د افغانستان او بنګله دیش خپلو کې درې پنځوس اوریزې لوبې کوي

ساخت وبلاگ

د بنګله دیش ګرګټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چوهدري د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو خبر وکړ.

نوموړي ( د کرک بز ) ویپاڼې ته په خبرو کې ویلي، د پلان له مخې دواړه افغانستان او بنګله دش د کرکټ ملي لوبډلې به په راتلونکې جون میاشت کې درې پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره کړي.

بنګله دیش کرکټ بورډ په داسې مهال د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبدلو ترمنځ د سیالیو خبر ورکوي، چې لا هم افغان کرکټ بورډ په رسمي ډول چپ خوله پاتې دی.

د کرک بز ویپ پاڼې د معلوماتو له مخې، بنګله دیشي اجرایوي ریس ورته په خبرو کې ویلي دي، دا چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په راتلونکې جون میاشت کې په هندوستان کې د خپل کرکټ د تاریخ لمړنۍ ټیسټ سیالي ترسره کوي، نو دوي هم په همدې کوشش کې دي، چې د دغه لوبې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د سیالیو مهالویش په ډاګه کړي.

تر اوسه یوازې د سیالیو د ترسره کیدو خبر ورکړل شوی، خو د کره نیټو په اړه یې څه نه دي ویل شوي او ښایي د جون میاشتې لمړۍ هفته ورته وټاکل شي.

د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ تر دې مهاله ټولې ۵ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره شوې دي، چې پکې ۳ بنګله دیش او دوه افغان لوبډلې ګټلې دي.

د لمړي ځل لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۴ م کال د اسیا جام په سیالیو کې د بنګله دیش خلاف په لمړۍ سیالۍ کې پیل به بریا سره وکړ، چې د کرکټ نړیواله شورا یې هم ځانته متوجع کړه.

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله د ۳ پرلپسې لوبو لړۍ یو ځل په تیر ۲۰۱۶ م کال کې ترسره شوه، چې پکې دوه لوبې بنګله دیش او یوه یې افغان لوبډلې وګټله.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 322 تاريخ : پنجشنبه 2 فروردين 1397 ساعت: 17:59