په تخار کې د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

ساخت وبلاگ

تالقان (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : په تخار ولايت کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى.

د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ ولسوال سيف الدين مشتاق د سلواغې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د بصيرخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د ملي اردو ځواکونو د دې ولايت د ماوراى کوکچه سيمې اړوندو ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي.

د ولسوال په وينا، نن ددې عملياتو پر مهال دوه چورلکې راغلې وې چې يوې يې د تخنيکي ستونزې له امله ددولت تر واک لاندې سيمه کې بېړنۍ ناسته وکړه.

مشتاق وايي، د ملي اردو او عامه نظم ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د چورلکې د ترميم چارې يې پيل کړې دي.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې چاته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې دا چورلکه دوى ويشتلې او په کې سپاره کسان يې وژلي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 214 تاريخ : شنبه 21 بهمن 1396 ساعت: 20:31