Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «غلطیانې» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

“زړه يې راته خوړین کړ؛ د لوبغاړو غلطیانې نورې د زغم نه دي”

  • د هندوستان د کرکټ د ملي ټيم پیاوړي لوبغاړي ویرات کولي خپل ټيم په ګڼو غلطیانو او نه ژمنتیا تورن کړ.هندوستان او سویلي افریقې ترمینځ د ټیسټ سیالیو دواړه لوبې سویلي افریقا وګټلې.ویرات کولي، چې پرون ناوخته يې د یو خبري کنفرانس پر مهال د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، د خپل ټیم په ژمنتیا شک وکړ او د لوبغاړو غلطیانې يې نه بښوونکې وبللې.ویرات کولي وویل:“لوبه ګټونکی او بایلونکی لري؛ او معمولا هغه ټیم چې د ګټې لپاره هڅه کوي، هغه يې ګټي. موږ ماتې منو، خو په کوم ډول چې موږ لوبه وکړه، د منلو نه ده.”کولي وویل، چې ددوی د لوبغاړو ویکټې ژر او پرله پسې پریوتي. د لوبغاړو ترمینځ پارټنرشیف ډیر کم و؛ او دا بیخي ناهیلي کوونکې ده.که څه هم ویرات کولي خپل توپ اچوونکي وستایل، خو وې منله، چې د ډګر ساتنې او توپ وهنې په برخه کې یوه لمن نیمګړتیاوې وې.ویرات وویل: “موږ چې څه ډول لوبې کولې، دا لوبه مو هسې ونه کړه. زه خو دلته د هر یو د ملاتړ او تشویق لپاره ناست نه یم. موږ ټول باید په خپل ځان لا ډير فشار راوړو. موږ ټول باید له ځانه وپوښتو، چې موږ د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې ۱۲۰ سلنه هڅه کوو که نه؟”ویرات کولي وړاندې وویل، چې هر لوبغاړی دې له خپل ځان سره خپله حساب کتاب وکړي. نوموړي وړاندې وویل، چې دوی به په خپلو ټولو پریکړو یو ځل بیا له سره غور وکړي او خپلې نیمګړتیاوې به په ګوته او د ښه کولو لپاره به يې لا, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها