د ډنډغوري خلک د طالبانو بياځلي خوځښتونو اندېښمن کړي

ساخت وبلاگ

پلخمري (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د بغلان ډنډ غوري اوسېدونکي په دې سيمه کې د طالبانو بيا شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې طالبان د بېرته جګړو پيلولو لپاره هغوى ته د کښت او کار اجازه نه ورکوي.

د ډنډغوري منګل کلي اوسېدونکى حاجي محمد خان چې له خپلې کورنۍ سره پلخمري ښار ته بېځايه شوى دی، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې طالبانو د سفيدخان خروشان، اسلام اباد او منګلو کليو اوسېدونکو ته ويلي چې کرکيله ونه کړي؛ ځکه له دولت سره بياځلي جګړه پيلوي.

دغه ٥٥ کلن سړي زياته کړه چې طالبان له ډنډ غوري په بشپړه توګه نه وو وتلي، يو شمېر يې په ځينو سيمو کې پټ شوي وو.

نوموړي ادعا وکړه چې له څلورو ورځو راهيسې په کليو کې د طالبانو تګ راتګ تر سترګو کېږي، د شپې له مخې له خلکو غواړي چې ډوډۍ ورته برابر کړي.

نوموړي زياته کړه، لسګونه کورنۍ چې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د تېرې مياشتې نښتې له امله يې کورونه پرېيښي وو، په تېرو لسو ورځو کې چې طالبان له دې سيمې پر شا وتمبول شول، بېرته خپلو کورونو کې ځاى پر ځاى شوي دي.

د ډنډ غوري د اسلام اباد کلي اوسېدونکي بازمحمد پژواک ته وويل چې طالبانو يې په سيمه کې لومړۍ کرښه رامنځته کړې ده او تېره شپه د ملي اردو له ځواکونو سره يو ساعت نښته روانه وه.

نوموړي هم تاييد کړه چې طالبانو يې د کلي اوسېدونکو ته ويلي څو له کښت او کار څخه لاس واخلي او له کلي بهر شي؛ ځکه له دولت سره يې جګړه زور اخلي.

د ډنډغوري سيمې ياد اوسېدونکي وويل چې د ولايت امنيتي چارواکو ژمنه کړې وه چې د "خورشيد ٢٠" په نوم عمليات به تر هغه مهاله دوام ومومي څو چې ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکې شي؛ خو په وروستيو ورځو کې طالبان په ازاده توګه ګرځي، خلکو ته د کښت اجازه نه ورکوي ا و دولت چوپتيا غوره کړې ده.

په ورته وخت کې د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير په ډنډ غوري سيمه کې د طالبانو بېرته راستنېدل تاييد کړل.

خو نوموړي زياته کړه چې د ډنډغوري په ډېرو کليو کې امنيتي وضعيت سم شوى دى، له دهنۀ غوري څخه تر پلخمري پورې لار پرانيستې ده او له بل پلوه د " خورشيد ٢٠" په نوم عمليات لا هم بغلان ولايت کې دوام لري.

هغه زياته کړه: "طالبانو په ډنډغوري کې سخته ماتې خوړلې ده او اوس د خلکو تر منځ د ډار او وحشت خپرولو له لارې غواړي چې په ډنډغوري کې بېرته خپل شتون جوت کړي."

نوموړي وويل چې امنيتي ځواکونه غواړي څو د ډنډغوري په کليو کې د طالبانو د تګ راتګ مخه ډپ کړي او په دې برخه کې د خلکو ستونزه هواره کړي.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار ته څېرمه د ډنډغوري سيمه د تېر کال په چنګاښ مياشت کې د طالبانو لاس ته ورغله.

ډنډغوري چې له پلخمري ښار څخه شاوخوا دوه کيلومتره لرې پرته سيمه ده او د نفوسو شمېر يې ٣٠ زره کسان اټکل شوي دي، تر تېرو دوو مياشتو د طالبانو په واک کې وه؛ خو د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې لسګونه طالبان ووژل شول او يو شمېر نور سمنګان ولايت ته څېرمه د دهنۀ غوري ولسوالۍ چونغر غرونو ته تللي وو.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په ډنډغوري د خپل شتون او د خلکو د ادعاوو په اړه چې هغوى ته د کرکيلې اجازه نه ورکوي، څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 241 تاريخ : شنبه 7 فروردين 1395 ساعت: 19:21