افغان لوبډله له بریا او د دریو افغان لوبغاړو ریکارډونو سره یو ځای هیواد ته راستنیږي

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله که څه هم د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام غوراوي سیاليو په پيل کې ښه ونه ځلېدله، نيپال ته يې له ماتې پرته نورې ټولې لوبې يې وبايللې، خو د سوپر سيکس په پړوا کي يې خپلو ټولو سيالانو ته ماتې ورکړې، سره له دې چې تمه نه وه، افغان ملي لوبډله به تر نړيوال جام پورې ځان ورساوه.

باید ووایو چې افغان لوبډلې د نيپال او عربي اماراتو په مرسته نړيوال جام ته د خپل تګ هيلې ژوندۍ وساتلې او د ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام ته د ورتګ سره سره يې د غوراوي سياليو کپ هم وګاټه.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې بريا په ټول هيواد کې د خورا تود هرکلي سره مخ شوه.

ملي لوبډلې په خورا لوړ مرال سره خپلې وروستۍ لوبې ترسره کړې، چې ورسره په دې لوبو کې د ځينو افغان لوبغاړو له لوريو ريکارډونه هم جوړ شول.

محمد نبي لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په يو ورځنيو سياليو کې يې ۱۰۰ ویکټې واخيستې او ۲۰۰۰ منډې يې پوره کړې.

راشد خان د نړيوال کرکټ په تاريخ کې ترټولو کم عمره لوبډلمشر ونومول شو.

مجيب الرحمن په ۱۷ کلنۍ کې په دوه ځلې د لوبې د غوره لوبغاړي د ټاکل کېدو له امله د شاهد افرېدي ريکارډ مات کړ.

د اسټراليا تېز توپ اچوونکي ميچل سټارک هغه ريکارډ چې په ۵۲ لوبو کې يې ۱۰۰ لوبغاړې سوځولې ول، راشد خان يوازې په ۴۴ لوبو کې دغه ريکارډ مات کړ او د ۲۰۱۹ز کال پنځوس اووريز نړيوال جام ته د غوراوې په پايلوبه کې د ويسټ انډېز پر وړاندې د شای هوپ په LBW سره دغه نه ماتېدونکی ريکارډ په خپل نوم کړ.

داچې نن سه شنبه افغان کرکټ ملې لوبډله د غوراوې سياليو د جام سره يوځای هيواد ته راستنېږې کرکټ بورډ يې د ښه راغلاست لپاره د تياريو خبر ورکوي.

تمه ده چې د ګټونکې افغان لوبډلې لپاره به د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته لوړ پوړي چارواکي او ځوانان د تشويق لپاره ورشي او د لوبډلې بريا او راتګ به لا په لوړو او شاندارو مراسمو ولمانځي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 306 تاريخ : چهارشنبه 8 فروردين 1397 ساعت: 8:54