Pasto: HP lead articles

متن مرتبط با «فلمونه» در سایت Pasto: HP lead articles نوشته شده است

د هندي سینما لس اوږده فلمونه؛ چې ځينې له څلورو ساعتونو هم اوړي

  • کتوونکي د اوږدو فلمونو له لیدلو سره ستړي کیږي، په همدې اساس اوسني فلمونه تر وسه وسه لنډ جوړیږي.خو په هندي سینما کې ځينې فلمونه جوړ شوي، چې ان له څلورو ساعتونو زیات وخت نیسي. په ۹۰ یمو کلونو کې دا یوه عامه خبره وه، چې اداکارانو به اوږده فلمونه جوړول. درې ساعته او کله کله ۴ ساعته هندي فلمونه جوړول یوه عامه خبره وه. دلته موږ تاسې ته لس ۱۰ هغه فلمونه درپیژنو، چې لا هم د بالیووډ تر ټولو اوږده فلمونه بلل کیږي. ۱ـ لوک – کارګل (۴ ساعته او ۱۵ دقیقې)دا فلم د ۲۰۰۳ کال په ډيسمبر کې خپور شو. فلم په کارګل کې د هندي عسکرو د جګړې کیسه کوي، چې ډیره برخه يې هملته ووژل شول. فلم کې سودیش بیري، موکیش تیواري او اجي دیوګن کار کړی دی. دا فلم ۴ ساعته او ۱۵ دقیقې کې اوږد دی. ۲ـ میره نام جوکر (۴ ساعته او ۴ دقیقې)دا فلم په ۱۹۷۰ کال کې خپور شو. فلم کې راج کپور او درمندر کال کړي. فلم د راجو د پلار کیسه کوي. د راجو پلار په سرکس کې پوره تجربه درلوده. ۳ـ سنګم (۳ ساعته، ۵۸ دقیقې)سنګم هم د راج کپور فلم دی، چې په ۱۹۶۴ کال کې خپور شو. ۴ـ لګن (۳ ساعته، او ۴۴ دقیقې)لګن د عامرخان فلم دی، چې د ۲۰۰۱ کال په جون کې خپور شو. فلم د برتانیا تر واکمنې لاندې د هندوانو په ژوند او زحمت راڅرخي. ۵ـ خطرناک (۳ ساعته، او ۴۳ دقیقې)خطرناک د سنجي دت او فرا ناز ګډ فلم دی، چې په ۱۹۹۰ کال کې خپور شوی. دا یوه رومانټیکه ډرامه ده. ۶ـ محبتتیان (۳, ...ادامه مطلب

  • “زیات فلمونه مې ځکه پریښودل، چې له سړیو يې کمه ګڼلم”

  • د بالیووډ وتلې ستورې سونم کپور ادعا کړې، چې په بالیووډ کې د فلم هلک ته د فلم د نجلۍ په نسبت ډيرې پیسې ورکول کیږي.نوموړې زیاتوي، دا څه اوسنۍ خبره نه ده؛ دا کیسه په بالیووډ کې د کلونو راهیسې روانه ده.سونم ویلي، چې دې خپله ګڼ فلمونه ددې لپاره پریښي، چې د فلم د نارینه اداکار او ددې د پيسو ترمینځ يې انډول نه و ساتلی.نوموړې زیاتوي: “دا اوس اوس راته د یو فلم د جوړولو وړاندیز وشو. ډيره ورته خوشاله وم؛ خو چې پیسې مې يې ولیدلې، ډیرې بې خونده وې. زنګ مې ورووهلو؛ ومې ویل، دا سپکاوی دی. تاسې ما ته اوس هم د لس کالو پخوا فکر کوئ. تاسې زما نیرجا فلم ولید، چې څومره کامیاب و. ولې مو داسې وکړل؟”کپور زیاتوي، چې هغوې د فلم هلک ته ډيرې پیسې ورکولې او دې ته يې هومره نه ورکولې.سونم کپور د بالیوود د وتلي ستوري انیل کپور لور ده. د هغې نیرجا فلم ښه بازار درلود.په نژدې راتلونکې کې به د رنبیر کپور سره په ګډه د سنجي دت په ژوند جوړیدونکي فلم کې راڅرګنده شي. په یو بل رپوټ کې سونم کپور رسنۍ تورنې کړي، چې همیشه د نجونو د شخصي ژوند په اړه رپوټونه برابروي، خو د نارینه اداکارانو په اړه څه نه وايي.نوموړې د رسنیو سره په خبرو کې رسنۍ ګرمې وبللې، چې همیشه د نجونو او د بالیووډ د سرلارو ښځینه اداکارانو د شخصي ژوند په اړه ډير خبرونه خپروي؛ خو نارینه اداکاران يې بیا له یاده ویستلي.کپور وايي، چې خلک همیشه له دې د واده پوښتنه ک, ...ادامه مطلب

  • هغه ۱۰ هندي فلمونه، چې ۲۰۱۸ کې يې مینه وال په تمه دي

  • ۲۰۱۷ کال د هندي سینما د ځينو وتلو فلمي ستورو لپاره د ناکامۍ او د ځينو نورو لپاره د بریا او کامیابۍ کال و. خو ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د ډېرو وتلو فلمي ستورو هیلې تړلي دي.دا کال به هم د ګڼو نورو فلمونو تر څنګ د وتلو فلمي ستورو لکه شارخ خان، سلمان خان، امیر خان، اممتابچن، اکشی کمار او… فلمونه خپریږي؛ خو په دې کې ځينې داسې فلمونه هم شته چې مینه وال يې په بې صبرۍ د انتظار شیبې لنډوي. 1- کالاکانديدا فلم چې د روانې میاشتې پر ۱۲مه نندارې ته وړاندې کیږي، په هندي رسنیو کې يې په اړه خبرونه ډېر ښکته پورته کیږي.په فلم کې مرکزي رول سیف علي خان لوبولی دی. د ۲۰۱۷ کال د نورو خانانو په شان د سیف علي خان لپاره هم ډېر فایدمن نه و.دا چې کالاکاندي فلم به يې د مینه والو او شنونکو څومره پام راوګرځوي، دا به د فلم تر خپریدو وروسته ثابته شي. 2. پیډ میند بالیووډ د اکشن هیرو اکشمي ددې فلم انتظار د هغه مینه وال بیخي په بې صبرې سره کوي. اکشی کمار د هندي سینما هغه فلمي ستوری دی چې په دې اخیرو کې يې د ډېری فلمونو داستانونه په ټولنیزو موضوعاتو راڅرخي.۲۰۱۷ م کال هم د اکشي لپاره د لاسته راوړنو ډک و او دوه خپاره شوي فلمونه يې د مینه والو له خوا منل او سخت خوښ شوي دي.پیډمین فلم د روانې میاشتې په ۲۶ مه نندارې ته وړاندې کیږي. 3- پريد ۲۰۱۷ کال په اخیرو کې يې فلمونه جوړ نه کړل او د هندوستان د وتلي کریکټر ویرات , ...ادامه مطلب

  • په ۲۰۱۷ کال کې د هندي سینما ۵ ناکام فلمونه

  • د فلمي څارونکو پر باور ۲۰۱۷ کال د بالیووډ له پاره د نویو او خوندورو تجربو ډک کال و، سره ددې چې دا کال ځينې خپاره شوي فلمونه بریالي وو، خو ځينو يې چې ډېرې تمې ورته وې، ناکام شول او د لیدونکو لخوا يې هرکلی ونه شو. دا کال نه یوازې دا چې د بالیووډ د نوموتو فلمي ستورو لکه، شارخ خان او سلمان خان فلمونه ناکام شول؛ بلکې د فلمي شنونکو له نیوکو او پوښتنو سره هم مخ شول. د ځينو هندي رسینو د راپورونو له مخې د ګټې وټې له پلوه هم ۲۰۱۷ کال د بالیووډ له پاره فایده من کال نه و. شارخ خان او سلمان چې له کلونو راهیسې پر بالیووډ راج کوي، خو دا کال يې فلمونه ناکام شول او هاغسې بازار يې ونه کړ لکه څنګه چې ورته تمه وه، ددې تر څنګ دا کال ځينې نور فلمونه هم د فلم په بازار کې ناکام شوي دي. دلته يې درته یوازې د پنځو هغو فلمونو په اړه لیکو چې تمې ورته ډېرې وې. ۱. ټیوب لایټدبنګ خان ( سلمان خان ) چې له تېرو څو کالو راهیسې يې د فلم بازار په خپلو نوم کړی، ۲۰۱۷ کال کې يې ټيوب لایټ نومي خپور شوي فلم نه یوازې دا چې ناکام شو او چندان بازار يې ونه کړ، بلکې د فلمي څارونکو له نیوکې سره هم مخ شوی دی. ټیوب لایټ د بالیووډ د وتلي فلم جوړونکي کبیر خان خپور کړی دی، چې د دوه ورونو ترمنځ د اړیکې او مینې کیسه بیانوي. فلمي څارونکو د ټيوب لایټ پر داستان او د سلمان خان پر کمزورې اداکارۍ نیوکې کړې وې. د دبنګ خان ټيوب ل, ...ادامه مطلب

  • جدیدترین مطالب منتشر شده

    گزیده مطالب

    تبلیغات

    برچسب ها