د سیاسي ګوندونو ۹ ګټې او ۸ تاوانونه

ساخت وبلاگ

راټولونکی: حشمت الله رحمتي

ننۍ سياسي اوضاع هم د دې تقاضا کوي چې نه بايد څوک تنها او يواځې پاتې شي، ښه به وي که يو څوک ترشا ملاتړي ولري او له يو چا سره خپل فکر شريک کړي. د دې ترڅنګ هغه امورات او کړنې چې په جمعې ډول او د ډيرو فکرونوزېږنده وي حتمآ به څو چنده ترهغو بهترې وي چې په يواځي توب او تنهايي سره ترسره کیږي, ځکه چې مونږ په دې عقيده لرو چې وَأَمْرُهُمْ شُورَي‏ بَيْنَهُمْ (خپل کارونه په مشورې سره وکړئ).

لومړی. دسياسي احزابو ګټې:

١- دعامه نظررامنځ ته کول
ګوند ولس ته د هيواد د مسايلو او وسايلو په هکله خبرو رکوي او هغوى خبروي چې د مسايلو حل څه شى دی او وسايل بايد په کومه طريقه استعمال او په کار واچول شي. هغوى په مختلفو دلايلو سره عامه نظررامنځ ته کوي او د عامه نظر د رامنځ ته کولو لپاره له مختلفو لارو راديو، تلويزيون او اخبار څخه استفاده کوي. د هيواد په مختلفو سيمو کې د جلسو او مظاهرو په ذريعه سياسي احزاب خلک له نويو معلوماتو څخه خبروي او عامه پوهاوی رامنځ ته کیږي.

٢- سياسي روزنه
داسې ویل کیږي چې سیاسي ګوندونه د سیاسونو د جوړولو فابریکه په نظر راځي. سياسي ګوندونه ولس د ملکې مسايلو څخه خبروي او هغوى ته اصلي حقايق بيانوي. دوى په خلکو کې د انتقاد کولو احساس پيدا کوي، هغوى د خپلو فردي او ذاتي حقوقو او وجايبو څخه خبروي، همدارنګه د اساسي حقوقو د ترلاسه کولو لپاره طريقي ورښىې چې په دې ډول د خلکو سياسي روزنه او پالنه کیږي. ګوندونه ملت د حکومتي اموراتو، قانون جوړونې، انتخاباتو باندې د انتقاد کولو او د هغې طريقې ورته روښانه کوي. په دې اساس ملت ته رايه ورکول، دټاکنو او کاميابى د اصولو څخه خبرتيا حاصليږي.

٣- د خلکو حکومت
موجوده او حاضر وخت د خلکو دور دى هر فرد په يوه طريقه نه په يو طرقه د حکومت بازو دى. ګوندونه د خلکو سره د خلکو د حکومت په جوړولو کى مرسته او کومک کوي. خلک د خپلې خوښې نماينده په خپله ټاکي او يو جمهوري حکومت جوړوي، په مرکزي حکومت کې خپله شامليږي، نو په دې ډول په مرکزي سطحه د خلکو حکومت په پښو ودريږي.

٤- مخالف ګوند
د سياسي ګوندونو په وجه معقول او متناسب جز پيدا کوي، د واکمن يا په قدرت حزب پر پاليسيو باندې انتقاد کوي او خلکو لپاره د بهتره او غوره ترقۍ په برخه کې مرسته کوونکی ثابتيږي. او عامه ذهنونه ويښوي، حکومت د غلطو کارونو څخه را ګرځوي او مخنيوى يې کوي. که چیرې حکومت بيا هم سيده او سم نه شو، نو د ملت سره ﻻس ورکوي او د حکومت تخته را پرځوي. په پارلمان کې د صدراعظم پر خلاف د عدم اعتماد رايه ورکوي او په نتيجه کې حکومت رخصتوي.

٥- غوره قيادت
هر ګوند په ټاکنو او انتخاباتو کې تر ډيره حده کوښښ کوي چې يو بهترين شخص نوماند کړي، تر څو وکولى شي په ډيره اندازه رايې تر ﻻسه کړي، په دې ډول ښه او د اهل اشخاص ټاکل کیږي او يو غوره قيادت او رهبري را مينځته کیږي. افرادو ته د خپلو رايو د ښکاره کولو او ظاهرولو موقع او چانس په ﻻس ورځي. کوم خلک چه د بهتره انتخاب او استعداد درلودونکي وي خلک او ګوندونه هغوی د مشر په توګه انتخابوي او ټاکي.

٦- يوالى او همکاري
سياسي ګوندونه د خپلو کارکونکو په مينځ کې يووالى او همکاري راپيدا کوي او همدارنګه څو ګوندونه سره يو ځاي کیږي، يووالى او همکارى رامنځته کوي، چې په دې ډول په ټولو کارکونکو کې ترتيب او نظم پيدا کیږي. د ګوندونو پر اساس خلک مختلف نظرونه اختياروي، که چیرې ګوندونه اتحاد وکړي، نو خلک هم د يووالي سوچ پيدا کوي.

٧- مسؤليت
کله چې يو ګوند قدرت ته ورسيږي، نو دا ورته معلوميږي که چیرې دوى خپل مسؤليتونه پوره نه کړي نو په راتلونکو ټاکنو کې دوى رايې نشي تر ﻻسه کولى. ددې لپاره هغوى خپل کارونه په پوره مسؤليت سرته رسوي.

٨- قوي حکومت
قدرت لرونکی ګوند هميشه د ملت د حمايت څخه برخمن وي. ځکه چې هغه د ملت د طاقت په واسطه د قدرت ګټونکى شميرل کیږي، ددې لپاره د هيڅ يو انقلاب او پاڅون خطر نه احساسيږي.

٩- بشرغوښتنه
مخالفت د بشر فطري غوښتنه ده، سياسي ګوندونه دا غوښتنه پوره کوي. خلک په مختلفو ګوندونو کې شامليږي او خپل اختلافي مسايل بيانوي، هر ګوند د ګوندي مفادافتو او ګټو لپاره کار کوى.

دوهم. د سياسي احزابو تاوانونه:

١- ناسمه وفاداري:
د هر ګوند غړي د خپل ګوند د غلطې يا صحيحې خبرې څخه دفاع کوي او د نورو ګوندونو کارونه غلط ثابتوي، ددې ډول فکر په وجه په ځینو وختونو کې ډيرې ملي ګټې د شخصي ګټو قرباني کوي.

٢- د ملي يووالي خاتمه
د خلکو په منځ کې مختلفې مخالفې سياسي ډلې جوړيږي، تر څو یو بل ته د ماتې په ورکولو کې هميشه اماده وي. په دې ډول سره په هيواد کې نفرت او تفريق، هرج او مرج پيدا کیږي او حتا د کورنيو جګړو سبب ګرځي.

٣- د نظر د ازادۍ نقصان
د هر ګوند نماينده خپل د ګوند په هره معامله کې دفاع کوي، البته دا د هغه مجبوري ده، هغه د دى خبرې خلاف او په مخالفت کې نه واقع کیږي، نو په دې اساس ويلى شو چې د نظر آزادي ختميږي.

٤- اخلاقي کمزورتيا
هر ګوند بل ګوند ته د ماتې ورکولو لپاره د بيلابیلو ﻻرو او طريقو څخه استفاده کوي، چې په دې کې رشوت، لالچ، دوکه او بې ايماني او نور شامل دي چې له مخې د خلکو اخلاقي حالت خرابيږي.

٥- عهده داري
د سياسي ګوندونو هر هغه غړي ته وزارت ورکول کیږي، کوم چه د ځان سره يو تعداد افراد او اشخاص لري او هر ګوند دا غواړي چې هغه چا ته وزارت ورکړي، کوم چې د ځان سره يوه ډله خلک لري، کیداى شي هغه به اهل کار وي او يا نه وي.

٦- ناوړه مداخله
هر واکمن ګوند خپلو کارکونکو ته په ناوړه ډول ګټې ورکوي او په چارو کې بې ځايه مداخله کوي.

٧- مفادات يا ګټې
سياسي ګوندونه چې قدرت ته ورسيږي د هغو خلکو د ګټو لپاره کار کوي کوم چې په ټاکنو او يا د ټاکنو په دوران کې يې د هغوى مرسته کړې وي. او همدارنګه د ملي ګټو پر ځاى شخصي ګټو ته ترجیح ورکوي چې دا بیا د ټول ملت په تاوان وي.

٨- زيات مصارف
سياسي ګوندونه او حکومت د ټاکنو پر وخت لوى مصارف کوي تر څو په راتلونکي کې حکومت جوړ کړي. سياسي ګوندونه په زیاته پیمانه پیسې په اشتهاراتو، د رايو په اخيستلو، غونډو، رشوت او دوکې لپاره مصرفوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 279 تاريخ : سه شنبه 29 اسفند 1396 ساعت: 0:38