فیسبوک او افغان نجونې

ساخت وبلاگ

لیکنه: مریم محمدي

فیسبوک یوه خواله رسنۍ ده. کاروونکي یې له ټویټر او نورو خواله رسنیو زیات دي.

پر فیسبوک تاسو کولای شئ د یو پروفایل په شکل ځانته اکاونټ (حساب) خلاص کړئ او یا هم یوه ځانګړې پاڼه جوړه کړئ. دا پاڼه کیدای شي چې د یوه کس او یا هم د یوې ادارې او ټولنې هم وي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره خواله رسنۍ زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځي، فیسبوک ډیری خلک د خبرونو او ګټورو معلوماتو ترلاسه کولو او نورو سره د شریکولو په موخه کاروي.

فیسبوک یوه نړیواله ټولنیزه اړیک پاڼه ده چې ملګري، دوستان، خپلوان، همکاران، ټولګيوال (درسي، ګوندي، مذهبي) او نور سره د استوګنیز واټن پرته نښلوي.

د دې ټولنیزې رسنۍ د ډیرو ښېګڼو سره سره يوه دا هم ده چې زموږ په ټولنه کې د یو شمیر داسې خلکو لاس ته د تلفون یا انترنت ورغلی چې په ښه استفاده یې نه پوهیږي چې د دې ستونزو له ډلې یوه هم د نجونو په نوم د فیسبوک ایډي جوړول او نور دي چې ګڼ شمیر نجونې یې له ستونزو سره مخ کړي:

۱- د مشهورو نجونو په نوم ايډیانې جوړول
د پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې بریښنا امیل یوه له هغو ده چې په نوم یې لسګونه فیسبوک پاڼې شته. نوموړې وايي؛

«کله ناکله زه غلطه شم چې زما ایډي کوم یوه ده دا ځکه زموږ په ټولنه کې داسی خلک هم دي چې هغه څه چې زه یی پوست کوم نو د څو ثانیو په ترڅ کې زما په نوم په بله ایډي کې پوست شوي وي، ډیر ځلي داسی هم راسره شوي چې زما په نوم فیسبوک پاڼه کې داسې خبرې پوست شوي وي چې زه یې حتا فکر هم نشم کولای، تاسو به لیدلی وي چې بريښنا مړه شوه، بريښنا واده وکړ، دا هغه… نو دا زه یوه لویه ستونزه ځکه ګڼم چې زما شخصیت ته تاوان رسوي.»

په فيسوک کي نن سبا داسې ايډياني ډيرې زياتې دي چې د يو بل چا په نامه يې جوړوي اويا داسې ايډيانې چې ديو چا بې عزتي په کې کوي او يا بداخلاقه تصويرونه او يا هم معلومات په کي نشروي.

۲- د نورو د فیسبوکي اکاونټونو د غلا کولو او ورڅخه د ناوړه شیانو خپرول
هیله ارمان چې په رسنیو کې یې کار کړی، یر خلک یې پیژني. هغه وایي؛

«یوه ورځ مې د دفتر په کمپیوتر کې خپله فیسبوک پاڼه رانه خلاصه پاتې وه، نو هغه ماسره په کور کې فیسبوک او انترنت نه وو، د شپې ۹ بجې وې چې زما یوې ملګرې راته زنګ وواهه، وې ویل، هۍ هیلې داسې خبرې دې ولې پر فیسبوک لیکلي؟ دا خو ډیره بده درته! ما ورته وویل دا ته څه وایي؟ هغه ویل همدا اوس مې ستا فیبسوک ولید، نو ځکه مې درته زنګ وواهه، د فاطمې په څیر هغو ملګرو سره چې زما نمبر وو، ټولو زنګونه راسر کړل، چا راته وویل چې ولې داسې خراب چټ کوې؟ چا څه او چا څه څه ویل! خو ما ورته وویل چې زه نه یمه، اوس انترنت هم نه لرم چې بنده یې کړم، په هر صورت هغه شپه ډیره سخته تیره شوه، تر څو چې سبا دفتر ته لاړم او هر څه مې پاک کړ او د خپلو ملګرو مې بخښنه وغوښته چې دا کار زما نه دی.»

۳- د ننګونو له امله د انجونو له لورې د هلکانو په نوم ادرسونه جوړول
د فیسبوک زیات کارونې لامل له دوستانو او ملګرو سره د اړیکې ساتل دي. ځينې کاروونکي بیا په ورځني ډول له اندازې زیات فیسبوک کاروي او له ملګرو سره له اړیکه ټینګولو سربیره خپل ژوند او وړتیا له خپلو نورو ملګرو سره مقایسه کوي.

سپوږمۍ د ټولنیزو رسنیو کارنه ده، وایي:

«فیسبوک مې د هلک په نوم جوړ کړی چې څوک راته مزاحمت ونه کړي، خو دې لپاره یې کارووم چې د دوستاونو احوال نه خبره شمه او مسج ورسره وشم کړی.»

مینه بیا وایي؛ فیسبوک دې لپاره ښه دی چې ښکلي انځورونه وګورو، همدا رنګه ښې لیکنې او نظرونه ولوستلی شو.

مریم چې تازه د فبسبوک پانه جوړه کړې وايي:

«په تګاب کې مې ټولې ملګرې وټساپ، وایبر او فیسبوک لري، کله به يې چې له مانه پوښتنه کوله چې ته فیسبوک لرې، نو زه به په دې وشرمیدم چې دوی د کلي نجونې له دې پرمختک نه خبرې دي او کاروی يې، زه چې کابل کې یمه فیسبوک نه لرم، نو اوس مې همدې لپاره جوړ کړ چې له خپلو ملګرو نه کمه نه اوسم او وشم کولای له هغوی سره هر وخت خبرې وکړم، احوال یی واخلم. په ورته وخت کې شپنم او مرسل په دې نظر دي چې فسیوک له درسونو د پاتې کیدو ترڅنګ اقتصادي تاوان هم لري. خو په ضمن کې وايي چې دا هر څه په شخص پورې اړه لري چې څه ډول یې کاروي.»

فیسبوک داسې یو ځای دی چې هر څوک په کې هر څه ویلی شي، خپله د خوښې، د خپلې ژبې، هېواد او خپل طبیعت سره سم ملګري هم پیدا کولی شي.

فيسبوك د انټرنټ له مشهورو ويبپاڼو څخه دی چې دا مهال د يوې سروې له مخې شاوخوا پنځه سوه ملیونه وګړي يې كاروي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 451 تاريخ : پنجشنبه 2 فروردين 1397 ساعت: 17:59