Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «پلورونکو» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

لاس پلورونکو د ميوند واټ نيمه برخه د ميليونونو افغانيو په بدل کې نيولې ده

  • کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): لاس پلورونکي معلولينو ته هره مياشت د ميليونونو افغانيو په ورکړې سره د کابل ښار پر "ميوند واټ" د کار اجازه ترلاسه کوي چې دغه کار د ترافيکې جريان د بندښت تر څنګ خلک هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.د دې تر څنګ دا ادعا هم کېږي چې پر معلولينو سربېره د ښاروالۍ کارکوونکي او پوليس هم له لاس پلورونکو پيسې اخلي او دا چاره د دې لامل شوې چې د سړک نږدې نيمايي برخه د لاس پلورونکو له لوري ونيول شي او موټر دغه دوه کيلومتره لاره په شاوخوا نيم ساعت کې ووهي. د دغه واټ نږدې نيمه برخه چې نږدې ٢٠ متره پلنوالى لري، تختونو، کپو او کراچيو نيولې چې لاس پلورونکي په کې غالۍ، زاړه او خوراکي توکي او نور پلوري. خلک تر پزې راغلي رحمت الله چې په دې ساحه کې پلورنځي لري، وويل چې دغه وضعيت لارويان هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړي په دغه واټ کې د لاس پلورونکو تختونو ته په اشارې سره وويل: ((دلته هر تخت د معيوبينو له لوري د غاليو پلورونکو ته د درې زره کرايې په بدل کې ورکړل شوى، په ګوډانو د چا زور نه رسېږي، غالۍ پلورونکي د يو تخت ځاى په کرايه نیسي، څو موټره غالۍ د سړک پر سر او پليو لارو ښکته کوي، څوک نشته چې څه ورته ووايي.)) هغه زياته کړه: ((کپې او تختونه د معلولينو او کراچۍ د پوليسو له لوري په کرايه ورکول کېږي، هره ورځ د دوى استازي د غالۍ پلورونکو، زړو توکو پلورونکو او کراچۍ وانانو خ, ...ادامه مطلب

  • کابل ښار کې د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر ونيول شو

  • کابل(پژواک،١٥مرغومى٩٦): امنيتي چارواکي وايي چې د کابل ښار د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر نيول شوى او د تيرې شپې د ځانمرګي بريد د څرنګوالي په اړه څيړنې هم پيل شوي دي. دغه څرګندنې د کابل د امنيې قوماندانۍ سرپرست سالم احساس نن د يوې خبرې غونډې پرمهال وکړې. ده وويل چې تيره ورځ پوليس د کابل د نهمې امنيتي حوزې اړوند بنايي سيمې ته ورغلي وو، ترڅو له هټيوالو څخه الکولي مشروبات را ټول کړي. ده وويل چې په دې سيمه کې پوليسو له يو شمير هټيو څخه يوه اندازه الکولي مشروبات را ټول کړل چې پايله کې يې د پوليسو او هټيوالو ترمنځ جګړه پيل شوه. دى وايي چې په دې جګړه کې د کابل ښار د نشه يي توکيو د پلورونکو مشر حسين ونيول شو، خو ساتوونکى يې و وژل شو. هغه زياته کړه: (( له جګړې وروسته د نشه يي توکيو له ډلو سره يو شمير تړلو کسانو په اعتراض لاس پورې کړ، جنازه يې پر سړک کيښوده او لار يې بنده کړه.)) قوماندان وايي چې د تيرې شپې ځانمرګى بريد کوونکي هم د اعتراض کوونکو له منځه را تير شوى او بريد يې کړى دى. ده وويل: (( نشه يي توکي او ترهګري نږدې اړيکي لري، زموږ ډلې کار پيل کړى د دې ځانمرګي بريد په اړه به خپل معلومات وروسته له تاسو سره شريک کړو.)) د احساس د معلوماتو له مخې د نشه يي توکيو د ټولونې په کمپاين کې تر اوسه ١،٧ کيلوګرامه هيرويين، ٥٣ کيلوګرامه شيشه، ٢،٨ کيلوګرامه ترياک، ٤٣ کيلوګرامه چرس، ١٦٣ بوتله الکولي مشروب, ...ادامه مطلب

  • فراه کې د نشه يي توکو د پلورونکو د نيولو عمليات پيل شول

  • By On Dec 28, 2017 - 15:58 FARAH CITY (Pajhwok): After Pajhwok published a report about drug sales in weste Farah province, police have launched an operation to arrest drug sellers and many of them have gone into hiding. According to the Pajhwok Afghan News report on... , ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها