د عامر خان ریکارډونه په نړیدو دي؛ خو سلمان خان نوي ریکارډونه جوړوي

ساخت وبلاگ

د بالیووډ د خانانو ترمینځ سیالي کومه نوې خبره نه ده؛ خو دا ځل د عامرخان ریکارډونه' target=_blank href="/last-search/?q=ریکارډونه">ریکارډونه په نړیدو دي، او سلمان خان ریکارډونه جوړوي.

تازه په چین کې د سلمان خان پخوانی فلم (بجرنګي بایجان) په سینما خپور شوی او دغلته يې د عامرخان ریکارډ جوړونکی فلم (دنګل) تر شاه پریښی.

د سلمان خان بجرنګي بایجان په لومړۍ ورځ ۲.۲۴ میلونه ډالر ګټلي؛ په داسې حال کې چې د عامرخان دنګل فلم په لومړۍ ورځ ۲.۰۵ ملیونه ډالره ګټلي وه.
بجرنګي بایجان په چین کې په ۸ زره سینماګانو خپریږي. دا په چین کې د هندي فلم تر ټولو پراخ خپریدل دي. د عامرخان دنګل فلم بیا په ۶ زره سینماګانو خپور شوی.
بجرنګي بایجان چې د ۲۰۱۵ کال په جولای کې په هندي سینما خپور شو، د سلمان خان لومړی فلم دی، چې اوس په چین کې خپریږي.

یاد فلم په هندوستان کې هم هغه وخت ښې پیسې ګټې ګټلي. دا فلم چې په ۹۰ میلیارده هندي روپیو جوړ شوی او سلمان خان خپور کړی، یواځې په هندوستان کې ۳۲۰ میلیارده بازار وکړ.

په چین کې بجرنګي بایجان له خپریدو سره، داسې باور دی، چې د سلمان خان دا فلم به د هغه یواځینی فلم وي، چې د نوموړي له بل هر فلم څخه ډیرې پیسې ګټي.

د عامر خان دنګل فلم د هغه یواځينی ریکارډ جوړونکی فلم دی، چې د هندي سینما په تاریخ کې تر ټولو ډیرې پیسې ګټلي. دنګل په ګرده نړۍ کې ۳۳۰ میلونه ډالره ګټلي. تر اوسه هیڅ یوه هندي فلم د عامرخان د دنګل فلم ریکارډ نه دی مات کړی.

دنګل فلم چې د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې خپور شو، پکې د کشمیرې مسلمانو نجونو فاطمه ثنا شیخ او ظاهره وسیم مرکزي رول لوبولی و.
بجرنګې بایجان بیا په ۲۰۱۵ کې خپور شوی، چې پکې له سلمان خان سربیره، نوازالدین صدیقي، کرینه کپور او هارشلي ملهوترا مهم کردارونه دي.

بجرنګي بایجان د یوې شپږ کلنې پاکستانۍ نجلۍ کیسه ده، چې په هندوستان کې نادرکه کیږي، او نه شي کولای، چې بیرته کور ته ستنه شي. دا جلۍ چې په ژبه هم ګونګۍ ده، په فلم کې ورسره سلمان خان مرسته کوي، چې بیرته يې تر خپلې کورنۍ ورسوي.

کتونکي په دې باور دي، چې د سلمان خان بجرنګي بایجان د عامرخان د دنګل فلم ریکارډ نشي ماتولای، خو که د سلمان خان دا فلم چین کې همدومره ګرم روان وي او تود بازار ولري، نو شاید، چې د عامرخان د سیکرټ سوپرسټار او بهابولي فلمونو ریکارډونه مات کړي. بهابولي د هندي سینما دوهم د ډیرو پیسو ګټونکی فلم دی. بهابولي چې په ۲۰۱۷ کال کې خپور شو، ۲۶۰ میلونه ډالره يې ګټلي دي.

سلمان خان تازه د کټرینه کیف سره په ګډه د ټایګر زنده هی فلم خپور کړ، چې ښه بازار يې درلود. ټایګر زنده های د بالیووډ په ټاپ لسو فلمونو کې لسم ځای لري، چې ۵۵۲ میلیارده هندي روپۍ يې وګټلې.

عامرخان بیا له امیتاب بچن او فاطمه ثنا شیخ سره په ګډه د ټګز اف هندوستان فلم لپاره په شوټینګ بوخت دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 313 تاريخ : شنبه 12 اسفند 1396 ساعت: 21:12