که د وزن کمول او د پوستکي ښکلا غواړئ، نو دا لارې وازمايئ

ساخت وبلاگ

راټولونه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي

د وزن کمولو لپاره ډیري وخت مونږ او تاسې داسې خواړه خورو چې مزه یې بده یا ډیره کمه وي، خو په سهار کې د میوې خوړل هم مزه لري او هم مو وزن کموي.

مونږ ډیری وخت هڅه کوو چې خپل غذايي ریژیم کې کموالی راولو، داسې خواړه خورو چې کمه انرژي ولري او یا هم دوامداره تمرین کوو، مګر په دې لنډه لیکنه کې مونږ درته داسې څه روښانه کوو چې هم یې خوړل مزه کوي او هم مو وزن کموي.

د صحت متخصصین وايي که چیرې غواړئ تر نورو مناسب او ښکلی اندام ولرئ، نو په سهار کې میوه وخورئ او تر غرمې پورې بل څه مه خورئ. ددغه رژیم لپاره تر ټولو غوره او بهتر د الوبالو کورنۍ، ناک او نورې تازه میوې دي.

هر کله چې په سهار ناري کې د خوړو پرځای له لیمو سره یو ځای میوه وخورو نو ډیر ژر به وګورئ چې د خیټې او څنګونو اضافي وازګي یا شحمیات مو ډير ویلي شي. دا کار نه یواځې دا چې اضافي وازګې مو لمنځه وړي، بلکې ددې ترڅنګ اندام مو هم ښکلی او قوي کوي او د ورزش کولو لیوالتیا هم درکوي.

په سهار کې د لیمو او نورو میوو خوړل هغه ویټامینونه او فلزات لري چې په بدن کې د سلولونو د جوړولو دنده په غاړه لري.

مګر یو څه ته مو باید پام وي چې د لیمو په خوړو کې اعتدال هم وکړئ، ځکه چې په زیاته اندازه د لیمو استعمال د انسان د بدن جنسي قوت کمزوری کوي.

نو هر سهار په یو ګیلاس اوبو کې دوه یا درې لیمو وزبیښئ او بیا یې وڅښئ. تر څنګ یې د پوستکي د ښکلا لپاره کوښښ وکړئ چې لیمو د پوستکي سره وخورئ یا يې که په اوبو کې اچوئ نو پوستکی مو بیا په مخ ومخئ، تر څو په مخ پيدا شوۍ دانې هم لمنځه یوسئ او مخ مو د ګونځو څخه هم وژغورئ.

اوس خبره دا ده چې دا اضافي وازګې له کومه ځای پیدا کیږي؟

هر کله چې مونږ ډيره خوږه (شیریني) استعمال کړو یا هم ډیره غوښه وخورو، نو دغه خواړه زمونږ په بدن کې د اضافي غوښې او وازګې د رامنځ ته کیدو باعث ګرځي، مګر تازه میوه نه په ډيره اندازه خوږه لري او نه هم غوړ، نو ځکه د اضافي غوښې او وازګې د لمنځه وړلو سبب ګرځي.

میوې د انسان بدن غښتلی کوي، بدن تسمه کوي او د رنګا رنګ ناروغیو په مقابل کې یې وقایه کوي. د وزن د کمولو لپاره ډیر خلک درمل کاروي، خو د درملو کارول جانبي ستونزې پيدا کوي. نو راځئ چې د درملو پیسې په میوو ورکړو.

د صحت متخصصین وايي؛ هر څوک چې روزمره میوه خوري، نو ډاکټر ته د تګ امکان یې هم کم وي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 180 تاريخ : چهارشنبه 8 فروردين 1397 ساعت: 8:54