ډنډه کي ته ولې ډنډکی وايي او خوستوال یې په کوم وخت کې پخوي؟

ساخت وبلاگ

لیکنه: مریم محمدي

مۍ وريژې د خوست ځانګړي کلتوري خواړه دي، خوستوال د خوشالۍ په مناسبتونو ورځو، اخترونو او نوی کال کې مۍ وریژې پخوي او بیا یې په خاص ډول په خانک کې تیاروي، چې په منځ کې یې سوچه کورني غوړي، له مستو، قورتو او ښوروا سره د خانک منیځ کې جوړه حوضۍ یا ډنډکي کې اچول وي.

د خوست ولایت اوسیدونکي اجمل تڼی وایي؛

«دا خواړه په خاصو ورځو کې تیاروو، ځکه دا زموږ د خلکو رواج دی هر کله چې اختر وي په هر کور کې ښځې همدا خوړه پخوي کله چې نارینه له لمانځه نه وروسته د خپل خپلوانو کورونو ته ځي نو مۍ وریجې په درستر خوان ورته تیارې وي، له دې نه هدف دا دی، چې خوستوال خپل دغه کلتوري خواړه دوامدار وساتي او د نورو سیمو خلک یې هم وپيژني.»

دا چې افغانان میلمه پاله خلک دي نو ډیر کله د دې لپاره چې ښه میلمه پالنه شوې وي، خوستوال بیا ورته ډنډکی چې ځايي خلک يې مۍ وریژې هم بولي، د ښو خوړو په صفت پخوي .

میرویس چې د خوست ولایت دی اوس په کابل کې ژوند کوي دا وايي؛

«زما په خپله دا مۍ وریژې ډیرې خښيږي، زه په اونۍ کې یو ځل خپل د کور میرمنو ته وایم چې ډنډکی پوخ کړي، د دې خوړو خوند هم ښه دی، زما اکثره ملګري د کندهار، هلمند، ننګرهار، کابل او د هیواد مختلفو ولایتونه دي خو چې کله یې زموږ کور ته راځي، نو له وړاندې راته زنګ وهي او وايي چې موږ درځو ډنډکی پخو کړئ موږ هم په په ډیرې خوښۍ سره ورته تیاروو.»

ډنډکی د خوست له مروجو خوراکونو څخه دی چې معمولآ له وریجو او میو څخه ګډ پخیږي. ډنډکي ته ډنډکی ځکه وایي چې کله وریجې په یوه لوی لوښي کې واچول شي نو د لوښي په منځ کې یو ډنډ جوړیږي تر څو هلته ښوروا یا کورت غوړي واچول شي.

لیکوال سعدالله فطرت د ډنډه کي دا انځور پر فیسبوک خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې موږ به یې په خوراک ښې خولې تویې کړو؛

 د ډنډکي پخول ځانګړی مهارت لري. د ډنډکې د پخولو په اړه خوست مېشتې زرمینه ځاځۍ داسې وايي:

د دې پخول موږ لپاره ځکه اسانه دي چې موږ یې هره خوښۍ کې پخوو کله چې وغواړئ ډنډکی پوخ کړئ نو ۲ برخې وریجې یوه برخه مۍ ورته تیارې کړئ او اوبه ښه جوش شي بیا ورته مۍ ورته اچوو، خو اوبه باید ډیر وي مۍ چې نرمې شوې، بیا وریژې ورته اچوو، بیا ورته په خپله اندازه مالګه اچوو، دا باید ووایم چې مۍ او وریجې ورته ښه پاکې ومینځئ. ښوروا هم ورته پخوو د نورو ښوروا وو په څیر، هغه کوم فرق نه لري، ډنډکی په یو خانک کې تیاروو، د وریجو په مینځ کې د ښوروا یا قورتو لپاره د ډنډ په ښکل ځای جوړوو بیا ښوروا ورته اچوو ټول سره یو ځای یې خورو.»

هره سېمه د ځانګړو دودونو تر څنګ ځانګړي دودیز خواړه لري چې دا خواړه بیا د هغې سیمې په نوم یادیږي، چې ډنډکی د خوست ولایت اړوند سیمو کې دودیز خواړه دي.

د پکتیان په نامه یوه ګروپ کې وحیدالله وحیدي د ډنډه کي د خوراک دا ویډیو خبره کړئ او روسره یې لیکلي « د اختر ورځې ډنډه کی»

د دغو خاصو خوړو (مۍ وریجو) په اړه خبرې ډیرې دي، خو که غواړئ له نږدې یې ووينئ او خوند ترې واخلئ، ښکلي خوست ته راتګ مه هیروی!!

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 363 تاريخ : پنجشنبه 2 فروردين 1397 ساعت: 17:59