که مو دا ۱۱ پټې ځانګړنې خپلې کړې، هر څوک به درسره مینه کوي!

ساخت وبلاگ

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

ځينې انسانان سره له دې چې د ژوند د هر ډول نعمتونو لکه پيسې، ښکلې څېره او ټولنيزو اړيکو څخه بې برخې وي، خو بيا هم هر وخت او په هر ځای کې د دوی ستاينه کېږي او په هر کار کې دوی بريالي وي. داسې کسان د هرچا لپاره په هر وخت کې د مصلحت او لارښوونې يوه بېلګه وي او هر څوک هيله لري چې له دوی سره له نږدې وګوري، له خبرو او کړنو څخه يې تجربه ترلاسه کړي.
د دوی شخصيت داسې وي چې ټول د دې پوښتنې مطرح کولو ته اړباسي: هغه څه لري، چې زه يې نه لرم؟ څه شی د دې لامل ګرځي چې هغه دې دومره زړه راښکونکی واوسي؟ خو په رښتيا هم د دې ډول خلکو توپير د نورو سره په څه کې دی؟ که غواړئ د دې پوښتنو ځوابونه ومومئ، نو له مونږ سره یې دلته ولولئ:

۱- د ټولو سره د ښو اړيکو ساتلو هڅه کوي
د هغوی مخاطب که د هغوی ترټولو لوی پېرودونکی او يا هم د يو رستورانت عادي ساتونکی هم وي، نو دوی ورسره په يو ډول او په ښه ډول رفتار کوي. مينه ناک انسانان په دې ښه پوهېږي چې که دوی د نورو سره څومره په ښه ډول تګ او ښه چلند وکړي، نو د هغوی په زړه کې به ډېر ځای پيدا کوي.

۲- د ځانګړي (طلايي) قانون پيروي کوي
طلايي قانون وايي: «د نورو سره هغسې چلند وکړه چې خپله يې هيله لرئ، نور هم له تاسو سره همداسې چلند وکړي».
د دې قانون په شننه کې بايد داسې وويل شي چې ټول مينه لري څو په يو ډول چلند ورسره وشي او دا اصل په نظر کې نه نيسي چې ښايي هرڅوک د يو مختلف څيز سره خوشاله شي. يو کس مينه لري چې، د هغه څخه دې په يوې غونډه کې يادونه وشي، خو په داسې حال چې يو بل کس نه غواړي چې د هغه څخه دې په غونډه کې يادونه وشي.
خو پلاتيني یا طلايي قانون بيا وايي: «له هر چا سره هغسې چلند وکړه چې خپله يې غواړي». مينه ناک او زړه راښکونکي کسان د نورو د غوښتنو په (پېژندلو) کې ځانګړی مهارت لري او خپل چلند داسې برابروي چې د هغوی خوښۍ لامل وګرځي او هغوی ته د ارامښت احساس ورکړي.

۳- د لنډو خبرو کولو څخه ډډه کوي
په مکالمه کې د حسي اړيکو د ټينګولو د مخنيوي لپاره تر ټولو لنډه لاره د لنډو خبرو څخه ګټه اخېستل دي. تاسو چې کله د يو اوسپنيز سړي په بڼه د نورو سره مخامخېږئ، نو مقابل لوری مو نه خوښوي او نه غواړي چې له تاسو سره د اړيکو مزي وغځوي.
مينه ناک انسانان د خپلو مخاطبينو سره اړيکي ټينګوي او حتا له هغوی سره په خپلو ورځنيو لنډو خبرو کې هم ژور کېږي او هڅه يې دا وي چې د مخاطبينو سره په مفصل ډول خبرې وکړي. د نورو سره د هغوی ذاتي علاقه د دې لامل ګرځي چې په راحتۍ سره ترې پوښتنې وکړي او هغه څه چې په ځواب کې يې اوري، هغه ته دا موقعه ورکوي چې د مقابل لوري د ژوندانه په هکله نور مالومات هم ترلاسه وکړي.

۴- د هر څه څخه ډېر، په خلکو تمرکز کوي
مينه ناک او خوش برخورده خلک د خپلو شاوخوا کسانو سره ذاتي او رښتينې مينه لري. په حقيقیت کې دوی د خپل ځان په پرتله ډېر د نورو په اړه فکر کوي. دا ډول خلک ډېر په دې فکر نه کوي چې څومره د نورو د خوښۍ وړ دي، ځکه ډېر وخت ټول تمرکز يې په خپلو شاوخوا کسانو وي. همدا لامل دی چې داسې نه انګېرل کېږي چې دوی دې د جذاب کولو لپاره کوم کار ترسره کړي.
د دې لپاره چې وشئ کولی د هغوی عادتونه خپل ځان ته انتقال کړئ، هڅه وکړئ چې د خپلو زيرکو موبايلونو څخه واټن واخلئ او د خپل شاوخوا په اړه زير شئ. د خپلو مخاطبينو پر لور توجه وکړئ، د هغوی خبرو ته غوږ ونيسئ او د ژر ژر ځواب ورکولو څخه ډډه وکړئ.
کله چې يو څوک د خپل ځان په اړه يو څه وايي، نو خبره يې د يو مناسبې پوښتنې سره بدرګه کړئ، پداسې توګه چې د هغوی زړه راخپل او دې ته يې وهڅوئ چې خپل زړه درته تش کړي.

۵- نورو ته د ځان ثابتولو لپاره ډېره هڅه نه کوي
مينه ناک انسانان د نورو سره د خبرو پر مهال خپل داستانونه او روايات ډېر نه بيانوي. خواري کښه او مينه ناک انسانان په دې پوهېږي چې هغه څوک چې ډېر هڅانده دي او تل کوښښ کوي، نو معمولا مينه ځان ته جلبوي او اصلا د دې لپاره وخت هم نه لري چې نورو ته ځان ثابت کړي.

۶- د حقايقو او شخصي نظرياتو ترمنځ د توپيرولو درک لري
دا ډول کسان په ډېره نرمۍ او سړه سينې سره د حساسو او مهمو موضوعاتو په اړه فکر کوي، هغوی کليشه يي او د نورو نظرياتو څخه د کاپي په ډول استفاده نه کوي او څه چې وايي، هغه يوازې د دوی خپل نظريات دي.
يانې د هرڅه په اړه د خپلو مالوماتو او تجاربو په اساس فکر کوي او د لرليد خاوندان دي.

۷- مصنوعي (کاپي) حرکات نه کوي
دا ډول کسان چې څرنګه دي، همغسې يې تمثيل هم کوي. د داسې حرکاتو څخه ډډه کوي، چې نور د دوی په اړه داسې فکر وکړي، چې ګواکې دوی يو څه پټوي. په ماهيت کې چې ډول دي نو ځان هم خلکو ته همغسې ښکاره کوي او د نورو په نقش قدم نه ږدي.
دا ډول کسان تل خپل حقيقي شخصيت نورو ته په ډاګه کوي.

۸- خبره او عمل يې يو وي
هغه کسان چې خبرې او عمل يې يو ډول دي، نو د ټولو ورسره مينه وي. که څه هم په دې برخه کې بريالي کېدل ستونزمن دي، خو ناممکنه نه ده. زړه راښکونکي کسان ددې لپاره چې له دې ځانګړنې څخه برخمن شي، نورو پسې د خبرې کولو څخه ډډه کوي او تل ښه کارونو ته لاس اچوي، حتی که ګټه يې هم پکې نه وي.

۹- تل يې په شونډو مُسکا خپره وي
که غواړئ چې نور کسان ستاسو په اړه ښه احساس ولري، نو د هغوی سره خبرو پر مهال موسکا وکړئ. په دې ترتيب سره به هغوی هم ستاسو مُسکا په مُسکا سره ځواب کړي او دا ددې لامل ګرځي چې د ښه احساس لپاره چاپېريال رامنځ ته شي. البته چې دا هم د زړه راښکونکو کسانو يوه غوره ځانګړنه ده.

۱۰- تل يې خپلې ظاهري بڼې ته پام وي
د ښه لباس اغوستلو او مفشنو لباسونو په اغوستلو نورو ته ځان ښودولو ترمنځ، ډېر توپير دی. مينه ناک انسانان تل دې برخې ته توجه لري. هغوی د خپل باطن ترڅنګ خپله ظاهري بڼې ته هم ډېر پام کوي. مخکې له دې چې د هغوی کور يا دفتر ته څوک راشي، نو هغوی له وړاندې ورته چمتووالی لري. مخکې له دې چې يو ځای ته د سفر هوډ ولري نو په هراړخيز ډول ځان ورته چمتو کوي او همداسې نور…
داسې هم نه ده چې دا ډول کسان به په ژوند کې هېڅ کومه ستونزه هم نه لري، بلکې هغوی ستونزو ته د لنډمهاله خنډ په سترګه ګوري. کله چې د يوې ستونزې سره مخامخېږي، نو خپل ځان ته دا تلقينوي چې بدې ورځې تېرېدونکې او له منځه تلوونکې دي او په همدې توګه خپل ژوندانه ته دوام ورکوي او خپلې راتلونکې ته هيله من وي.

راټولونه؛
مينه ناکو او زړه راښکونکو انسانانو، يوازې په خپلو ځانونو کې ښه ځانګړنو او ښه عادتونو ته ځای ورکړی دی، چې هرڅوک کولی شي دا عادتونه خپل کړي. هغوی مخکې له دې چې د خپل ځان په اړه فکر وکړي، د نورو په اړه فکر کوي او داسې کړنې ترسره کوي چې نور کسان هم د مينې درلودلو، احترام کولو، درک کولو … احساس وکړي.
په ياد ولرئ: څومره چې، د نورو په اړه تمرکز وکړئ، نو هغومره به د ټولو خوښ او د توجه وړ وګرځئ.

(( د دې ډول خلکو د ارزښمنتوب، د هغوی د دننه څخه سرچينه اخلي، دا ډول خلک هېڅکله هم د نورو د تائيد پسې نه ګرځي، ځکه دوی پر خپل ځان باور لري))

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 302 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57