Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «ترهګري» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

مجددي: نړۍ ته افراطيت او ترهګري له پاکستانه صادر شوي

  • کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي اسلام اباد کې د پښتنو له احتجاج څخه د ملاتړ ترڅنګ ويلي چې ټولې نړۍ ته افراطيت او ترهګري له پاکستان څخه صادر شوي دي.مجددي دغه څرګندونې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو د حقوقو په اړه د هغوى د لاريون په ملاتړ کې کړې دي. دا احتجاج او لاريون وروسته له هغه پيل شوى و چې په کراچۍ کې د پوليسو يو افسر د وزيرستان يو ځوان پښتون مدني فعال نقيب الله مسيد وتښتاوه او بيا وروسته يې په يوه جعلي نښته کې وواژه. د کوزې پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو اوسېدونکو او د پاکستان په نورو سيمو کې مېشتو زرګونو پښتنو له تېرو نږدې دوو اوونيو راهيسې د خپلو حقوقو لپاره په اسلام اباد کې سوله ييز لاريون کړى و چې نن پاى ته ورسېد. د افغانستان پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي ويلي چې اسلام د اعتدال او عدالت دين دی ،په همدې اساس د انسان استثمار او محروميت د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي،په کلکه يې غندي. د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له تېرو څو ورځو راهيسې په اسلام اباد کې د لر پښتنو افغانانو بېسارې او کمسارې راټوليدنه او احتجاجي ناسته ( پرلت وهل) په حقيقت کې  د ميليونونو خلکو له محروميت او استثمار څخه کرکه او دترهګرۍ او افراطيت پر وړاندې ولسي غبرګون دی . مجددي زياته کړې : (( د خپلو مشروع انساني حقونو څخه دفاع او د هغو ترلاسه کول دهرچا حق دی او موږ تل, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها