د کرکټ نړیوال جام ته په ورتګ کې د افغانستان او ایرلینډ برخلیک نن په ډاګه کیږي

ساخت وبلاگ

د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ لپاره د کرکټ غوراوي جام سیالیو څخه د لوبډلو غوراوي کې د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو برخلیک نن ټاکل کیږي.

د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن کوربه زیمبابوې لوبډله د متحده عربي امارتو سره په سیالۍ کې مخامخ ده، چې په ګټلو سره به یې زیمبابوې د کرکټ نړیوال جام ته ورسیږي، خو د همدې لوبې په بایللو سره به افغانستان او ایرلینډ ته د روتګ چانس برابر شي.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لوبډلې انتخاب د ډیرو پواینټونو په خپلولو سره کیږي، چې پکې ویسټ انډیزۍ لوبډلې په تیرې سیالۍ کې د ټورنمنټ بهترینه لوبډلې سکاټلینډ ته د باران د اورښت په مرسته په ماتې ورکولو او په دغه لړ کې د تر ټولو ډیرو ۸ پواینټونو خپلولو سره د لمړۍ لوبډلې په توګه تر نړیوال جام پورې ورسیده.

دویمه لوبډله هم نن په ډاګه کیدای شي، خو که کوربه زیمبابوې لوبډله نن د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړي، نو د ۷ پواینټونو په خپلولو سره به د دویمې لوبډلې په توګه د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي.

دواړه افغانستان او ایرلینډ د ۴ ، ۴ پوانیټونو په درلودلو سره لا هم ننۍ سیالۍ ته انتظار کوي، که په نن لوبه کې امارتو زیمبابوې لوبډلې څخه په خپل کور کې بریا خپلوي، نو د دواړو افغانستان او ایرلینډ څخه به ګټونکې لوبډله د ۶ پواینټونو خپلولو سره د کرکټ نړیوال جام ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ لوبډله به سبا په خپلې وروستۍ سیالۍ کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته وځي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 183 تاريخ : پنجشنبه 2 فروردين 1397 ساعت: 17:59