ممپلي مو د سرطان په شمول له څو خطرناکو ناروغیو ژغوري

ساخت وبلاگ

ژباړه: مریم محمدي

هرڅوک ممپل پیژني. ممپلي د جنوبي امريکا پورې تړلې مېوه ده چې د لومړي ځل لپاره د برازيل خلکو وموندل او هلته یې د دې بوټي کرکیله پیل کړل، چې بيا وروسته د نړۍ نورو سيمو ته لاره موندلې ده. ځینې خلک ممپلي ته ځمکني هم وایي. اکثره خلک داسې فکر کوي چې ممپلي به روغتيا ته تاوان ورسوي، خو نن ورځ موږ غواړو چې د ځینو ګټو په اړه درته خبرې وکړو:

۱- د دماغ لپاره ګټور دی
په ممپلي کې موجود ويټامين بي ۳ (Vitamin B3) له نورو ډېرو روغتيايي ګټو سربېره د اعصابو فعاليت پياوړي کوي او انسان د حافظې وړتيا زياتوي.

۲- کولیسټرول او د وینې فشار تنظیموي
سربيره پر دې چې زياته کالوري او غوړ لري خو بيا هم څېړنو ثابته کړې چې ممپلي او د ممپلي کوچ د وينې کوليسټرول له وزن زياتولو پرته ټيټوي.

۳- د سرطان مخنیوي کوي
څیړنو ثابته کړې چې ممپلی د سرطان ضد دی.

۴- د شکر ضد دی
د شکرې ناروغۍ لرونکي کسان هم کولی شي له ممپلي نه اسفتاده وکړي، ځکه دا د شکر ضد ځانګړنې لري.

۵- وزن کم وي
ممپلي د اضافي وزن په کمولو کې ډېره زياته مرسته کوي.

۶- د کمزورۍ او کم خونۍ مخنیوی کوي
دغه خواړه له انرژي څخه ډک دي کمزوره او کم خونه خلکو ته په کار ممپلي وخوړي.

۷- هډوکو او غاښونو ته وده ورکوي
هغه لویان او ماشومان چې د هډوکو یا د ښاغونو له درد نه شکایت لري ممپلي ورته ګټور کیدای شي.

۸- د زړه د ناروغۍ حمله کموي
په یو شمیر خلکو د زړه حمله راځي، هغوی ته هم د ممپلي خوړل ګټه لري.

۹- د زړښت مخنیوی کوي
هغه کسان چې د زړښت او بوډاتوب نه غواړي، نو ممپلي دې وخوري.

۱۰- د(E) او (B3)ویټامین لرونکي دی
ممپلي د د(E) او (B3)ویټامین منبع ده. نو که دا دوه ویټامینونه غواړئ، بس ممپلي وخورئ.

۱۱- د زړه د ضربان تنظیم وي
د ممپلي خوړل کولی شي د زړه ټوپونه یا ضربان منظمه کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 174 تاريخ : چهارشنبه 8 فروردين 1397 ساعت: 16:45