ولې ځیني خلک زاړه وي، خو ځوان معلومیږي؟!

ساخت وبلاگ

لیکنه: ډینیس کرز
ژباړه: غازي عابد

ډینیس یوه بهرنۍ میرمن ده، وايي، زما عمر زیات دی او بیا هم تر اوسه ځوانه پاتې شوې یم؟ کیدای شي ځینو ټکو سره به یې تاسې موافق هم ونه اوسئ، خو هغه د ځوان پاتې کیدو تر شا خپل پټ راز په لاندې ډول بیانوي:

– لمر نه ځان ساتل:
هر وخت او تل له لمر نه ځان ساتل، لکه په اوړي، ژمي، لمریز او نورو وختونو کې. خو ویټامین ډي ترلاسه کولو لپاره یې اړتیا شته.

– د پوستکي غوړ ساتل:
ما به په ځوانۍ کې خپل پوستکی غوړ ساته، اوس مې چې عمر تیر شوی بیا هم ځوانه معلومیږم. د پوستکي غوړ ساتلو لپاره کیدای شي له ډاکټرانو مشوره وغواړئ.

– سګرټ نه څښل:
د سګرټ په شمول له نشه يي توکو ځان ساتل مو هم پوستکی ځوان ساتي.

– معتدل څښل:
ما به خپله هم ډیر خواږه او انرژيانې نه څښلې، یعنې اعتدال مې په کې ساته. داسې بې حده خواږه او نور شیان څښل وجود ته نور تاوانونه هم لري.

– ټولنیز اوسیدل:
زه فکر کووم له خپلو ملګرو او خلکو سره په ټولنه کې اوسیدل او روابط پالل مو هم خوښ ساتي او کله چې موږ خوښ او ساعت مو تیروي، بیا به ځوان پاتې یوو.

– خوب کول:
زما د ځوانۍ یو لامل هره شپه ۸ ساعته خوب دی، که چیرته منظم خوب ته لاړ شئ او پاڅئ په دې سره هم مطمین ژوند در په برخه کیږي او کله چې اطمینان وي او خوب مو پوره وي، نه زړیږئ.

– زده کړه کول:
مطالعه او نوي شیان یادول هم درسره مرسته کوي چې ځوان پاتې شئ، ځکه د علم زیاتوالی په خپل ځان د ډاډ لامل کیږي. نو تل هڅه وکړئ چې نوي شیان زده کړئ، مطالعه وکړئ، د نورې نړۍ په اړه ځان پوه کړئ، له کلتورونو یې ځان خبر کړئ، له ژوند او چارو یې معلومات ترلاسه کړئ…

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 275 تاريخ : دوشنبه 25 دی 1396 ساعت: 23:51