Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «چورلکې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

په تخار کې د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

  • تالقان (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٦) : په تخار ولايت کې د عملياتو پر مهال د ملي اردو يوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو چاته په کې زيان نه دى اوښتى. د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ ولسوال سيف الدين مشتاق د سلواغې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د بصيرخېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده. هغه زياته کړه، د ملي اردو ځواکونو د دې ولايت د ماوراى کوکچه سيمې اړوندو ولسواليو کې عمليات پيل کړي دي. د ولسوال په وينا، نن ددې عملياتو پر مهال دوه چورلکې راغلې وې چې يوې يې د تخنيکي ستونزې له امله ددولت تر واک لاندې سيمه کې بېړنۍ ناسته وکړه. مشتاق وايي، د ملي اردو او عامه نظم ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د چورلکې د ترميم چارې يې پيل کړې دي. د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې چاته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى. خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې دا چورلکه دوى ويشتلې او په کې سپاره کسان يې وژلي دي. , ...ادامه مطلب

  • شاهين قول اردو ته څلور جنګي چورلکې ورکړل شوې

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • افغانستان ومنله، چې پاکستان ديوې چورلکې د تېرېدلو اجازه اخيستې وه

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • د افغان ځواکونو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

  • Pajhwok combines its expertise and experience in news reporting with a telecom firm and thus reach a wider audience in an effective way. To subscribe: English News Update : Send 83 to 824Dari News Update : Send 84 to 824Pashto News Update : Send 85 to 824 Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • ميوند قول اردو: هلمند کې چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه

  • لشکرګاه (پژواک،٢٨ کب ٩٤): د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان وايي، يوې چورلکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې بيړنۍ ناسته کړې، خو طالبان وايي چې دغه چورلکه يې ويشتلې او راغورځولې ده. د ياد قول اردو قوماندان تورن جنرال معين فقير، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځواکونو يوې چورلکې تېره شپه په  نادعلي کې د علمياتو پر مهال د تخنيکي ستونزې له امله د يادې ولسوالۍ په يوه دښته کې بيړنۍ ناسته وکړه. هغه وايي، چې په دې بېړنۍ ناسته کې چا ته زيان نه دى رسېدلى او دا مهال (له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې) د چورلکې د تخنيکي ستونزې پر لرې کولو کار روان دى.   خو د وسله والو طالبانو يو وياند قاري محمديوسف احمدي، وايي چې دغه چورلکه د دوى کسانو ويشتلې او د نادعلي ولسوالۍ اړوند شنې جامعې سيمي ته څېرمه د سه شنبې مېلې په سېمه کې راغورځېدلې ده. هغه وايي چې په چورلکه کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي. د سيمې يو اوسېدونکي ګل محمد وايي، چې تېره شپه په ياده سيمه کې نښته شوې او ياده چورلکه هم په ډزو لګېدلې ده. Let's block ads! بخوانید, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها