کاري فضا ته په لومړي ځل ننوتو سره باید دا ۶ ټکي په پام کې ونیسئ

ساخت وبلاگ

لیکنه: روبین کمروټ
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

څنګه وکولی شو، چې په نوې دنده کې خپلې لومړۍ څو اوونۍ پرته له ځان پردي ګڼلو تیرې کړو؟

ښايی چې دا ورځې به په ډیرو کسانو تیرې شوې وي او ممکن یا ښې او یا هم خرابې تجربې به ترې لري، خو شته ځینې داسې کسان چې زده کوونکي او یا هم زده کړیالان دي او د دې ورځو تجربه کولو ته به سترګې په لار وي.
په لومړي ځل کله چې موږ او تاسې کاري فضا ته سر ورښکاره کوو، نو ټول دا یوه عامه جمله کاروو: “سلام! زه ستاسې نوی همکار یم.” او یا هم ښايي چې دې ته ورته نورې جملې وکاروو.
په نوې دنده کې له نویو قوانینو، همکارانو او د کمپنۍ له بدلون سره مخ کیږو، خو دا ټول هرڅه د یوه نوي کارکوونکي لپاره زیاته ګټه لري. د یو څو اوونیو لپاره ښايي چې نوی کارکوونکی له ګډې همکارۍ ځان محروم وګڼي او د نه بلدیت له امله و نه شي کولی چې د نورو په څیر چټک او ګټور کار وکړي؛ همدا لامل دی چې د نورو په پرتله ځان کم او ټیټ ګڼي. خو سربیره پر دې هرڅه ښايي بیا هم خپل پوره هڅه وکړي، ترڅو تولید ورکوونکی واوسي او له ټول ټیم سره په ګډې همکارۍ کې ونډه واخلي او د تل لپاره د نوي کارکوونکي په څیر پاتې نه شي.

د خپل درسپارل شوې دندې مسوولیت منل او په مخته لار کې له را روانو فرصتونو سمه ګټه پورته کول له تا دا غواړي، چې باید د نوي کارکوونکي په څوکۍ کې ځان ارام او اسوده احساس کړې؛ نورو ته غوږ شې، کارونه یې وګورې او یو څه ترې زده کړې. لاندې هغو شپږو ټکو ته اشاره شوې، چې کولی شي تا له نوي کارکوونکي نه تر بریالي او یو باتجربه کارکوونکي پورې ورسوي:

۱. ځان معرفي کول
په خپله خوله د خپل د سوانحو د خلاصې له بیانولو ډډه وکړه، ځکه چې دا کار نورو ته خسته کُن تمامیږي او زړه تنګی کیږي. یوازې یو څو مالوماتي ټکو او نومونو ته اشاره وکړه، ورته ووایه چې له کوم ځای څخه راځې او له هماغه ټیم سره دې د یوځای کیدو موخه څه ده او کومه دنده به پر مخ وړې.

۲. د ټولو همکارانو نومونه زده کول
هو، ته په داسې یوه حالت کې قرار لرې چې ته “یو” یې، خو همکاران دې “ډیر”، نو په همدې اساس هغوی ته ستا نوم زده کول اسانه دي، خو تا ته د هغوی د ټولو نومونو زده کول څه ناڅه ستونزمن کار دی. له همدې امله کله چې هغوی هر یو خپل ځان درپیژني، نو د هر یوه نوم ته باید ډیر زیات متوجه اوسې او په لومړي ځل یې زده یې کړې، ځکه چې وروسته د “بښنه غواړم، ستا نوم څه وو؟” ویل د ډیرو خلکو نه خوښیږي.

۳. داسې څه ترسره کول چې ګټور واوسي
معمولاً دا د نوټ نیولو په مانا ده، ځکه چې ته لا تر دې دمه په دې نه پوهیږې چې څنګه نور کارونه ترسره کړې. په لومړۍ اوونۍ کې، کاري فضا ته نظر وکړه او هماغه سالون یا هم خونه مطالعه کړه، نورو ته وګوره چې هغوی څه کوي او ته هم ورسره څه ناڅه په کارونو کې مرسته وکړه.

۴. د دې پر ځای چې فکر وکړې چې ګوندې د ستونزو پر وړاندې د خپل حل لارې به دې سمې وي، باید په پوښتنو کولو تمرکز وکړې
د هر چا هغه کس ډیر بد راځي چې په خوله وایي، “زه په هرڅه پوهیږم”، خو په اصل کې په هیڅ هم نه پوهیږي. په لومړیو وختونو کې د ستونزو پر وړاندې د حل لارو وړاندیزول په دې مانا چې پاتې ټیم په هیڅ هم نه پوهیږي، تر دې دمه ټول په ستونزو کې ښکیل وو او د هیڅ کار وړتیا هم نه لري. همداراز، په لومړي سر کې له نورو د ځان باندې ګڼلو په خیالونو برلاسي کیدل څه ناڅه ستونزمن کار دی، خو ښه دا ده چې باید ورو په ورو سره مشق او تمرین شي.
په همدې اساس، د نوي کاري ټیم سره د یو موټي کیدو کیلي د هغوی مخکیني کار او خبرو اترو ته درناوۍ کول دي. هڅه وکړه چې پوښتنې وکړې او د کار او کمپنۍ په اړه د مخکینیو موادو وړاندیز وکړې، وروسته له هغې ځوابونه یې واورې او درکړل شوي مواد په سمه توګه ولولې.

۵. له خپل کاري ټیم سره لیوالتیا وښيه، ان که احساسوې یې هم نه
د دې پر ځای چې خپل اصلي احساسات ښکاره کړې، باید همکارانو ته ووایې، چې ته له هغوی سره له ګډ کار کولو ډیر خوښ یې او د هغوی تر څنګ ځان ارام احساسوې. ستا نوي همکاران غواړي په دې پوه شي، چې ته د همدې ډول کسانو سره د کار کولو په تمه وې، دا ځکه ښايي له کومې کمپنۍ څخه چې ته ورغلی اوسې، دوی له هغوی نه هم په ځینو مواردو کې ښه او تکړه واوسي. په همدې اساس، د خپل نویو همکارانو په اړه له ځانه لیوالتیا وښیه او ورته ووایه، چې ته له هغوی سره له ګډ کار کولو خوښ یې، ان که برعکس هم واوسي.

۶. په هرې غونډه کې ګډون کول
که فکر کوې چې د غونډې اجنډا او نور مسایل اړین وي، نو د یوې لنډې مودې لپاره له غونډو تنظیموونکو غواړه چې تا ته شا ته یوه څوکۍ ځانګړې کړي، ترڅو هرڅه په خپلو سترګو وګورې او ځان ورسره روږدی کړې. دا چې ته څومره چټک کولی شې چې ځان له یوه نوي کارکوونکي څخه تر زوړ او با تجربه کارکوونکي پورې ورسوې، نو دا ستا د مالوماتو د اخذ پورې تړاو لري.
په دفتري مسایلو کې څومره چې ستا د مالوماتو راغونډولو او د حالاتو څیړلو پروسه کرار وي، په هماغه کچه به ستا ښکیلتیا هم وي. خو ته نه شې کولی چې دا هرڅه په یوه ځل کنټرول کړې، بلکې باید له هر فرصت نه ګټه واخلې، ترڅو ډیرڅه زده کړې. له تحول څخه ویرې ډیر خلک څټ ته پاتې کړې دي. له هرڅه (په زیاتو شیانو) پوهیدنې تر هیڅ څه پوهیدنې هر چا ته د اضطراب ناروغي پیدا کوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 298 تاريخ : يکشنبه 22 بهمن 1396 ساعت: 22:33