له عامرخان سره بدنامې جلۍ ته بالیووډ کې څوک کار نه ورکوي

ساخت وبلاگ

خبري سرچینې وايي، چې د دنګل فلم وتلې اداکارې فاطمه ثنا شیخ ته بالیووډ کې څوک ځکه کار نه ورکوي، چې د عامرخان سره نږدې اړیکې لري.
فاطمه ثنا شیخ د عامرخان سره په دنګل فلم کې لوبیدلې. دنګل فلم د ۲۰۱۶ کال په ډیسمبر کې خپور شو، چې د بالیووډ ریکارډ جوړونکی فلم و.
بالیووډ کې ځینې باوري سرچینې وايي، چې د عامرخان او ثنا شیخ خوږه انډیوالي ددې لامل شوې، چې په بالیووډ کې څوک د ثنا پاڼه هم نه اړوي او ورته کار نه ورکوي.
ثنا شیخ، چې له دنګل فلم يې دادی کال واوخت، تر اوسه يې په کوم بل فلم کې کار نه دی کړی. هغه دا ځل بیا د عامرخان او امیتاب بچن سره په ټګز اف هندوستان فلم کې د عامرخان له برکته لوبیږي.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې ثنا اصلا د ټګز اف هندوستان فلم برخه نه وه، خو عامرخان په شین زور په فلم کې ځای په ځای کړې.
بل پلو بیا عامر خان ویلي، چې فاطمه ثنا شیخ د فلم اصلي لوبغاړې ده. عامر زیاتوي، “فاطمه یوه ښه اداکاره ده او د ورکړل شوي رول لپاره بلکل وړ ده. زه د هغې لپاره ډیر خوښ یم.”

فاطمه ثنا شیخ له عامر خان سره په دنګل فلم کې

رسنیو د عامر خان دا څرګندونې راخیستي او ورسره يې لیکلي، چې د عامر دې خبرو د فلم بله اداکاره کټرینا کیف هم غوصه کړې.
سرچینه وايي، چې عامرخان په فلم کې د کټرینا کیف رول ډیر کم کړی او د فلم زیاته برخه يې ثنا شیخ ته ورکړې، چې دې کار کټرینا خپه کړې هم ده.
خو کټرینا کیف بیا دا خبرې هسې عبث بللي او ویلي يې دي، چې د عامرخان سره په فلم جوړولو خوشاله ده.

کټرینا کیف او عامرخان په دوم۳ فلم کې هم ګډ لوبیدلي.

یو باوري سرچینې رسنیو ته ویلي، چې فاطمې لسګونو فلم جوړونکو کمپنیو ته درخواست کړی، خو هر ځای رد شوې ده. د سرچینې په وینا چې ثنا خلک د عامرخان ملګرې او د هغه تولید بولي؛ او د عامرخان له فلمونو اخوا، څوک يې په نورو فلمونو کې نه اخلي.
د ټګز اف هندوستان فلم لپاره شوټينګ پیل شوی او ټاکل شوې، چې سږ دیوالي خپور شي. داسې خبرونه هم ورکړل شوي، چې په فلم کې د فاطمه ثنا شیخ رول د واني کپور و، خو عامر خان واني له فلم غورځولې او په ځای يې فاطمه ثنا اخیستې ده.

واني کپور او امیرخان سره کوم ګډ فلم نه لري

ځینې رسنۍ د فاطمه شیخ او عامرخان اړیکې ته د شک په نظر ګوري او فاطمه د عامر انډیواله بولي؛ خو عامر او ثنا دا ډول شکونه عبس او بې اساسه بولي.
عامرخان د هندي سینما یواځينې اداکار دی، چې له شخصیته يې زیات خلک اغیزمن دي. د عامرخان دنګل فلم چې پکې ورسره فاطمه ثنا شیخ هم وه، د بالیوووډ یواځینې ریکارډ جوړونکی فلم دی، چې په ټوله نړۍ کې يې تر بل هر هندي فلم ډيرې پیسې وګټلې او باکس افیس کې لا هم ریکارډ لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 937 تاريخ : يکشنبه 1 بهمن 1396 ساعت: 13:16