګ په حال کې دی، د دې پرځای چې کينه ورسره وکړئ؛ دا به غوره وي چې لا يې وهڅوئ او په مثبت ليد ورته وګورئ.

***

لوړ فکر او لوړ ليد ولرئ، هغه څه چې تاسو يې په اړه منفي فکر کوئ؛ ښايي مثبت وي.

***

مثبت فکر وکړئ، هغه څه چې راپېښېدونکي دي؛ حتما به مثبت وي.
***

که د منفي کسانو پوښتنو ته مو هرڅومره لږ ځوابونه ورکړل، نو هموغومره به ښه ژوند ولرئ.

***

هره ورځ چې راځي، تاسو پورې اړه لري، چې څنګه يې تېره کړئ.

***

او ما په عادي ډول، دا پرېکړه وکړه؛ چې بياځلې خوښ واوسم.

***

څومره چې کولی شئ، سفر وکړئ، د نړۍ لرې او ښکلې سيمې وګورئ؛ دا په ياد ولرئ چې تاسو په دې مکلف نه يه ياست چې په يوه سيمه کې ژوندي واوسئ.

***

يو باهوشه انسان به مو ذهن روښانه کړي، يو ښکلی انسان به مو سترګې روښانه کړي او يو مهربانه انسان به مو زړه روښانه کړي.

***

که د دې وړتيا لرئ، چې يو څوک خوښ کړئ، نو حتما لاس په کار شئ؛ نړۍ داسې کړنو ته اړتيا لري.

***

ښه ملګري تاسو سره مرسته کوي، ترڅو هغه مهم څه مو چې ورک کړي دي؛ پيدا يې کړئ.

***

هېڅکله مه پرېږدئ، چې تېر يادونه مو د نن ورځې خوښي په خپګان واړوي، د نن لپاره ژوند وکړئ او سبا ته هيله من واوسئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 185 تاريخ : چهارشنبه 8 فروردين 1397 ساعت: 23:00