مجددي: نړۍ ته افراطيت او ترهګري له پاکستانه صادر شوي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي اسلام اباد کې د پښتنو له احتجاج څخه د ملاتړ ترڅنګ ويلي چې ټولې نړۍ ته افراطيت او ترهګري له پاکستان څخه صادر شوي دي.

مجددي دغه څرګندونې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو د حقوقو په اړه د هغوى د لاريون په ملاتړ کې کړې دي.

دا احتجاج او لاريون وروسته له هغه پيل شوى و چې په کراچۍ کې د پوليسو يو افسر د وزيرستان يو ځوان پښتون مدني فعال نقيب الله مسيد وتښتاوه او بيا وروسته يې په يوه جعلي نښته کې وواژه.

د کوزې پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکو او د پاکستان په نورو سيمو کې مېشتو زرګونو پښتنو له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې د خپلو حقوقو لپاره په اسلام اباد کې سوله ييز لاريون کړى و چې نن پاى ته ورسېد.

د افغانستان پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي ويلي چې اسلام د اعتدال او عدالت دين دی ،په همدې اساس د انسان استثمار او محروميت د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي،په کلکه يې غندي.

د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له تېرو څو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې د لر پښتنو افغانانو بېسارې او کمسارې راټوليدنه او احتجاجي ناسته ( پرلت وهل) په حقيقت کې  د ميليونونو خلکو له محروميت او استثمار څخه کرکه او دترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې ولسي غبرګون دی .

مجددي زياته کړې : (( د خپلو مشروع انساني حقونو څخه دفاع او د هغو ترلاسه کول دهرچا حق دی او موږ تل د حق پلوي کړې ده، له دې امله موږ د لر پښتنو افغانانودرد ځکه له نېږدې احساسولی شوو چې ديوه وجود ديوه لاس ګوتې يوو.))

د هغه په وينا، د حکومتونو د ناسمو سياستونو ستونزه ولس ته راجع کېږي، د پاکستان ولس او هلته مېشت محکوم پښتانه يې وروڼه دي او هېڅ ډول ستونزه ورسره نه لري.

مجددي ويلي،د هجرت پرمهال ددغو باتورو خلکو بشري او انساني مرستې ، همدردۍ او ورين تندی د ورورۍ لپاره کفايت کوي.

د هغه په وينا، نن چې د قبايلي سيمو اوسېدونکو پښتنو داسلام اباد د استخباراتو او پوځ د افراطيت، بربريت او بې عدالتيو پر وړاندې مدني حرکتونه پيل کړي، د ټولو مسووليت دى چې ددوى ملاتړ وکړي.

مجددي زياته کړې، نن ټولې نړۍ ته د افراطيت او ترهګرۍ او د ديني اساساتو دناسم کارولو بدمرغه فرهنګ له پاکستان څخه صادر شوی او تمه ده چې د زرګونو پښتنو د برحقه داعيې دغه لاريون او تحصن به په ټوله سيمه کې دسولې خوب په حقيقت بدل کړي .

هغه ويلي: (( موږ دداسې پراخو مدني او سوله ييزو حرکتونو څخه  بشپړ بشري او اخلاقي ملاتړ کوو او باور لرو دغه راز تاريخي حرکتونه کولى شي د لر محکومو پښتنو د انساني حقوقو مدافع شي. ))

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 210 تاريخ : شنبه 21 بهمن 1396 ساعت: 20:31