څنګه تنقیدي او د ستونزې حلوونکی فکر وکړو؟

ساخت وبلاگ

لیکنه: هیري فورډ
ژباړه: غازي عابد

د جین دي بریاري په نوم یو عالم وايي؛ ژوند، هغوی ته تراژیدي او ویرجنه کیسه ده، چې احساسوي یې او هغوی ته یوه ډرامه او خوشحالوونکې صحنه ده چې په اړه یې فکر کوي.
کیدای شي دا تر ډیره منطقي او اساسي خبره وي. له سیالکالوژیکه اړخه؛ چې څه ډول فکر کوي، هماغه به احساسوې.
که په دې پوهیږو چې کولی شو په خپله د فکر انتخاب او او رهنمايي یې وکړو، نو دا وړتیا هم لرو څو د خپل ژوند شرایط او حالات کنټرول کړو. په همدې اساس باید د خپل ژوند کنټرول په خپل لاس کې ولرو، سم او روغ تصامیم باید ونیسو او پر هغو لارو تګ وکړو چې راته موثره تمامیدای شي، دا ځکه چې موږ دا وړتیا لرو، یوازې ترې استفاده په کار ده.
نو؛ موږ هغه وخت سالم انتقادي او ستونزې حلوونکی فکر کولی شو، کله چې؛
– د جذباتو پر ځای په لاملونو تمرکز وکړو.
– پراخې او پاکې نظریې او لیدلوري ولرو.
– د مختلفو تعبیرونو لپاره ځان برابرو کړو.
– نوي شواهد، وضاحتونه او موندنې ومنو.
– په معلوماتو بیا کتنه او لیدنه وکړو.
– له تعصب، تنګ نظریې او یو اړخیز قضاوت نه ځان وساتو.
– د ټولو مناسبو او معقولو مسوولیتونو منل او اجرا یې کړو.
– د بې منطقه، ړوند او تیز قضاوت مخنیوی وکړو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 246 تاريخ : شنبه 23 دی 1396 ساعت: 12:23