“زړه يې راته خوړین کړ؛ د لوبغاړو غلطیانې نورې د زغم نه دي”

ساخت وبلاگ

د هندوستان د کرکټ د ملي ټيم پیاوړي لوبغاړي ویرات کولي خپل ټيم په ګڼو غلطیانو او نه ژمنتیا تورن کړ.
هندوستان او سویلي افریقې ترمینځ د ټیسټ سیالیو دواړه لوبې سویلي افریقا وګټلې.
ویرات کولي، چې پرون ناوخته يې د یو خبري کنفرانس پر مهال د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، د خپل ټیم په ژمنتیا شک وکړ او د لوبغاړو غلطیانې يې نه بښوونکې وبللې.
ویرات کولي وویل:
“لوبه ګټونکی او بایلونکی لري؛ او معمولا هغه ټیم چې د ګټې لپاره هڅه کوي، هغه يې ګټي. موږ ماتې منو، خو په کوم ډول چې موږ لوبه وکړه، د منلو نه ده.”
کولي وویل، چې ددوی د لوبغاړو ویکټې ژر او پرله پسې پریوتي. د لوبغاړو ترمینځ پارټنرشیف ډیر کم و؛ او دا بیخي ناهیلي کوونکې ده.
که څه هم ویرات کولي خپل توپ اچوونکي وستایل، خو وې منله، چې د ډګر ساتنې او توپ وهنې په برخه کې یوه لمن نیمګړتیاوې وې.
ویرات وویل:


“موږ چې څه ډول لوبې کولې، دا لوبه مو هسې ونه کړه. زه خو دلته د هر یو د ملاتړ او تشویق لپاره ناست نه یم. موږ ټول باید په خپل ځان لا ډير فشار راوړو. موږ ټول باید له ځانه وپوښتو، چې موږ د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې ۱۲۰ سلنه هڅه کوو که نه؟”
ویرات کولي وړاندې وویل، چې هر لوبغاړی دې له خپل ځان سره خپله حساب کتاب وکړي. نوموړي وړاندې وویل، چې دوی به په خپلو ټولو پریکړو یو ځل بیا له سره غور وکړي او خپلې نیمګړتیاوې به په ګوته او د ښه کولو لپاره به يې لاس په کار شي.
ویرات کولي وايي، چې ددوې لوبغاړي ډير کله د لوبې په حساسو مرحلو کې جزیاتو ته پاملرنه نه کوي او مهم مسایل له یاده وباسي.
ویرات کولي د توپ وهونکو په لوبه کلک انتقادونه وکړل او ويې ویل، چې د لوبغاړو ترمینځ ملګرتیا له ۶۰ او ۷۰ پورته نشوه. د کولي په وینا، په ټیست لوبو کې د لوبغاړو ترمینځ دومره کمه ملګرتیا د ماتې په مانا ده.
کولي وايي، چې د اسټرلیا په وړاندې ددوی د لوبغاړو توپ وهنه ډيره ښه وه؛ خو د سویلي افریقا په وړاندې د لوبغاړو توپ وهنه بیخي بیخونده وه.
د جنوبي افریقا او هندوستان ترمینځ په وروستیو دواړو ټیست لوبو کې له ویرات کولي پرته بل هیڅ لوبغاړي له ۵۰ پورته منډې ونه کړي. روهیت شرما هم په ۴۷ منډو وسوځیده.
د هندوستان او جنوبي افریقا ترمینځ د ټیسټ لوبو دا لړۍ د سویلي افریقا په ګټه تمام شوه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 290 تاريخ : جمعه 29 دی 1396 ساعت: 1:22