د نړۍ نوموتې خبرې رسنۍ؛ موقعیت، اهداف او شعارونه یې

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د رسنيو او په ځانګړي ډول د نړۍ د نوموتو خبري رسنيو په ارزښت ټول پوهېږي.
رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ ارتباطي پل ګڼل کېږي، تقريبا د واسني عصر د ټولو وګړو ژوند په يو ډول نه يو ډول د رسنيو سره تړلی دی. ډېری خلک د همدې رسنيو په مرسته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نورو خلکو له احوال خبرېږي او خپلې اړيکې ورسره ساتي. په دې مقاله کې مو هڅه کړې ده چې د نړۍ ځينې نوموتې رسنۍ تاسو ته دروپېژنو:

CCN:


سي ان ان CNN (Cable News Network) يوه امريکايي نړيواله رسنۍ ده چې د ټرنر يا ټايم وارنر راډيو ټلويزوني شرکت اړوند ده او په نيويارک ښار کې موقيعت لري. نوموړې رسنۍ په کال ۱۹۸۰ زيږديز کې د جون مياشتې په لومړۍ نېټه خپل فعاليت پيل کړ. سي ان ان په کال ۱۹۸۵ کې په اروپا کې لومړنۍ رسنۍ شوه چې ۲۴ ساعته خپرونې يې پيل کړې. همدارنګه په کال ۱۹۸۲ کې د سي ان ان شبکې د لومړي ځل لپاره يې يوه خبري شبکه د (Headline News) په نامه رامنځ ته کړه چې د امريکه داخلي او د نړۍ مهم خبرونه يې د نيم ساعته خپرونو په ترڅ کې خپرول. “The Worldwide Leader in News” (د خبرونو نړيوال رهبر يا مشر) د دې نړيوالې رسنۍ شعار دی. (Fareed Zakaria GPS) د سي ان ان پېژندل شوې او نوموتې خپرونه ده چې هره يکشنبه شپه د دې ټلويزونه په پردې خپرېږي.

BBC:


د بي بي سي نړيواله شبکه (British Broadcasting Corporation) د بريتانيا د خپراوي اتحاديه يا بنسټ دی. بي بي سي د نړۍ يو پخوانی او لوی خبري شرکت دی چې په خبري برخو کې فعاليت کوي. د دې رسنۍ د فعاليت اصلي موخه د خپرونو او د خبري سرويسونو توليدول دي. د بي بي سي بنسټ د ۱۹۲۲ کال د اکتوبر په اتلسمه کېښودل شو. په کال ۱۹۷۲ کې بي بي سي د ( د بريتانيا د خپراوي شرکت ) په عنوان، د بريتانيا سلطنتي دولت څخه په رسمي جواز اخېستلو سره په يو دولتي شرکت واوښت. د بي بي سي نړیوالې رسنۍ کلنی عايد ۴ ميليارده او ۳۰۰ ميليونه پونده ښوول شوی دی. دا نړيواله رسنی د بريتانيا حکومت لخوا سپانسر کېږي چې ( هر ملت بايد د سولې او ورورګلوۍ په فضا کې د بل ملت سره خبرې وکړي )؛ د دې رسنۍ شعار دی.

France24:


فرانسس۲۴ د يوې فرانسوي رسنۍ نوم دی چې په درې ژبو: فرانسوي، انګليسي او عربي خبرونه خپروي. د دې شبکې د رامنځ ته کولو موخه دا ده چې، فرانسه هم هغه څه غواړي چې؛ د امريکا ( سي ان ان )، د بریتانيا ( بي بي سي ) او د عربو ( الجزيره ) يې د کلونو راهيسي په لټه کې دي. د دې شبکې د رامنځ ته کولو فکر هغه وخت رامنځ ته شو چې کله امريکا په عراق بريد وکړ، فرانسې داسې احساس کاوه چې ګواکې د دې لپاره چې فرانسه د جګړې سره مخالفت لري، نو نظريات او غږ به يې په نړۍ کې وانه ورېدل شي. د فرانسې حکومت هوډ لري چې دې شبکې کې د ژبو په زياتولو سره د نورو پرمختللو رسنيو سره سيالي وکړي. دمګړی دغه رسنۍ په ۲۴ ساعته ډول په فرانسوي او انګليسي او په ۱۰ ساعته ډول په عربي ژبه خپرونې لري.

Fox news:


فاکس نيوز يوه امريکايي خبري شبکه ده چې د ۱۹۹۶ کال د اکتبر په اومه نېټه، په دې شعار سره رامنځ ته شوه: (مونږ راپور برابرو، تاسو يې انتخاب کړئ). د فاکس شبکه د (Fox Entertainment Group) يوه برخه ده او د ( ربرټ مرډاک ) پورې اړوند ده چې لويه نړيواله رسنۍ ده. د ډېری کارپوهانو په اند، د فاکس خبري رسنۍ موخه، د امريکې متحده ايالتونو د محافظه کارانو د افکارو خپرول دي.

Euronews:


يورونيوز د يوې اروپايي ۲۴ ساعته شبکې نوم دی چې د اروپايي ټولنې اړوند ده او د اروپايي ټولنې د اړيکو د کميسون تر نظر لاندې فعالت کوي.
دې شبکه د ۱۹۹۳ کال د اکتوبر مياشتې په لومړۍ نېټه خپل فعاليت پيل کړ او د وروستيو څېړنو په اساس نوموړې شبکه د نړۍ په ۱۲۱ هېوادونو کې د ۲۰۰ ميلونه کورونو په پوښښ سره، د اروپا تر ټولو ډېره ليدونکې لرونکې رسنۍ ده.
يورونيوز همدارنګه د ۱۶۷ ميلونو اروپايي کورونو په پوښښ سره، په اروپا کې تر ټولو ډېره ليدونکې لرونکې رسنۍ ده. د دې رسنۍ ځانګړنه دا ده چې ټولې خپرونې يې انځوريزې دي او ليدونکي د خپرونو د چلوونکو څېرې نه ګوري. يورونيوز په لسو ژبو: انګليسي، جرمني، فرانسوي، ايټاليوي، هسپانيوي، پرتګالي، روسي، استانبولي ترکي، عربي او فارسي ژبو خپرونې لري.

Deutsche Welle:


دوېچله ( د المان غږ ) يوه الماني نړیواله شبکه ده چې د راډيويي، ټلويزوني او انټرنېټې خپرونو په درلودو سره فعاليت کوي. دا رسنۍ پرته له الماني ژبې څخه د نړۍ په ۳۰ نورو ژبو هم خپرونې لري. د دوېچلې رسمي نشرات په کال ۱۹۵۳ کې پيل شوه. د دوېچلې دفتر ودانۍ تر ۲۰۰۳ کاله پورې په کلن ښار کې وه، چې وروسته د بن ښار ته ولېږدول شوه.
دوېچله په افغانستان کې د دري ژبې په شمول په پښتو ژبه هم خپرونې لري.

الجزیره:


الجزيره عربی شبکه ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې موقيعت لري.
الجزيرې شبکې د ۲۰۰۶ کال راهیسې په انګليسي ژبه نشرات پيل کړل.
الجزيره د انګليسي ژبې کانال، ورزشي کانال چې په عربي ژبه خپرونې لري، د الجزيرې ژونديو نشراتو کانال چې مختلفې غونډې په خپل وخت کې پرته له کوم سانسور څخه خپروي؛ لري او همدارنګه د ماشومانو لپاره يو ځانګړی کانال هم لري.
الجزيرې د قطر د امير ( شيخ حمد بن ثامر آل ثاني ) څخه د ۱۵۰ ميلونه امريکايي ډالرو بوديجې په اخېستلو سره په فعاليت پيل وکړ.
د قطر د امير موخه دا وه چې نوموړې رسنۍ د سوداګريزو خبرتياوې په مرسته تر ۲۰۰۱ کاله پورې خودکفا شي، خو الجزيره ونه توانېده چې تر نوموړې نېټې په خپلو پښو ودرېږي، نو هماغه وه چې په ۲۰۰۴ کال کې امير پرېکړه وکړه چې الجزيرې ته په هرکال کې د ۳۰ ميلونه امريکايي ډالرو په ورکولو سره موافقت وکړي.
الجزيره هڅه کوي چې د عربي هېوادونو مهمې پېښې نورې نړۍ ته ورسوي.

العربیه:


العربيه د عربي ژبې يوه عربي خبري شبکه ده چې د ۲۰۰۳ کال د مارچ په درېيمه يې په دبۍ کې کار پيل کړ. د العربيې اصلي مالکين لبنان، سعودي، کويټ او د خليج فارس ګاونډي هېوادونه دي، چې د العربيې د جوړولو په موخه يې ۳۰۰ ميلونه ډالره پانګه اچوونه وکړه. د ۲۰۰۳ کال د جون په ۲۶ مه نېټه د امريکې متحده ايالاتونو ولسمشر باراک اوباما، خپله لومړنۍ رسمي مصاحبه يې د العربيې سره وکړه او اسلامي نړۍ ته يې د ځانګړي پيغام په ترڅ کې داسې وويل: ( امريکايان ستاسو دښمنان نه دي).

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 213 تاريخ : چهارشنبه 8 فروردين 1397 ساعت: 8:54