طالبانو د اروزګان په چارچینو کې د امنیتي ځواکونو ۱۲ پوستې نیولې

ساخت وبلاگ

ترينکوټ (پژواک، ٨ ورى ٩٥): د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې تر اوسه اووه پوليس او ٩ طالبان په کې وژل شوي دي.

د چارچينو امنيه قوماندان ولي داد د وري په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

هغه وويل: ((تېره شپه طالبانو څلور ځلې بريد وکړ، دوه بريدونه مو ورته پر شا وتمبول خو اوس جګړه بېخي ولسوالۍ ته نږدې شوې ده.))

ولي داد وايي چې طالبانو تر اوسه د امنيتي ځواکونو ١٢ پوستې نيولې دي او که مهمات ورته ونه رسېږي نو ولسوالۍ به سقوط وکړي.

هغه زياته کړه: ((امنيتي چارواکو راته ويلي چې ډېر ژر به مهمات راته ورسوي.))

ده وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه اووه پوليس وژل شوي او اته نور ټپيان دي چې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه چې په همدې جګړه کې تر اوسه ١١ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

دغه راز وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو په چارچينو ولسوالۍ کې تر اوسه ١٠ امنيتي پوستې نيولې دي او جګړه اوس هم روانه ده.

هغه وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د احمدي په وينا چې په دې جګړه کې طالبانو ګڼې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

هغه په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

چارچينو د مرکز ترينکوټ شمال لور ته په ١٢٠ کيلومترۍ پرته ولسوالی ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 202 تاريخ : يکشنبه 8 فروردين 1395 ساعت: 14:01