جمعيت اسلامي: له وسله والو مخالفينو سره د عادلانه سولې د خبرو هرکلى کووم

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د جمعيت اسلامي افغانستان ګوند وايي چې د جنرال دوستم او عطاء محمد نور تر منځ  رامنځته شوې ستونزه دې د سولې له لارې حل شي او له حکومت سره يې د سولې خبرو ته د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي له چمتووالي هرکلى  کوي.

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ دا سياسي بهير وايي چې په مزارشريف ښار کې د ١٣٩٥ لمريز کال د پسرلني جشن په مراسمو کې يو شمېر مرموزو او فتنه پاروونکو لاسونو غوښتل چې د هېواد اوسني وضعيت ته په پام سره د روان کال پيل د جنرال عبدالرشيد دوستم او عطامحمد نور تر منځ د ناسم پوهاوي ستونزو په رامنځته کولو سره تياره کړي.

د جمعيت اسلامي له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په ځينو مرموزو لاسونو د جنرال دوستم تصوير را ښکته کول د فتنې بهانه شول چې له امله د فارياب يو اوسېدونکى ووژل شو، څو نور ژوبل شول او په مزارشريف کې سوله ييز لاريونونه وشول.

سرچينې ويلي: ((جمعيت د ولسمشر د مرستيال تصوير ښکته کول او په لاريونونو کې پر بې دفاع وګړو ډزې غندي او د  پخلاينې تر څنګ غواړي چې دا  موضوع د خبرو اترو له لارې حل شي.))

 په خبرپاڼه کې راغلي چې جمعيت او جنبش بايد هوښيار وي چې مرموز او فتنه پاروونکي لاسونه يې استعمال نه کړي او د خلکو د امنيت خرابولو او د دښمنانو د موخو پوره کولو لپاره ګام اوچت نه کړي.

دغه سياسي بهير ويلي چې دغه دواړو ګوندونو د هېواد په څو وروستيو لسيزو کې د هېواد لپاره ډېرې لوړې ژورې ګاللې او اوس بايد حکومت کې د دوو غړو په توګه د خپلو مسووليتونو پوره کولو او سياسي ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

د افغانستان اسلامي جمعيت له وسله والو مخالفينو  سره د عادلانه سولې نه د ملاتړ تر څنګ، د سولې له خبرو سره د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د چمتو والي هرکلى کوي او له طالبانو هم غواړي چې په صادقانه ډول دې بهير سره يو ځاى شي او له دې وروسته دې د هېواد د ورانۍ او بربادۍ سبب نه ګرځي.

خو سرچينې ويلي چې اسلامي جمعيت غواړي چې د هېواد ملي ګټې، د خلکو امنيت او سوکالي د ټولو ګوندونو او ډولو ترمنځ د سرې کرښې او نصب العين په توګه تلقي شي، ټول موضوعات او مسايل د تفاهم او خبرو له لارې حل شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 196 تاريخ : شنبه 7 فروردين 1395 ساعت: 15:45