ساختماني شرکتونه: حکومت دې تر لسو ورځو پورې زموږ ۷ميليارډ افغانۍ راکړي

ساخت وبلاگ

کابل(پژواک،۸وری۹۷): دوه سوه ساختماني شرکتونو ټولنې خبر داری ورکړ چې که حکومت تر لس روځو پورې ددوی اووه ميليارډ افغانۍ ور نه کړي، په کابل ښار کې به د تحصن خيمې و دروي او له هېواد څخه به خپلې پانګې وباسي.

د "افغانستان نوين" ساختماني شرکتونو مشر حاجي محمد داود طوطاخيل چې ياد شوي شرکتونه هم د يادې شوې ټولنې غړيتوب لري، نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې دغو شرکتونو له ۱۳۹۳تر ۱۳۹۵ کال پورې په کورنيو چارو وزارت کې ټولې ۳۱۴ساختماني پروژې عملي کړې، خو وزارت تر اوسه ددې پروژو اووه ميليارډ افغانۍ نه دي ورکړې.

د نوموړي په خبره، د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې دغه پيسې نه دي ورکړې چې شرکتونو، يادې شوې تعميراتي او نورې پروژې له تړون سره سمې عملي او کورنيو چارو وزارت ته سپارلې دي.

هغه وويل چې ياد شويو ساختماني شرکتونو په وار وار بېلا بېلو اړونده ادارو او ملي شورا سره اړيکه نيولې، خو دغه ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

نوړوي زياته کړه:" د ملي يووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره، هيله کېده چې دغه حکومت به په ياد شويو ادارو کې د فساد لاسونه لنډ کړي او زموږ د حق غوښتنې غږ به واوري، خو له بده مرغه چې دغه هيلې پر نهيلۍ بدلې شوې او له فساد سره د مبارزې په اړه د حکومت نارې هم د ادعا تر کچې پاتې دي. "

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل:" ظاهرا داسې ښکاري چې د اړونده ادارو په سر کې مشخص کسان ځای لري، نو ځکه هغه فساد او تېروتنې چې خپله دوی کړې دي،د ملي يووالي حکومت لوړ پوړو چارواکو په ځانګړې توګه ولسمشر ته ددغو قضيو د روښانه کولو وړتيا نه لري."

طوطاخيل زياته کړه چې د ساختماني شرکتونو ټولنه په وروستي ځل اعلانوي چې که حکومت دغه ستونزه په راتلونکو لسو ورځو کې دغه ستونزه حل نه کړي، د ملي شورا او کورنيو چارو وزارت مخې ته به د تحصن خيمې ودروي او د کورنيو چارو وزارت دروازه به بنده کړي.

نوموړي دغه راز وويل چې که حکومت ددوی ستونزو ته پاملرنه ونه کړي، شته ساختماني پروژې به بندې کړي او له دې وروسته به په هېواد کې پانګونه نه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي وويل چې په درېيو وروستيو کلونو کې يې دغه ستونزه د ولسمشر او اجراييه رييس په شان لوړ پوړو له حکومتي چارواکو سره شريکه کړې، خو تر اوسه هماغه شان پاتې ده.

هغه زياته کړه چې د سوداګرۍ او صنايعو خونه، ددغو شرکتونو له حق څخه دفاع کوي او ددوی له راتلونکو مدني حرکتونو څخه به ننګه وکړي.

هغه هم ټينګار وکړ چې حکومت له خصوصي سکتور او پانګوالو څخه د ملاتړ په برخه کې خپلو کړو ژمنو ته په پام سره بايد په راتلونکو لسو ورځو کې ددغو شرکتونو ستونزه حل کړي.

نوموړي زياته کړه چې دداډول ستونزو دوام به د پانګوالو او سوداګرو د نهيلۍ لامل شي.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کورنيو چارونوي وزير ددغو شرکتونو د ستونزو د څېړنې او حل لپاره يو پلاوی ټاکلی دی.

نوموړي د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د کورنيو چارو وزارت ته دغه ستونزه له تېرو کلونو څخه په ميراث پاتې ده او د ساختماني شرکتونو ډېرې پيسې ورباندې دي.

رحيمي وويل، څو چې ددې پلاوي څېړنې بشپړې کېږي، دکورنيو چارو او ماليې وزارت په ګډه پردې موضوع کار کوي، څو ددغو شرکتونو پيسې ورکړی شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 178 تاريخ : چهارشنبه 8 فروردين 1397 ساعت: 23:00