پوتین په بې سابقه رایوو د څلورم ځل لپاره د روسیې ولسمشر انتخاب شو

ساخت وبلاگ

پوتین د دوشنبې په ورځ د شپږو نورو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر انتخاب شو. نوموړې د روسیې د ولسمشرۍ د یکشنبې د ورځې په انتخاباتو څه باندې ۷۳په سلو کې رایې ګټلي دي.

دا چې له لویدیځ سره د روسیې اړیکې کړکیچنې شوې دي، نو تر اوسه پورې پوتین ته د نوموړي ډیرو نژدې متحدانو په بیا بریالیتوب مبارکي ویلې ده. او تمه کیږي چې د نړۍ د نورو هیوادونو مشران به هم په نن او سبا کې پوتین ته د روسیې په بیا ولسمشر کیدو مبارکي ووايي.

پوتین چې نژدې له دوو لسیزو څخه پر روسیې واک چلوي، دا ځل یې رایې تر پخوانیو انتخاباتو زیاتې وي. نوموړې دا د ولسمشر په توګه د خپل ښه کار نتیجه بولې خو ټینګار کړی چې تل به پر ولسمشرۍ د پاتې کیدو هڅه ونه کړي.

روسیه کې د پوتین سیاسي مخالفان ادعا کوي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتایجو کې درغلي شوې ده، خو کرملین بیا نه یوازې دا چې په انتخاباتو او رایو شمیرلو کې غلطي نه مني، بلکې وايي په انتخاباتو کې په لوړه فیصدۍ روسانو ګډون کړی و او په دې توګه یې پوتین تر بل هر وخت په زیاتو رایوو د څلورم ځل لپاره د روسیې ولسمشر وټاکه.

پوتین چې اوس یې تر ۲۰۲۴ م کال پورې خپل واک وغزاوه له سټالین وروسته د روسیې د تر ټولو ډیر وخت لپاره په واک کې پاتې شوی رهبر دی.

پوتین د یکشنبې په ماښام په لنډه وینا کې د مسکو په سره میدان کې خپلو زرګونو پلویانو څخه مننه وکړه او د انتخاباتو نتایج یې وستایل.

رسنۍ وايي نوموړې څلورمه دوره انتخابات د تیرو انتخاباتو په مقایسه په ډیرو رایو ګټلي دي. پوتین په ۲۰۱۲ م کال کې په سلو کې څلور شپیته رایې ترلاسه کړې وې خو دا ځل دا سلنه ۷۳ ده.

د روسیې انتخاباتي چارواکي وايي، د روسیې د ولسمشرۍ په پرونیو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون اندازه هم تر پخوانیو انتخاباتو لوړه او نژدې په شرایطو د پوره روسانو په سلو کې شپینو خپلې رایې کارولي دي.

البته په انتخاباتو کې د پوتین په وړاندې کوم یاد کس ځان نه و کاندید کړی او هغوی چې کاندیدانو و مخکې له مخکې د پوتین په وړاندې مغلوب ګڼل کیدل.

د ویلادیمیر پوتین مهم سیاسي مخالف الکسي نوالني ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې په دې انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 362 تاريخ : سه شنبه 29 اسفند 1396 ساعت: 0:38