- په افغانستان کې ورزشي فعالیتونه بېرته په غوړېدو دي
- کرونا وېروس نن جنوبي کوريا تر بل هر وخت ډېره ځپلې
- ترکیه: یونان له اسلام او ترکیې سره دښمني کوي
- هشدار شورای امنیت به بازگشت دوباره داعش به سوریه و عراق
- کاپیسا؛ خودکشی یک دختر جوان با تفنگ شکاری
- بودجه مبارزه با کرونا؛ احتمال معرفی شدن برخی مقامات به دادستانی
- نبیل: ډاکټرعبدالله دې له ملا برادر سره نېغ په نېغه خبرې وکړي
- "که حکومت اقدام ونه کړي، خلک به پر ډيورنډ فرضي کرښه د پاکستان دروازې ونړوي "
- روغتیا وزارت د کرونا د چټک تشخیص وسیلې شاوخوا ۵۰ سلنه په لوړه بیه پېرلې دي
- نگران محرومیت پشتون ها در دولت غنی هستیم
رویټرز خبري اژانس د الوتنو د یوې مشورتې ادارې او د پروازونو د خوندیتوب شبکې په حواله لیکلي، چې ۲۰۱۷ کال په تیرو څو لسیزو کې د مسافر وړنکو الوتکو لپاره تر ټولو خوندي کال و.
د ای ایس اِن (ASN) په نوم د پروازونو د خوندیتوب شبکې د دوشنبې په ورځ په خپور کړي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د تجارتي الوتکو د الوتنو پر مهال د مرګ و میر کچه په نیشت حساب وه.
د راپور په اساس، تیر کال د سوداګریزو الوتکو ټکر یواځې صفر عشاریه صفر شپږ د یو میلون الوتنو په سر حساب شوی. یا په بل عبارت، په ۱۶ میلونه پروازونو کې یواځې یو پرواز ټکر کړی.
راپور وړاندې لیکي، په تیر کال کې د مسافر وړونکو الوتکو ۱۰ مرګونې ټکرونه شوې، چې پکې ۴۴ سپرو او ۳۵ په میدان مسافرو او کارکوونکو ته تلفات اوښتي.
په دې شمیره کې هغه ۱۲ وژل شوي هم شامل دي، چې د ۲۰۱۷ کال په وروستۍ ورځ په کوستاریکو کې یوه چورلکه له الوتنې څو لحظې وروسته په یوه غریزه سیمه کې ولویده.
وړم (۲۰۱۶) کال د الوتنې پرمهال ۱۶ مسافر وړونکې الوتکې لویدلي، چې پکې ۳۰۳ کسان وژل شوي دي.
۲۰۱۷ کال تر ټولو مرګونې پیښه په قرغزستان کې وشوه. دغلته یوه ترکۍ چورلکه له کرښې ووته، چې پکې ۴ سپاره او ۳۵ نور کسان په ځمکه ووژل شول.
د الوتنو د خوندیتوب اداره وايي، چې تیر کال هم د چورلکو د ټکر او هم د تلفاتو شمیره په بې ساري ډول کمه شوې ده. له همدې امله ۲۰۱۷ کال د الوتنو په برخه کې تر ټولو خوندي کال بلل شوی دی.
له تیرو دوو لسیزو را په دیخوا د چورولکو د لویدنې او پکې د مرګ ژوبلې کچه په تدریجې ډول کمه شوې ده.
۲۰۰۵ ز کال کې د الوتکو د ټکر او لویدنې له امله تر ۱۰۰۰ ډیر خلک مړه شوې وه.
۲۰۰۹ کال په فیبروري کې د متحده ایالاتو یوه چورلکه په نیویارک کې له الوتنې څو لحظې وروسته ټکر شوه، چې پکې ۵۰ کسان ووژل شول.
۲۰۱۵ کال په مصر کې یوه مسافر وړونکې الوتکه ولوېده، چې پکې تر ۱۰۰ ډیر مسافرین مړه شول.