پنځه غوښتنې چې پنجاب يې وارخطا کړی “پښتون پرلت، اسلام‌اباد”

ساخت وبلاگ

سرخط ورځپاڼه
مرسلين شامير

په اسلام‌اباد کې د پښتنو روان احتجاج په پيل کې وړه غونډه وه چې غوښتنه يې هم يوازې د شهيد نقيب مسود له‌پاره د انصاف غوښتنه وه، خو وار په وار دغه غونډه په ډله، له ډلې په قافلې او له قافلې په لښکر بدله شوه.

لاريون لومړی د پښتونخوا له ډېره اسماعيل خان څخه پيل شو، پر لکي مروت او بنو تېر شو، دغه وخت وروسره له زرګونه پښتانه ځوانان ملګري شول او پر پېښور ورغلل چې هلته يې زرګونو نورو پښتنو لار څارله.

لاريون کوونکيو چې په پېښور کې خپل زور وليد، نو د چارسدې، مردان او صوابۍ پر لور يې مخه ونيوه او د فبروري په لومړۍ نېټه يې په اسلام‌اباد کې دهرنه يا پرلت وواهه چې نن ورځې پورې دوام لري.

د نقيب مسود شهادت د پښتنوخوا د ټولو پښتنو له‌پاره د يووالي يوه پلمه شوه چې اوس له څو لسيزو راهيسې پر پښتنو د نړيوال جنګ د روان وحشت د ټولو ناکردو پوښتنه کوي.

په اسلام‌اباد کې پرلت ناست پښتانه له پاکستاني حکومت څخه څو غوښتنې لري چې مهمې يې دا دي.

• د نقیب الله شهید قاتلان دې په دار وځړول شي.

• په کراچۍ او نورو سيمو کې چې د پښتنو ځوانان د قتل او وژنې څومره کېسونه يا دوسيې دي، چيف جسټس يا د سترې محکمې رييس دې يې پخپله وڅېړي.

• ټول هغه پښتانه ځوانان چې تښتول شوي او تري تم شوي دي، يا دې خوشې کړل شي او که ورباندې کوم تور وي، عدالت يا محکمې ته دې معرفي کړل شي.

• په قبايلو او ځانګړې توګه وزيرستان کې که کومه پېښه کېږي؛ نو د پاکستان پوځ دې د عامو پښتنو له ځورولو، توهينولو او ورباندې له بنديز لګولو ډډه وکړي.

• په قبايلي علاقو کې د پاکستان پوځ ماينونه خښ کړي چې تر اوسه يې له اته اويا تنو مسودو او يو سل او پنځو تنو وزيرو ماشومانو څخه لاسونه او پښې پرې کړي او د ډېرو نورو يې ژوند اخيستی، د پښتنو له کليو دې دغه ټول خښ کړل شوي ماينونه وکاږي.

د دغو غوښتنو له‌پاره په اسلام‌اباد کې د پښتنو روان احتجاج يا پرلت په ټولو پښتني اصولو برابر روان دی. نه په‌کې تر اوسه د چا موټر ته اور اچول شوی، نه څوک د چا پر کور ورختلي، نه په‌کې چا ته سپکې سپورې ويل شوې دي. احتجاج کوونکي ارام ناست دي، يوازې له حکومته خپلې غوښتنې يادوي، خو حکومت يې تر اوسه غږ نه دی اورېدلی.

ځينې سياسي مشران چې ځانونه د پښتنو استازي بولي، کوښښ کوي چې د احتجاج کوونکيو پام په بله واوړي يا يې غوښتنې وړې وښيي، خو احتجاج‌کوونکي نور څه غواړي.

پرون احتجاج‌کوونکيو ته د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د خپلو خبرو پر مهال، ټوله خبره يوازې د نقيب مسود د قاتل تر محاکمه کولو پورې محدوده وبللـه، خو داسې نه ده.

د پاکستان د تحريک انصاف ډلې مشر عمران خان بيا د پښتنو پر اوږو توپک کېښود پر زرداري او نواز شريف يې زړه يخ کړ او د وينا په اخېر کې د پاکستان له عسکر سالار جنرال باجوه سره د خبرو سينه وډبوله، خو تر اوسه يې بيا درک نه دی مالوم شوی.

د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو هم احتجاج کوونکيو ته د خپلو سياسي ګټو په اساس، جوړه شوې وينا وکړه او په پای کې يې دوه سوه زره کلدارې مرسته هم اعلان کړه.

په دوی ټولو کې يوازې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان و چې وينا يې د احتجاج له روحيې او غوښتنو سره سمه وه او احتجاج کوونکي يې هم د وينا پر مهال، احترام ته ودرېددل.

ده وويل؛

زه افغان يم، پلار و مور مې افغانان دي، د نړۍ په هر ګوټ کې چې پښتون اوسي، هغه افغان دی او نور پر افغان پښتنو د تپل شوي جنګ د پای ته رسولو وخت رارسېدلی دی.

اسفنديار ولي خان وويل، د نقيب شهيد وينو رنګ راوړی دی او پر پښتنو د تپل شوي جنګ د پای ټکی به د همدې شهيد له وينو ښوول کېږي.

ده د پاکستان پر مېډيا يا رسنيو او پوځ نيوکې وکړې چې پوځ يې ښه او بد طالبان سره بېلوي او مطبوعات يې د پښتنو پر احتجاج سترګې پټوي.

د خان په خبره، نور نو د پښتنو برخه جنت ډک شوی، بايد پنجابيان پاڅي او جنت ته ولاړ شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 204 تاريخ : جمعه 20 بهمن 1396 ساعت: 15:58