ستاسو منفي یا مثبت فکر ستاسو د ژوند راتلونکې لوړې ژورې ټاکي

ساخت وبلاگ

ژباړه او راټولنه: پلوشه فضلي

موږ هیمشه د څه ناڅه په اړه فکر کوو، کله ښه فکر او کله بد. پوهان وايي چې د ښه او مثبت فکر په نتیجه کې ستاسو پر ژوند ښې اغیزې پریوزې خو منفي فکرونه او سوچونه ستاسو د ژوند په عملي اړخ هم منفي اغیزې کوي.

یو شمیر ارواپوهان او څیړونکي وايي، سوچ یا فکر د انسان په ژوند تر دې حده اغیزه کوي چی انسان د فکر په تنظیم کولی شي خپل راتلونکې یا قسمت هسې چې غواړي وټاکي.

دلته د راتلونکې جوړوني یا قسمت څخه مطلب دا دي چی د انساني ژوند د هر کار شروع او ختم په سوچ او فکر وي. د یو مثبت سوچ انجام هم مثبت او ګټور وي مګر د منفي سوچ انجام هم منفي او خراب وي.

زموږ فکر او خیالات زموږ په ژوند باندې مستقیمه اغیزه لري او همدا هغه څه چې زموږ راتلونکې جوړوي.

شیکسپير وايي” موږ هغه نه یوو څه چې کوو؛ بلکې موږ هغه یوو چې موږ فکر کوو.“

کله چې د یو کار په اړه فکر کوې چې شونی دی، نو ريښتیا هم شونی دی. خو که داسې فکر کوې چې ګوندې دا کار درته ممکن نه دی، نو که ممکن هم وي، ناممکنه کیږي درته.

مثبت فکر او منفي فکر

د انسان ذهن همیشه فکرونو کی ډوب وي د فکر څخه خیال له خیال څخه نظريه له نظریه څخه مقصد له مقصده اقدام او له اقدامه کامیابي او بریالیتوب تر لاسه کیږي .

د انسان فکر په دوه ډوله ده مثبت فکر او بل منفي فکر.

هغه فکر چې تاسو او ستاسو شاوخوا خلکو ته خوشحالي او ګټه ورسوې یقینا چې مثبت فکر دی. هغه فکر چې تاسو او ستاسو شاوخوا خلکو ته خفګان او تاوان ورسوي نو دا بې له شکه چې منفي فکر دی.

د انسان هر عمل د هغه د سوچ او فکر زیږنده ده . منفي یا مثبتو فکر او خیالاتو له وجې انسان مختلف ډوله اقدامات او حرکات تر سره کوي. مثبت فکر په انسان کښي مثبته رویه روزي او د انسان په صحت ښه اغیزه لري. خو منفي فکرونه ستاسو پر بریالیتوب او روغتیا منفي اغیزې کولی شي.

حقیقت دا دی چي مثبت فکر د انسان شخصیت په ښکلي کولو کښي مهم رول لوبوي.مثبت فکر د کامیابۍ هغه زینه ده چې پرې د کامیابۍ پوړ ته پورته کیدای شو.

موږ باید تل هڅه وکړو چې پر ذهن مو مثبت فکرونه غالب و اوسي. ځکه فکر لکه مقناطیس داسې دی، که مثبت وي، نو ستاسو شا او خوا مثبت نتایج راجذبوي او بد فکر بدې نتیجې ځان ته کشوي.

که چیري موږ د خپل سوچ او فکر د بدلیدو هنر زده کړ نو ګواکي موږ د خپل ژوند د بدلیدو هنر زده کړ. روانشانسي وايي مثبت فکر د کامیابۍ ضمانت کوي او زموږ په شخصیت مثبت اغیزه لري.

سوچونه او فکرونه خو د انسان په ذهن کې په طبعي ډول پیدا کیږي خو ورته ته عملي جامه ور اغوستل د انسان په واک کې دي.

تاسو په تمرین او تمرکز کولی شئ خپل ذهن له منفي خیالبافیو مثبتو فکرونو، هیلمندیو او د راتلونکې په اړه ښو تصوراتو ته واړوئ. دا کار اسانه نه دی، خو نا ممکن هم نه دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 333 تاريخ : سه شنبه 29 اسفند 1396 ساعت: 0:38