لاس پلورونکو د ميوند واټ نيمه برخه د ميليونونو افغانيو په بدل کې نيولې ده

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): لاس پلورونکي معلولينو ته هره مياشت د ميليونونو افغانيو په ورکړې سره د کابل ښار پر "ميوند واټ" د کار اجازه ترلاسه کوي چې دغه کار د ترافيکې جريان د بندښت تر څنګ خلک هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې تر څنګ دا ادعا هم کېږي چې پر معلولينو سربېره د ښاروالۍ کارکوونکي او پوليس هم له لاس پلورونکو پيسې اخلي او دا چاره د دې لامل شوې چې د سړک نږدې نيمايي برخه د لاس پلورونکو له لوري ونيول شي او موټر دغه دوه کيلومتره لاره په شاوخوا نيم ساعت کې ووهي.

د دغه واټ نږدې نيمه برخه چې نږدې ٢٠ متره پلنوالى لري، تختونو، کپو او کراچيو نيولې چې لاس پلورونکي په کې غالۍ، زاړه او خوراکي توکي او نور پلوري.

خلک تر پزې راغلي

رحمت الله چې په دې ساحه کې پلورنځي لري، وويل چې دغه وضعيت لارويان هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړي په دغه واټ کې د لاس پلورونکو تختونو ته په اشارې سره وويل: ((دلته هر تخت د معيوبينو له لوري د غاليو پلورونکو ته د درې زره کرايې په بدل کې ورکړل شوى، په ګوډانو د چا زور نه رسېږي، غالۍ پلورونکي د يو تخت ځاى په کرايه نیسي، څو موټره غالۍ د سړک پر سر او پليو لارو ښکته کوي، څوک نشته چې څه ورته ووايي.))

هغه زياته کړه: ((کپې او تختونه د معلولينو او کراچۍ د پوليسو له لوري په کرايه ورکول کېږي، هره ورځ د دوى استازي د غالۍ پلورونکو، زړو توکو پلورونکو او کراچۍ وانانو خوا ته ورځي او پيسې ټولوي.))

نوموړي د پوليسو له لوري له لاس پلورونکو د راټولې شوو پيسو اندازه مشخصه نه کړه، وويل: ((تر څو چې حق اخيستنه ختمه نه شي، دا وطن نه جوړېږي، که يو يې وانه خلي، بل يې اخلي.))

دغه هټۍ وال زياته کړه چې په دې ساحه کې دولتي ارګانونه اړينه همغږي نه لري او د لاس پلورونکو د تنظيم په برخه کې پرېکنده فعاليت نه کوي.

محب الله چې د خپل سراچه موټر په وسيله په دغه مسير کار کوي، له دغه وضعيت نه شکايت کوي او وايي: ((د دوو دقيقو لار په نيم ساعت کې وهو، لږ تر لږه له لسو تر ١٥ مترو پورې عمومي سړک د لاس پلورونکو او کپو په وسيله بند شوى، يوازې له اوو تر اتو مترو پورې عمومي سړک موټرو ته پاتې دى.))

د نوموړي په خبره، کومې پيسې چې د معلولينو، پوليسو او ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې کارکوونکو له لوري له لاس پلورونکو او موټرو را ټولېږي، د هغوى شخصي جېبونو ته ځي، بايد اړوند ارګانونه د دغه کار مخنيوى وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي جمشېد هم پر دغه واټ له ترافيکي ګڼه ګوڼې شکايت وکړ او ویې ويل: ((کله چې پوليس او د ښاروالۍ ناحيه لاس پلورونکو ته څه نه وايي او اجازه يې ورکړې چې پر عمومي سړک کار وکړي، حتمى پيسې اخلي.))

معلولين او لاس پلورونکي: موږ په حقه يو

په ميوند واټ کې د معلولينو استازي وحيدالله وويل چې د ښاروالۍ لومړۍ ناحيه کې يې معلوليت لرونکو ته د لاس پلورونکو ځايونه مشخص کړي او ځيني يې چې د کار توان نه لري، خپل جايداد يې نورو ته په کرايه ورکړى دى.

د دغه ځاى يوه لاس پلورونکي دلاور وويل، دلته غالۍ پلوري، په بدل کې يې يوه معلوليت لرونکي ته د مياشتې درې زره کرايه ورکوي.

نوموړي په دې اړه چې دغه کار يې واټ نه بندوي؟ وويل: ((چېرته چې موږ کار کوو، معلولينو راته ټاکلى، معلولينو ته دولت ورکړى... اړ يو چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره کار وکړو.))

خان محمد چې د دې ساحې په يوه کپه کې پيرکي پخوي، وويل: ((په مفتو کې يې اجازه نه ده راکړې، معلولين خپله کرايه اخلي، پوليس خپل حق غواړي، ناحيه او ښاروالي خپل حق.))

نوموړي وول چې معلولين موقعيت ته په پام سره له هرې کپې او تخت نه تر پنځو زرو افغانيو پورې کرايه اخلي، پر دې سربېره د ښاروالۍ کارکوونکي او پوليس هم له هر لاس پلورونکي د ورځې تر پنځو افغانيو پورې د خپل استازي په وسيله را ټولوي.

ميليونونه افغانۍ د معلولينو جېب ته ځي

د کابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې مشر سيد اقا حسن معصومي وويل چې په دې ناحيه کې شاوخوا درې کاله وړاندې د ملي شورا د ليکونو پر اساس په ميوند واټ کې له ٢٨٠ تر ٣٠٠ معلولينو لپاره ځايونه مشخص شول، څو وکولى شي له کرايې پرته توکي وپلوري، خو يو شمېر نور معلولين چې پر خپل سري ډول په کې دلته کپې او تختونه جوړوي، په بدل کې يې کرايه اخلي.

نوموړي وويل چې تر اوسه پورې څه باندې ١٥٠٠ لاس پلورونکي په ميوند واټ کې کار کوي.

دې شمېرو ته په کتو هره مياشت د لاس پلورونکو له لوري د څه کم درې زره افغانۍ کرايې له حسابه معلولين هره مياشت له دې لارې ٤.٥ ميليونه افغانۍ ترلاسه کوي.

دا پروسه په يو ډول له څو کلونو راهيسې روانه ده.

د مشرانو جرګې منشي طيب عطا پژواک ته وويل چې خپله ده هېڅ کوم معلول ښاروالۍ ته نه دى ور پېژندلى، خو دې ته په پام سره معلوليت لرونکو څو ځلې د لاريونونو په کولو سره د کار غوښتنه کړې وه، امکان لري چې کم شمېر يې د ملي شورا د غړو له لوري ښاروالۍ ته ور پېژندل شوي وي.

معصومي د لومړۍ ناحيې د کارکوونکو له لوري له معلولينو څخه د پيسو اخيستلو خبره رد کړه، خو ویې ويل چې پوليسو پخوا له لاس پلورونکو پيسې اخيستې، اوس دا کار نه کوي؛ ځکه کومو پوليسو چې دغه کار کاوه پېژندل شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي، خو هغه عدلي ارګانونو ته د ور پېژندل شوو پوليسو په اړه نور جزئيات ور نه کړل.

نوموړي تاييد کړه چې معلولين له لاس پلورونکو او د کپو يا تختونو له هغو مالکينو پيسې اخلي چې په واټ کې ترې د خپلو توکو د پلور لپاره کار اخلي، دې چارې د ناحيې رياست ته يوه جدي ستونزه پيدا کړې ده.

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به دغه واټ له لاس پلورونکو پاک کړي او ټول به د کار له يوه مجوز سره ځانګړي ځاى ته ولېږدوي.

هغه وويل، هر لاس پلورونکى مکلف دى چې هره مياشت زر افغانۍ دولت ته ورکړي، په دې توګه د هغه غير قانوني پيسو مخنيوى کېږي چې اوسمهال اخيستل کېږي.

د ترافيک پوليسو بې وسي

په دې ساحه کې د کابل ترافيکو د اتمې حوزې مرستيال سمونيار عبدالرشيد وويل: ((لاس پلورونکي ، د زړو توکو پلورنکي او د کراچيو په وسيله د توکو پلورنکي د ترافيکي ګڼې ګوڼې لامل شوي، پوليس همکاري نه کوي چې لاس پلورونکي له سړکه لرې کړي.))

د هغه په خبره، يوازې په ميوند واټ کې د ترافيکو ٩ منسوبين ګومارل شوي، خو بيا هم د موټرو د ډېر تګ راتګ او لاس پلورونکو له امله لار بندي شتون لري او موټر له دې پنځه دقيقه يي لارې په نيم ساعت کې تېرېږي.

هغه په دې برخه کې د ټولو اړوندو ارګانونو د همکارۍ غوښتنه وکړه او ویې ويل: ((تر څو چې ټولې ادارې سره يو لاس نه شي، موږ نه شو کولى چې د واټ له سره لاس پلورونکي لرې کړو.))

خو د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وويل چې پوليسو د ښاروالۍ په همکارۍ سره د لاس پلورونکو او کپو د تنظيم پلان جوړ کړى او په نوبت سره به يې د ښار په ناحيو کې پلى کړي.

نوموړي د پوليسو له لوري د نا قانونه پيسو اخيستلو په اړه وويل چې حق نه لري له لاس پلورونکو پيسې واخلي، کوم کسان چې دغه کار کوي، نه يوازې چې ګوښه کېږي، بلکې عدلي او قضايي ارګانونو ته به هم ور وپېژندل شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د لومړۍ امنيتي حوزې يوه پوليس د نوم له اخيستلو پرته دغه تاييد کړه چې د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې ځيني کارکوونکي، د لومړۍ حوزې پوليس او معلولين په ساحه کې شتون لري او له ګرځنده پلورونکو پيسې اخلي.

په کابل ښار کې له ځينو مسافر وړونکو موټرو رشوت اخيستل او د ځينو کسانو زور واکي پر بې نظمي سربېره د دې لامل شوي چې د زورواکو موټر او رشوت ورکوونکي موټر چلوونکي له نوبت پرته کار وکړي او د نورو حق تر پښو لاندې کړي، خو دا ستونزه د روان کال د ليندۍ په ٢٥مه نېټه د پژواک خبري اژانس د يوه راپور له خپرېدو وروسته د اړوندو ارګانونو له لوري حل شوه.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 273 تاريخ : پنجشنبه 19 بهمن 1396 ساعت: 3:09