ویسټ انډیز د زیمبابوې په مخ کې خنډ شو؛ دې لوبې افغانستان ته ګټه وکړه، که تاوان؟

ساخت وبلاگ

د زیمبابوې په کوربه توب د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې کوربه زیمبابوې لوبډلې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په سیالۍ کې ماتې وخوړه، چې په همدې ماتې سره یې خپل مخکې تګ وځنډاوه.

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د زیمبابوې خلاف په سیالۍ کې د ۲۹۰ منډو ستر هدف په ترلاسه کولو کې بریالۍ شوه او د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته یو قدم نور هم ورنږدې شوه.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ورتګ په موخه د غوراوي پړاو سیالیو کې د زیمبابوې خلاف د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د بریا په خپلولو سره خپل پواینټونه د ۴ څخه ۶ ته پورته کړل.

د نمرو د جدول له مخې ویسټ انډیز د ۶ پواینټونو په درلودلو سره لمړی، زیمبابوې د ۵ پوانټونو په درلودلو سره دویم، سکاټلینډ د ۵ پوانټونو په درلودلو سره دریم، ایرلینډ د ۴ پوانیټونو په درلودلو سره څلورم، افغانستان د ۲ پوانټونو په درلودلو سره پنځم او متحده عربي امارات د کوم پواینټ په نه درلودلو سره وروستی شپږم مقام لري.

د سبا ورځ په سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډله د متحده عربي امارتو لوبډلې خلاف په سیالۍ کې مخامخ کیږي، چې پکې افغان لوبډله د بریا په خپلولو سره د خپلو پواینټونو یا نمرو شمیر ۴ ته رسوي.

د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د لوبډلو ورتګ یو څه ډیر د جنجالونو څخه ډک شوی دی او د هرې لوبې د ترسره کیدو وروسته حالت بدلیږي.

د غوراوي پړاو سیالیو څخه به هغه دوه لوبډلې چې ډیر پواینټونه ترلاسه کوي، د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته مستقیمآ لار پیدا کوي.

د سیالیو د مهالویش له مخې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله به په خپلې راتلونکې سیالۍ کې د سکاټلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شي، چې دواړو لوبډلو څخه ګټونکې لوبډله به د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړي او پاتې ۳ لوبډلو افغانستان، ایرلیڼد او زیمبابوې څخه به هم یوه لوبډله تر نړیوال جام سیالو پورې ورسیږي.

د زیمبابوې په کوربه توب د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو ۵۰ اوریزه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې د څلورمې نیټې څخه پیل شوې دی او د همدې میاشتې تر ۲۵ مې نېټې پورې دوام کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 319 تاريخ : سه شنبه 29 اسفند 1396 ساعت: 0:38