کابل (پژواک، ٨ ورى ٩٧): په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي چې د لومړي ځل لپاره افغان ځواکونو د هوايي عملياتو پر مهال لايرزي بمونه غورځولي دي.
په کابل کې د ناټو د روزنې د غوڅ ماموريت له خوا د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوايي بريد تېره اوونۍ په فراه ولايت کې د وسله والو طالبانو پر ضد د عملياتو پر مهال ترسره شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې افغان هوايي ځواک د (اى ٢٩) الوتکې له لارې د وسله والو طالبانو پر پټنځاى GBU-58 ډوله لايزري بمونه غورځولي دي.
ناټو ويلي چې افغان ځواکونو دغه کار وروسته له هغه کړی چې په سيمه کې افغان ځواکونه او ملکي وګړي د وسله والو طالبانو تر ګواښ لاندې وو او د دوى د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره يې دغه بريد کړى دى.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، افغان هوايي ځواکونه او منسوبینو دغه ماموریت په خپلواکه توګه ترسره کړ په داسې حال کې چې دوی کابو درې میاشتې مخکې د لایزري بمونو د کارولو په اړه روزنه ترلاسه کړې وه.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې افغان هوایي ځواکونو د تېر کال په پرتله ډېر هوایي ماموریتونه ترسره کوي او په پام کې ده چې د افغان هوایي ځواکونو تشکیل تر ۲۰۲۳ کال پورې درې برابره شي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې ناټو او امريکا په تېرو ١٧ کلونو کې پرمختللي وسلې او بمونه کارولي، خو څه يې نه دي ترلاسه کړي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 222 تاريخ : چهارشنبه 8 فروردين 1397 ساعت: 16:45