په ۲۰۱۷ کال کې د هندي سینما ۵ ناکام فلمونه

ساخت وبلاگ

د فلمي څارونکو پر باور ۲۰۱۷ کال د بالیووډ له پاره د نویو او خوندورو تجربو ډک کال و، سره ددې چې دا کال ځينې خپاره شوي فلمونه بریالي وو، خو ځينو يې چې ډېرې تمې ورته وې، ناکام شول او د لیدونکو لخوا يې هرکلی ونه شو.

دا کال نه یوازې دا چې د بالیووډ د نوموتو فلمي ستورو لکه، شارخ خان او سلمان خان فلمونه ناکام شول؛ بلکې د فلمي شنونکو له نیوکو او پوښتنو سره هم مخ شول.

د ځينو هندي رسینو د راپورونو له مخې د ګټې وټې له پلوه هم ۲۰۱۷ کال د بالیووډ له پاره فایده من کال نه و.

شارخ خان او سلمان چې له کلونو راهیسې پر بالیووډ راج کوي، خو دا کال يې فلمونه ناکام شول او هاغسې بازار يې ونه کړ لکه څنګه چې ورته تمه وه، ددې تر څنګ دا کال ځينې نور فلمونه هم د فلم په بازار کې ناکام شوي دي. دلته يې درته یوازې د پنځو هغو فلمونو په اړه لیکو چې تمې ورته ډېرې وې.

۱. ټیوب لایټ
دبنګ خان ( سلمان خان ) چې له تېرو څو کالو راهیسې يې د فلم بازار په خپلو نوم کړی، ۲۰۱۷ کال کې يې ټيوب لایټ نومي خپور شوي فلم نه یوازې دا چې ناکام شو او چندان بازار يې ونه کړ، بلکې د فلمي څارونکو له نیوکې سره هم مخ شوی دی.

ټیوب لایټ د بالیووډ د وتلي فلم جوړونکي کبیر خان خپور کړی دی، چې د دوه ورونو ترمنځ د اړیکې او مینې کیسه بیانوي.

فلمي څارونکو د ټيوب لایټ پر داستان او د سلمان خان پر کمزورې اداکارۍ نیوکې کړې وې. د دبنګ خان ټيوب لایټ نه یوازې دا چې ګټه ونه کړه، بلکې خان په کې د جیبه هم تاوان پرې کړ.

۲. جب هیري میټ سیجل

دا کال په ټوله کې د بالیووډ د خانانو له پاره ښه نه و، د سلمان خان ترڅنګ د شارخ خان (جب هیري میټ سیجل) فلم هم د کمزوري داستان له امله د فلمي څارونکو او لیدونکو د نه پآملرنې لامل شو.

په فلم کې شارخ خان او انوشکا شرما مرکزي رولونه لوبولي، خو لیدونکو ته نه د هغوی اداکارۍ خوند ورکړی، نه د فلم داستان او نه يې هم موسیقي ستایله شوې ده.

نو د ګینګ خان له پاره هم ۲۰۱۷ کال ډېر فایده من نه و.

۳. هاف ګرل فرینډ
دا فلم چې مرکزي رولونه په کې ارجون کپور او شردا کپور لوبولي دي، هم د ۲۰۱۷ کال د ناکامو فلمونو له ډلې دی.

د فلم کیسه په پوهنتون کې د دوه زده کونکو ترمنځ پر اړیکو راټولیږي.

۴. فلوري
فلوري فلم د بالیووډ وتلې فلمي ستورې انوشکا شرما په خپل پروډکشن کې تولید کړی فلم دی چې لیدونکو نه دی خوښ کړی او پرې شوی لګښت يې هم نه دی پوره کړی.

۵. جګا جاسوس

جګاجاسوس کې مرکزي کردارونه رنبیر کپور او کترینه کیف لوبوي چې د ۲۰۱۷ کال په منځ کې خپور شوی دی. په فلم کې رنبیر کپور د جاسوس رول لري او د خپل پلار لټه کوي چې کترینه ورسره په دې چاره کې همکاري کوي.

په بازار کې ددې فلم تر ناکامیدو وروسته د رنبیر کپور پلار ریشي کپور هم د فلم پر جوړونکي انوراک باسو نیوکې کړې وې او هغه يې پر بې غورۍ تورن کړی و.

دا یوازې د بالیووډ هغه لوی فلمونه وو چې د لیدونکو او فلمي شنونکو له خوا ورته تمې ډېرې وې، سربېره پرې داکال یو شمېر نور فلمونه هم ناکام شوي او د نیوکو سره مخ شوي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 448 تاريخ : چهارشنبه 13 دی 1396 ساعت: 16:28