د نړیوال کرکټ مسلکي او پياوړي لوبغاړي کیوین پیټرسن ریکارډونه

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

کېوين پيټرسن هغه جادوګر کرکټر دی چې د نوم په اورېدو سره يې په د هر چا په دماغ او فکر کې د مسلکي او پياوړي کرکټر انداز ګرځي او راګرځي.

پيټرسن په ونه ډېر جګ دی، حرکت يې ځانګړی دی، کرکټ يې معياري او مسلکي دی.

په کرکټ کې دده ځانګړی انداز او ښه لوبه کول د هر چا خوښيږي او په نړيواله سطحه ډېر مينوال لري.

پيټرسن د خپل ژوند ډېره برخه په کرکټ کې تېره کړله، هغه د دريو لسيزو راپدې خوا کرکټ کوي او د انګليستان د ملي لوبډلې سره يې لوبېدل او خدمت د انګرېزانو نه هېريږي.

په سويلي افريقا کې دغه زېږېدلی لوبغاړی په ۲۰۰۰ز کال کې انګليستان ته ولاړ او د خپل لياقت او وړتيا له امله يوازې ۴ کلونه وروسته د انګلستان په ملي لوبډلې کې د لوبېدلو مستحق شو.

د انګلستان لپاره کېوين يو بهترين لوبغاړی وو، دغه ښې لاسی توپوهونکی او د کرکټ د ټولو لوبو ماسټر د ښې کارګردګۍ وروسته د ۲۰۱۴ز کال په پيل کې د خپلې لوبډلې څخه پاتې شو، او نورو نړيوالو ۲۰ اووريزو لېګونو ته يې مخه کړه، چې د تېرو پنځو کلونو راپدې خوا د همدې لېګونو سره ولوبېد.

دلته مو د کېوين پيټرسن د ريکارډونو او لوبو په اړه څه ناڅه مالومات چمتوکړي دي، که ډېر مالومات یې په اړه نه لرئ، دا لیکنه خامخا ولولئ:

۱ـ پرلپسې سليزې
کيوين پيټرسن یو له هغو پنځو لوبغاړو څخه دی چي په پرلپسې لوبو کې يې سليزي ترسره کړي دي.
ده په ۲۰۱۵ز کال کې په رام سلم لېګ کې، دلپين لوبډلې لپاره په يوه لوبه کې ۱۱۵ناسوځېدلې منډې او په بله لوبه کې ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

[embedded content]

۲ـ تېزې منډې
پيټرسن په يو ورځنيو ۲۱ لوبو کې ۱۰۰۰ منډې پوره کړي او ځان يې د تېزو منډو جوړونکو په نوملړ کي شامل کړی.
دی دانګلينډ لپاره دويم هغه لوبغاړی شو چې ډېر ژر يې په يو ورځنيو لوبو کې ۱۰۰۰ منډي پوره کړې.

۳ـ په ټيسټ کې سليزې
پيټرسن د انګلينډ په تاريخ کې دويم هغه لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبو کې يې ۲۳ سليزې ترسره کړيدي، خو السټر کوک ۳۲ سليزې وهلي دي.
ده په خپل نړيوال مسلکي کرکټ کې ۳۲ سليزې وهلې دي، او تر السټر کوک وروسته چې ۳۷سليزې يې ترسره کړي، د انګلينډ لپاره دويم لوبغاړی دی چې ډېرې سليزې لري.

[embedded content]

۴ـ په شل اووريزو لوبو کې تېزي منډې
کيوين پيټرسن په ۳۲ لوبو کې۱۰۰۰منډې پوره کړيدي، چې د انګلستان لپاره تر اوسه پورې داسې ژر بل کوم لوبغاړي ۱۰۰۰منډي ندي ترسره کړي، خو په ټول نړيوال کرکټ کي د شل اووريز په برخه کې په دريم مقام کې دده ۱۰۰۰منډي قرار لرې.

۵ـ ترټولو ډېرې شپږيزې
پيټرسن په ټيسټ کرکټ کې ۸۱ شپږيزي ترسره کړي چې تر اوسه کوم بل انګلينډي لوبغاړي نه دې ترسره کړي.
ده په نړيوال کرکټ کې دانګلينډ لپاره ۱۸۹ شپږيزي وهلې، يوازې مورګان په ۲۲۰شپږيزو تر ده مخکې دی.

۶ـ په يوه لړۍ کي ۴۵۴ منډې
پيټرسن دانګليستان لپاره د ۷ لوبو په لړۍ کي دسويلې افريقا په وړاندي به ۲۰۰۵ز کال کې ۴۵۴ منډي ترسره کړلې، د انګليستان لوبډلي لپاره په يوه سېريز تر اوس کوم بل لوبغاړي دومره منډې ندي کړې.
پيټرسن په هماغه سېريز کي درې سليزې ترسره کړلې چي تر اوسه کوم بل انګلينډي لوبغاړی ددې ريکارډ په ماتولو ندی توانېدلی.

۷ـ په T20 سريز کې ۲۴۸ منډې
په ۲۰۱۰ز کال کي پيټرسن په نړيوالو شل اووريزو لوبو کې ۲۴۸ منډې ترسره کړلې چي ترهغه مهاله بل هيڅ انګلينډي لوبغاړي نه وې ترسره کړې.
جوی روټ په ۲۰۱۶ز کال نړیوالو شل اووريزو لوبو کې ۲۴۹ منډې ترسره کړلې.

د پیټرسن هلیکپټر شاټ؛

[embedded content]

۸ـ ۱۱۷۶ منډې
پيټرسن دانګلينډ لومړنی لوبغاړی وو چي په شل اووريزو لوبو کې يې ۱۰۰۰ منډې پوره کړې.
او اوس هم يوله هغو څلورو لوبغاړو څخه دی چې د انګلستان لپاره يې په ۲۰ اووريزو لوبو کې تر ۱۰۰۰ ډېرې منډې ترسره کړې دې.

۹ـ په شل اووريزو لوبو کې ۵۶۹۵ منډې
کيوين پیټرسن په شل اووريزو لوبو کې په مجموعي ډول ۵۶۹۵ منډې کړې، چې د انګلستان لپاره دريم ترټولو د ډېرو منډو جوړوونکی لوبغاړی دی.

۱۰ـ په نړيوال کرکټ کې د پيټرسن ټولې منډې
پيټرسن په خپل ټول نړيوال کرکټ کې د انګليستان لپاره ۱۳۷۷۹ منډې ترسره کړې دې، د السټر کوک د ۱۵۲۷۰ منډو وروسته دويم لوبغاړی دی چې دانګلينډ لپاره يې ډېري منډې جوړې کړې دي.
پيټرسن د انګلستان لپاره پنځم هغه لوبغاړی دی چې په ټيسټ کرکټ کې يې ترټولو ډېرې ۸۱۸۱ منډې ترسره کړي او په یو ورځنيو لوبو کې د ۴۴۲۲ منډو په ترسره کولو په شپږم مقام کې ځای لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 451 تاريخ : پنجشنبه 2 فروردين 1397 ساعت: 17:59